پیښور -- د اوبو مل، چې په سیمه کې د "جرندې" په نوم پیژندل کيږي، د غنمو، جوارو، ږدنو او نورو دانو اوړو کولو لپاره یوه پخوانۍ طریقه کاروي.
په ملونو کې د عصری ټکنالوجۍ معارفي کولو سربیره دا جرندې د پیړیو راهیسې شتون لري او اوس هم په خیبر پختونخواه او د پاکستان نورو برخو کې کارول کیږي.
حضرت علی، ۵۰ کلن، چې په پېښور کې په ورسک روډ باندې جرنده چلوي، وويل، هغه خلک کوم چې د جرندې د اوړو د کيفيت په باره کې پوهیږي، په عصري ملونو کې د اوړه شوي اړو په پرتله د جرندې اوړه خوښوي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "هم دا وجه ده چې جرنده ژوندۍ پاتې شوې ده، ګنې دا به د ټکنالوجۍ د ګوزار له امله ختم شوي وه."
د علی کورنۍ د یوې پیړۍ راهیسې په روايتي طريقه اوړو اوړه کوي. هغه ته د خپل پلار کاروبار په وراثت کې ملاو شو.
جرنده د هغه اوبو په ذريعه چليږي کوم چې د نهر یا سيند نه جدا کړی شوي وي. د اوبو بهیر د ټرباين بليډونه تاوهي. دا يو ايکسل تاوهي کوم چې د اوړو کولو کاڼې (پل) چلوي.
د اوبو لاره يو څو دروازې کنټرول کوي چې د دې ساتنه کوي او د پل تيزوالی کنټرول کوي.
علي وايي، د غنمو او نورو دانو اوړو کولو تاریخي طريقه د سیمې د بډای فرهنګي تاریخ نښه ده.
که څه هم د دې میکانیزم د پیړیو راهیسې بدل شوی نه دی، خو ځینې شیان بدل شوي دي.
علی وويل، د اوبو ټول ملونه د خيبر پښتونخوا د اوبو خور ادارې ملکیت دی، چې هغوی هر کال دا بریالي ټهيکه دارانو ته په اجاره ورکوي.
هغه وويل: "کله چې ما دا کار پيل کړو، زموږ د اوبو د مل کلنۍ اجاره ۱۲،۰۰۰ روپۍ ( ۱۲۰ امريکايي ډالره) وه." "سږکال ما دا اجاره په ۱۵۰،۰۰۰ روپۍ ( ۱،۵۰۰ امريکايي ډالره) ترلاسه کړه."
زه لاسي ژرندې ته اړتیا لرم، زه دا کوم ځای ترلاسه کولی شم؟
ځوابتبصرې 1