تروريزم

د سيند امنیتي چارواکي د تروریزم د مخنیوي لپاره د يونيورسټو سره کار کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د سيند پولیسو د تروریزم ضد ادارې چارواکي د جولای په ۱۲مه په کراچۍ کې د صوبې د ۴۰ يونيورسټو د استازو سره مشوره کوي. ګډونوالو د يونيورسټۍ په طالب علمانو کې د اورپکۍ سره د مبارزې لپاره د لارو چارو په اړه خبرې وکړې. [ضیاء الرحمان]

د سيند پولیسو د تروریزم ضد ادارې چارواکي د جولای په ۱۲مه په کراچۍ کې د صوبې د ۴۰ يونيورسټو د استازو سره مشوره کوي. ګډونوالو د يونيورسټۍ په طالب علمانو کې د اورپکۍ سره د مبارزې لپاره د لارو چارو په اړه خبرې وکړې. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په ځوانانو کې، چې په تعليمي ادارو کې تعليم ترلاسه کوي، د اورپکۍ په اړه د اندیښنې له کبله د سيند قانون پلي کونکي ادارو په سيند صوبه کې د يونيورسټو د چارواکو سره کار پيل کړی دی چې د دې مسلې حل راوباسي.

وايس چانسلران او د صوبې د پبلک او پرايويټ دواړو ۴۰ يونيورسټو استازو، د پوليسو په صوبايي هيډ کوارټر کې د ترهګرۍ پر پرضد د مبارزې ادارې د چارواکو سره د جولای په ۱۲مه ليدنه وکړه چې په کيمپسونو کې د اورپکۍ احتمالي خپریدو او د دې سره د مبارزې لپاره په لارو چارو بحث وکړي.

د سي ټي ډي ثناء الله عباسي په مشرۍ کې د غونډې ګډونوالو د همغږۍ او پیاوړي پالیسۍ لپاره موافقه وکړه چې په تعليمي ادارو کې افراطیت کم کړي او د يونيورسټو او قانون پلي کونکو ادارو ترمنځ یې د ګډې تګلارې لپاره غږ وکړو.

وسله وال ځوانان په نښه کوي

په صوبه کې په روانه مبارزه کې د طالبانو نيټ ورکونه د دړې وړې کولو نه وروسته، د قانون پلي کونکي ادارې د یو لوړیدونکي خطر -- په تخريبي فعاليتونو کې د تعلیمي ځوانانو ښکیلتیا -- سره مقابله کوي.

د سي ټي ډي يو سينير چارواکي، عمر شاهد حامد، پاکستان فارورډ ته وویل، "د نیول شوي وسله والو تحقیقاتو ښودلې چې د ترهګرۍ تنظیمونه د هیواد په مخکښو يونيورسټو کې فعال دي." "دا وجه ده چې موږ د يونيورسټو د چارواکو سره غونډه وکړه چې د خطرناک ګواښ مخنیوی وکړو."

په دې غونډه کې د سي ټي ډي افسرانو د سعد عزيز او د نورين لغاري کيسونو په اړه خبرې اترې وکړې.دغه دواړه طالب علمان په دې وروستیو کې وروسته له هغې ونیول شول کله چې دوی افراطيت قبول کړو او په تروریستي اعمالو کې ښکیل شول.

عزيز په کراچۍ کې د بزنس ايډمنسټريشن انسټيټيوټ طالب علم وو. هغه د داعش نه متاثره شو او د یوې سیمه ایزې ډلې سره يو ځای شو.

۲۷ کلن عزيز په کراچۍ کې په ډېرو ترهګريزو فعاليتونو کې د ښکيلتيا اعتراف وکړو، په دغه فعالیتونو کې د ۲۰۱۵ کال په مۍ کې په صفورا ګوټ نيبر هوډ کې د اسماعيلي ټولنې د ۴۵ غړو وژل او د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې د سماجي کارکوونکي او د بشري حقونو فعالې، سبين محمود وژل شامل ول.

