تروريزم

د پاړه چنار اوسيدونکي د وسله والو خلاف متحد دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پاکستان کې د مدني ټولنې فعالین په ۱ جولای په لاهور کې په دې وروستيو کې د پاړه چنار د تروریستي بریدونو خلاف احتجاج کوي. پاکستان د جون په ۲۳ مه په قبايلي سيمو کې وروسته له هغې امنيت لوړ کړو کله چې په پاړه چنار کې د ګڼې ګوڼې په یو مارکيټ کې دوه چاودنې رامنځته شوې. [عارف علی/ ای ايف پي]

په پاکستان کې د مدني ټولنې فعالین په ۱ جولای په لاهور کې په دې وروستيو کې د پاړه چنار د تروریستي بریدونو خلاف احتجاج کوي. پاکستان د جون په ۲۳ مه په قبايلي سيمو کې وروسته له هغې امنيت لوړ کړو کله چې په پاړه چنار کې د ګڼې ګوڼې په یو مارکيټ کې دوه چاودنې رامنځته شوې. [عارف علی/ ای ايف پي]

پیښور -- د وروستیو تروریستي بمې چاودنو لخوا د ځپل کيدو نه وروسته، د پاړه چنار، کرم ايجنسۍ اوسیدونکي وایي چې د دوی حوصله لوړه ده او دوی ژمنه لري چې سوله رامنځته کړي.

د ځايي راپورونو له مخې، دوه پر له پسي چاودنې د ګڼې ګوڼې په توري مارکيټ کې د جون په ۲۳مه هغه وخت رامنځته شوې کله چې خلکو د کوچني اختر د لمانځلو لپاره خريداري کوله. په دغه بريد کې، چې لشکر جهنګوی يې ذمه واري منلې وه، لږترلږه ۷۲ کسان ووژل شول.

د دغې پيښې نه مخکې، د مارچ په ۳۱ مه د ښار په بل بازار کې د طالبانو يو موټر بم وچاودیدو، چې لږ ترلږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول، او د جنورۍ په ۲۱مه ترهګرو د سبزۍ مارکیټ په نښه کړو چې لږ ترلږه ۲۴ کسان په کې ووژل شول.

د پاړه چنار يو اوسیدونکي، شوکت حسين، ۳۰ کلن، پاکستان فارورډ ته د وروستي برید وروسته د هغه ويرې په اړه وویل کوم چې هغه وليدله.

يو ايمبولينس وروسته له هغې قربانيان وړي کله چې د پاړه چنار په يو مارکيټ کې د جون په ۲۳مه دوه چاودنې رامنځته شوې. په دغه پيښه کې لږترلږه ۷۲ کسان ووژل شول. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

يو ايمبولينس وروسته له هغې قربانيان وړي کله چې د پاړه چنار په يو مارکيټ کې د جون په ۲۳مه دوه چاودنې رامنځته شوې. په دغه پيښه کې لږترلږه ۷۲ کسان ووژل شول. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

هغه وويل: "ما په دغه ځای کې په وينو کې لت پت او زخمي لاشونه وليدل. "کله چې زه د [لومړې] چاودنې ځای ته لاړم، په يو څو منټونو کې یوه بلې پیاوړی چاودنې ټول مارکیټ ولړځوو."

شوکت، چې په پېښور کې په لیډي ریډنګ هسپتال کې پروت دی او په پښو يې پټۍ لګيدلي دي، وويل چې ترهګر به هیڅکله د پاړه چنار په سیمه کې پاتې نه شي، کوم ځای چې د شیعه ګانو يوه لويه ټولنه شتون لري. هغه وويل، په پاړه چنار کې د ټولو مکتبه فکر استازي د هغو کسانو په وړاندې متحد دي کوم چې د فرقې يي تقسيم زياتولو کوشش کوي.

شوکت، د سکول يو استاد، چې په دغه وخت په بازار کې د خپلې مور لپاره دوايي اخیستله، دغه برید د بې غيرتۍ په نوم یاد کړو.

هغه زیاته کړه، "ترهګر دا غلط خيال لري چې دوی خلک ویرولی شي، [خو] د ترهګرۍ په وړاندې مزاحمت په چټکې سره زیات شوی دی." افراطیان خلک مجبورولی نه شي چې هغوی ته تسلیم شي.

