امنیت

د وسله والو نه د راجګال درې د پاکولو لپاره د پاکستان پوځ عمليات شروع کړل

د محمد آهل لخوا

د خیبر ایجنسی د اپریل په میاشت کې په دې تصوير کې ښودل شوې ده. پاکستاني پوځیانو خیبر-۴ عملیات پیل کړي چې د لرې راجګال سيمې نه وسله وال وشړي. [محمد آهل]

د خیبر ایجنسی د اپریل په میاشت کې په دې تصوير کې ښودل شوې ده. پاکستاني پوځیانو خیبر-۴ عملیات پیل کړي چې د لرې راجګال سيمې نه وسله وال وشړي. [محمد آهل]

پيښور -- د پاکستان پوځ د یکشنبی په ورځ ( د جولای په ۱۶مه) د خیبر ایجنسی په لرې راجګال دره کی خيبر-۴ عملیات پیل کړل چې دغه سيمه د ترهګرو د خوندي پټنځایونو نه پاکه کړي.

دا عملیات مختلف وسله والې ډلې د داعش او تحریک طالبان پاکستان په شمول په نښه کوي.

راجګال د خیبر په هغه وروستیو څو سیمو کې یوه سيمه ده کومه چې د تیرو کلونو عملیاتو وروسته د وسله والو نه پاکه شوې نه ده. راجګال د افغانستان سره پوله لري او د دې درې کنټرول وسله والو ته توان ورکوي چې د پولې د دواړو اړخونو ته تګ راتګ وکړي.

کاميابي به د ټولو په ګټه وي

تجزيه کاران وايي، که چیرې ځواکونه راجګال سیمه پاکه کړي، نو امنیتي ګټې به د فاټا د باقي سيمو او د ټولې خیبر پښتونخواه لپاره وي. هغوی زیاته یې کړه چې پوځیان د افغانستان په پوله باندې په یوې مهمې برخې باندې د وسله والو نفوز کمولی شي.

د پوځ ویاند جنرل آصف غفور د یکشنبې په ورځ د خیبر-۴ عملياتو پیلولو اعلان وکړو او هغه وويل چې راجګال په فاټا کې پاتې شوی د جګړې آخرنی مهم ميدان دی.

هغه زياته کړه، دا به د وخت نه مخکې خبره وې چې د عملياتو لپاره د وخت د چوکاټ اعلان وکړو. هغه زياته کړه چې دا د رد الفساد عملياتويوه برخه ده چې د فبرورۍ په مياشت کې پيل شوي ول.

غفور زياته کړه، د پاکستان پوځ افغان ځواکونو ته د خیبر-۴ عملياتو په اړه خبر ورکړی دی او امید لري چې د سرحدونو دواړو اړخونو ته همغږيز کوششونه به تښتیدونکي ترهګر ختم کړي.

تدریجي پرمختګ

په پيښور کې د فاټا یو تجزيه کار، حسین شهید سهروردي پاکستان فارورډ ته وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يو شمير عملیات چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې روان دي، په تدريجي ډول پرمختګ کوي. هغه زياته کړه چې خیبر-۴ عمليات به په خیبر ایجنسۍ کې د ترهګرو لپاره آخرنې وار وي.

پوځونو چې ضرب عضب او خیبر- ۱، ۲ او ۳ عمليات ترسره کوي د څو کلونو راهیسې د وسله والو سره جګړه کړې ده.

سهروردي وويل، راجګال مهمه سیمه ده ځکه چې وسله وال دا سيمه افغانستان ته د اوړيدلو لپاره استعمالوي. هغه زیاته کړه: "کله چې دا سرحدي پولې بندې شي، ترهګري به په ښه توګه کنټرول شي." هغه وويل چې راجګال د خیبرپښتونخوا او فاټا لپاره ګواښ دی.

د پاکستان د پوځ په وینا، ټوله خیبر ایجنسي پاکول د ۲۰۰۸ کال په پرتله يو ستر بدلون په ګوته کوي، کله چې د فاټا او خیبرپښتونخوا دریمه برخه د وسله والو تر کنټرول لاندې وه.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر، رستم شاه مومند، د فاټا د اهميت او د خیبر پښتونخوا لخوا د راجګال نه د وسله والو د شړلو سره موافقه کوي.

رستم شاه د خیبر-۴ عملياتو د بریالیتوب لپاره یو شمېر نور نظریات هم لرل، لکه په سیمه کې د نورې مبارزې یا استخباراتي عملیاتو پیلولو نه مخکې ملکي حکومتداري پیاوړي کول او د قومونو سره مشوره کول.

قبايلي غړي د عملیاتو ستاينه کوي

د پاکستان مختلفو قبیلو غړو چې د پاکستان فارورډ سره یې خبرې کولې د خیبر-۴ ډیره ستاینه وکړه.

په لنډي کوتل کې يو قبايلي خبریال علي شینوارې پاکستان فارورډ ته وویل، "که [وسله وال] شکست ومومي، نو دوی به د پولې هاخوا اوړي." "کله چې دوی د خپلو پټنځايونو نه راوځي نو دوی په آسانۍ سره په نښه کیدی شي."

په پيښور کې په کارخانو بازار کې يو هټیوال، رجب ګل افریدي، وویل، د خیبر قبایل به د هغه هر ډول عملياتو ملاتړ کوي کوم چې سوله رامنځته کوي. هغه وویل: "موږ ډیر زیان ترلاسه کړی دی." "د دې جنګ تقریبا یوه عشره وشوه."

عاشق شينواری چې د خیبر ایجنسی په پوله باندې په کارخانو مارکيټ کې د کاسميټيکس دوکان چلوي، وویل: "موږ هغوی د راجګال نه شړل غواړو." "موږ ته د نورې وینې تويولو ضرورت نشته."

رجب علی چې د تيره درې نه پیښور ته وتښتيدو او اوس ميوې خرڅوي، وویل: "زه په اوو کلونو کې خپل کلي ته د دې ترهګرو له امله تلی نه يم."

هغه وویل: "زه به خوشحاله شم که چيرې دوی د خپلو وروستیو پټنځایونو نه وشړلی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500