يو عدالت هغه ته د می په میاشت کې د مرګ سزا واوروله. هغه په حراست کې دی.

لغاري، ۲۰ کلنه، چې په جمشورو ډسټرکټ کې د طب او روغتیا ساینسونو لیاقت يونيورسټۍ کې طالب علمه وه، د قانون پلي کونکو پرسونلو سره په ډزو کې په لاهور کې د اپریل په میاشت کې ونیولی شوه.

د يوې انټرويو، چې په ځايي تلويزيون باندې خپره شوه، له مخې، لغاري اعتراف وکړو چې هغه لاهور ته د دې لپاره لاړه چې د ایسټر په دوران کې په يو چرچ باندې ځانمرګي حمله وکړي.

په خوشبختۍ سره، امنیتي ځواکونو د هغې په کور باندې چېرې چې هغه او د هغې ملګري پاتې کيدل چاپه ووهله او يو ترهګر علي طارق يې ووژلو او د برید مخه يې ونيوله.

چارواکي وايي چې لغاري له دهوکه ورکړل شوې وه او هغه د حراست نه ازاده کړی شوه. هغې د می په ۸ مه خبریالانو ته وویل چې هغه د سوشل میډیا له لارې د داعش د ګومارونکو ښکار شوه. .

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور وويل، هغه هيله لري چې د لغاري تجربه به د نورو لپاره عبرت وي. هغه وويل: "دغه شان، په ځوان نسل او والدينو او همدارنګه په ادارو کې به پوهاوې رامنځته شي."

يو خطرناک رجحان

څارونکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ وړاندې شوي دوه کيسونه یو رجحان څرګندوي.

په اسلام اباد کې د امنيت تهينک ټينک، د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ ډايريکټر، محمد امیر رانا، وويل، د نړیوال تروریزم نيټ ورک سره تړاو لرونکي افراطي عناصر تعليمي ادارې په نښه کوي چې شتمن ځوانان بهرتي کړي.

رانا د بنسټپالو زده کونکو په اړه پاکستان فارورډ ته وویل: "دوی پخپله جوړ شوي بنياد پرست دي کوم چې په بنيادي توګه د وسله والو د ایډیالوژۍ نه متاثره شوي دي او په رسمي توګه د ځايي یا نړیوال وسله وال نيټ ورک سره تړاو نه لري."

د يونيورسټۍ استازو په کیمپس کې د اورپکۍ د زیاتیدونکي ګواښ په اړه په خپلو نظرونه باندې خبرې وکړې او د دې رجحان د مخنيوي لپاره يې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

يو شمير يونيورسټو له مخکې نه ګامونه پورته کړي دي چې د اورپکۍ د ګواښ سره مبارزه وکړي.

د مثال په توګه، په شهید بینظیر آباد ډسټرکټ کې د شهید بينظیر بهټو يونيورسټۍ وروسته له هغې د څارنې يو ټيم جوړ کړو کله چې په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول باندې بريد وشو او د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او ښوونکي په کې ووژل شول.

د يونيورسټۍ د مالي چارو ډايريکټر، روشن علي سیال پاکستان فارورډ ته وویل: "د [څارنې] ټیم په طالب علمانو کې د افراطیت د رجحانونو څارنه کوي او د والدينو سره مشوره کوي که چیرې دوی په يو طالب علم کې عجيب چلند ومومي."

که څه هم، د يونيورسټو ځینو چارواکو وویل، اضافي ټريننګ پکار دی چې دا د کارکونکو سره د احتمالي افراطیت د رجحانونه په ګوته کولو کې مرسته وکړي.

په کراچۍ کې د انجنیرينګ او ټیکنالوژۍ نيډ يونيورسټۍ ډين محمد طفيل وویل، ښوونکي او کارکوونکي د عسکرو د مخنیوي لپاره روزل شوي نه دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خو موږ د قانون پلي کونکو ادارو سره په تعليمي ادارو کې د افراطیت د مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژۍ په جوړولو کې همکاري کولو ته چمتو یو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جناب ډير ښه

ځواب