یو پياوړی اتحاد

د شوکت ورور، شاکر حسين وايي، د پاړه چنار اوسيدونکو پخوا هم د اورپکۍ غندنه کړې وه او بيا چمتو دي چې دغه کار بيا وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د خلکو ترمنځ یو پياوړی یووالی یوه مظبوطه دفاع ده چې د ترهګرۍ هر ډول هڅې به ناکامه کړي."

هغه وويل، خلک پوهه او چمتو دي چې د بې ګناه خلکو د وينو تويولو لپاره سازشونو ناکامه کړي.

د توري مارکيټ له چاودنې وروسته، اوسيدونکو د چاودنې ځای ته نږدې د اتو ورځو لپاره مظاهره وکړه چې د ترهګرۍ په وړاندې د يووالي پيغام ورسوي.

د مظاهره کوونکو په ځواب کې، د پاکستان ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جون په ۳۰ مه د اپر کرم ايجنسۍ هيډکوارټر لیدنه وکړه او د پاړه چنار لپاره يې د اضافي امنیتي تدابیرو اعلان وکړو، چې په دې کې د خوندي ښار پروجيکټ پیلول شامل دي.

د فرقه واريت غندنه کول

رضوان علي، د پاړه چنار اوسيدونکی چې په پېښور يونيورسټۍ کې تعليم ترلاسه کوي، وویل: په پاړه چنار کې د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ بشپړ یووالی شتون لري او ترهګر دا ماتولی نه شي.

هغه د هسپتال سرچینو ته په اشاره سره پاکستان فارورډ ته وویل: "د دغه بریدونو د نږدې ۴۰ شیعه ګانو زخميانو علاج په پېښور کې سني ډاکټرانو کړی وو." "هغه وینې چې ۲۱ مريضانو ته منتقل شوې د سني کسانو وه، چې دا د یووالي یو روښانه مثال دی."

د ايل آر ايچ ډايريکټر، ډاکټر خالد مسعود، وویل، د پیښور اوسيدونکو نه یوازې د وینې مرسته کړې بلکې په هسپتال کې يې بچ پاتې شوي کسانو ته په کور کې جوړ شوی خوراک هم ورکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا يوه لويه جذبه ده. هغه زياته کړه چې ځايي خلکو د پاړه چنار ناروغانو او د هغوى کورنيو ته د اختر لپاره چندې او ډالۍ ورکړې.

رسول خان چې د پاړه چنار یو شیعه دی او د تیرو دریو عشرو راهیسې په پېښور کې میشت دی، وويل چې هغه ډیر سني دوستان لري.

هغه وويل: "موږ د اختر او نورو جشنونو په موقع د ډالو او خوراک تبادله کوو. موږ په ورته مارکيټ کې کار کوو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ځيني عناصر، چې پټ مفادات لري، غواړي چې د سنيانو سره زموږ اړیکې ختم کړي، خو داسې کار به هیڅ کله ترسره نه شي."

د ترهګرۍ خلاف مزاحمت کول

په پيښور کې د امنيتي چارو شنونکي خادم حسين د پاړه چنار د اوسيدونکو ستاينه وکړه چې دوی د تروريستانو خلاف د سخت مزاحمت او بهادرۍ څرګندونه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په تیرو وختونو کې، شیعه وګړو د [افراطيانو] د ننوتلو مخه ونیوله کومو چې ترهګري او ویره خپرول غوښتل."

هغه وويل: "نه يوازې شيعه، بلکې سني هم د ياغيانو نه تنګ راغلي دي او غواړي چې يو اتحاد جوړ کړي چې د تل لپاره هغوی ختم کړي."

هغه وويل، وروستي بريدونه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سولې د کار لپاره په ملي ارادې باندې اثر ونه کړي. هغه زياته کړه، خلک نور د ترهګرو سره د مقابلې کولو نه نه ويريږي.

په پیښور کې میا افتخار حسین، چې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر دی، د جولای په ۴ مه د پاړه چنار ليدنه وکړه چې د قربانيانو او د هغوی د کورنیو سره د یووالي څرګندونه وکړي.

هغه وويل، هغه د اوسيدونکو د زړورتوب نه ډير زيات متاثره شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا یوه لویه نښه ده چې خلک د ترهګر نه نه ډاريږي او چمتو دي چې د تل پاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

هغه وويل: "ترهګر د هيڅ رحم مستحق نه دي." "موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په بشپړه توګه ګامونه پورته کړي او خلکو ته ذهنې سکون برابر کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500