روغتیا

پاکستان پلان لري چې د آبادۍ د ودې مخه د ۵۰ فيصده د حمل کنټرولولو طریقو سره ونیسي

پاکستان فارورډ

د پاکستان رضاکاران، د صحت کارکونکي او حکومتي چارواکي د جولای په ۱۱مه د نړۍ د نفوس په ورځ په یوې غونډه کې برخه اخلي. پاکستان تمه لري چې له ۱۹۹۸ وروسته سرشمیرنې به نږدې ۲۰۰ ميليونه آبادي وښيي، چې دا په ۱۹۹۸ کې د ۱۳۵ میلیونو نه زياته ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

د پاکستان رضاکاران، د صحت کارکونکي او حکومتي چارواکي د جولای په ۱۱مه د نړۍ د نفوس په ورځ په یوې غونډه کې برخه اخلي. پاکستان تمه لري چې له ۱۹۹۸ وروسته سرشمیرنې به نږدې ۲۰۰ ميليونه آبادي وښيي، چې دا په ۱۹۹۸ کې د ۱۳۵ میلیونو نه زياته ده. [آصف حسن / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان د صحت وزیر، سایره افضل تارړ، وویل، پاکستان غواړي چې په راتلونکې درې کلونو کې د حمل کنټرولولو طريقو استعمالول لږترلږه ۵۰ فيصده لوړ کړي چې د هيواد په تيزۍ سره زياتيدونکې آبادۍ په کنټرولولو کې مرسته وکړي.

څارونکو خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان زياته آبادي د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي، په یو ځوان هیواد کې مهم وسايل استعمالوي چيرې چې روزګار کم دی او نږدې ۶۰ میلیونه خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي.

تارړ د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۱۱مه) په اسلام آباد کې د ورلډ پاپوليشن ډی لمانځلو په موقع ګډون کونکو ته وويل، د حمل د کنټرولولو کچه، او يا د هغه ښحو فيصدي کوم چې د حمل د ضايع کولو لپاره طريقې استعمالوي او يا د هغوی جنسي شریکان دغه طريقې استعمالوي، نږدې ۳۵ فيصده ده.

د وزارت د يو بيان له مخې، تارړ وويل، "زمونږ حکومت په بشپړه توګه دا خبره مني چې د دوام، د موسم بدلون، د ښځو د واک مسلې د آبادۍ سره تړل شوي دي او زموږ تمرکز ته اړتيا لري."

هغې وويل: پاکستانيانو ته به د حمل کنټرولولو لپاره د يو ښه طريقه کار له لارې زياتې موقعې، ښه مشورې او د اوږدې مودې لپاره موثره طريقې ورکړل شي."

ډيره زياته آبادي

د نړیوال بينک او د حکومتي ارقامو له مخې، پاکستان په جنوبي ايشيا کې د زېږېدنې لوړه کچه لري، چې هره يوه ښځه درې ماشومان لري.

په هیواد کې جنسي تعلیم شتون نه لري او کارپوهانو د اوږدې مودې راهیسې د پوهاوي رامنځته کولو، د حمل کنټرولو لپاره طريقو ته لاس رسي او د میرمنو د پیاوړتیا لپاره غوښتنه کړې ده چې هغوی په خپله د تولیدې طريقو انتخاب وکړي.

د نړیوال بينک له مخې، د حمل کنټرولولو طريقو استعمال ۵۰ فيصده لوړول به دا یوازې د ګاونډي انډيا نه لاندې کړي، چې د هغې کچه ۵۳.۵ فيصده ده.

پاکستان اوس مهال په دوو لسیزو کې د لومړي سرشمیرنې نتيجو انتظار کوي خو تارړ وويل چې آبادي په ۱۹۹۸ کال کې د ۱۱۰ ميليونو نه زياته شوې ده. دا به ۲۰۱۷ کال کې د ۱۹۰ميليونو نه زياته وي.

د ډیموګرافرانو په وینا، تمه کيږي چې دا سرشمیرنې به د آبادۍ زياته وده په ګوته کړي.

فيملي پلاننګ ته وده ورکول

د پاکستان د کليو د پراختيا فاونډيشن يو سماجي فعال نوين بي بي وويل، فيملي پلاننګ د پرمختګ يو مهم فکتور دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ له پکار ده چې د آبادۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د طریقو او وسیلو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړو."

هغې وويل: "د فيملي پلاننګ مانا د ماشومانو د توليد مخنيوی نه دی، بلکې موږ له پکار ده چې د پيدايش په منځ کې په وقفې کولو باندې زور ورکړو چې د آبادۍ مخنيوی او همدارنګه د مور او د هغې د نوي زېږېدلي ماشومانو صحت يقيني کړو."

د پيښور د ډسټرکټ مشر قاري روح الله مدني هم د آبادۍ د کنټرولولو د تدابیرو یو مهم ملاتړی دی، او وایي چې کورنۍ بايد کوچني وي چې د ماشومانو تعليم او صحت يقيني کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اسلام ته د تعليم يافته خلکو ضرورت دی." هغه زياته کړه، "زموږ دین د خلکو په تعلیم باندې زور ورکوي چې دوی د دین په باره کې تعليم ترلاسه کړي او دا زده کړي چې څنګه به د اسلام د تعلیماتو سره سم ژودند وکړي."

مدني وويل، مذهبي عالمان د آبادۍ د کنټرولولو په باره کې د خلکو د زده کړې په برخه کې مهم رول لوبولی شي. دا به د لوږې او بې کورۍ مخنيوی وکړي.

هغه وويل، "د دې مقصد لپاره، موږ د آبادۍ د ودې د کمولو لپاره د خپل حکومت او مدني ټولنو تنظيمونو د کوششونو سره په بشپړه توګه مرسته کوو."

هغه زیاته کړه: "د حمل کنټرولول د وړو او خوشحاله کورنیو لپاره غوره لاره ده."

د خیبر پښتونخواه د صحت ډايريکټر جنرل ډاکټر شبينه رضا وويل، د خیبر پښتونخواه حکومت په منظم ډول د يوې اجنډې پيروي کوي چې د زياتيدونکی آبادۍ سره مقابله وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "په هسپتالونو کې زموږ ښځینه کارکونکي د بچو راوړلو په منځ کې د وقفې په اړه وړیا مشوره ورکوي ځکه چې دا د آبادۍ د ودې د کنټرولولو لپاره غوره لاره ده."

هغې وويل: "موږ د اين جي اوز او ديني مشرانو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی چې په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي چې په اسلام کې د آبادۍ د کنټرولولو د ميتودونو اجازت شته." "زموږ هېواد ته د خوشحاله کورنۍ او د ملت د پرمختګ لپاره د آبادۍ د کنټرولولو د تدابیرو ضرورت دی."

[د پېښور نه اشفاق یوسفزۍ په دې راپور کې برخه اخیستې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

:زه

ځواب