امنیت

په خیبر پښتونخواه کې سیاحت د ښه امنیت له کبله ښه کیږي

د جاويد خان لخوا

د سیاحت پولیس د جون په ۲۸ مه ملاکنډ ډويژن ته په راتلو سيلانيانو ته هرکلی کوي. سیلانيان د امنیت ښه کیدو څخه وروسته خیبر پښتونخواه ته بیرته راستانه کیږي. [جاوید خان]

د سیاحت پولیس د جون په ۲۸ مه ملاکنډ ډويژن ته په راتلو سيلانيانو ته هرکلی کوي. سیلانيان د امنیت ښه کیدو څخه وروسته خیبر پښتونخواه ته بیرته راستانه کیږي. [جاوید خان]

پیښور -- چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخواه د هزاره او مالاکند ډويژنونو په ښکلي غرونو کې سياحت وده کوي، چې دا د قانون او نظم د ښه والي نښه ده.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د جون په ۳۰ مه اعلان وکړو چې د جون د میاشتې په وروستۍ هفته کې، د اختر په چهټيانو کې، د ۳ ملیونو نه زيات سیلانیانو د ګلیات، کاغان، ناران، کومراټ، سوات، چترال او نورو سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه.

په دغو ښارګوټو کې، چې د جهيلونو او سیندونو نه ډک دي او د ښکلی غرونو او شنه غرونو په شاوخوا کې شتون لري، درجه حرارت د هيواد د نورو برخو، چيرې چې درجه حرارت ۴۵ سنټي ګريډ ته رسيږي، په پرتله ښه وي.

يو وقف شوی پولیس ځواک

د امنیت يقيني کولو او سيلانيانو سره د مرستې لپاره، پولیسو د هزارې ډويژن په ایبټ آباد او مانسهره ډسټرکټونو او د ملاکنډ ډويژن په سوات او اپر دير ډسټرکټونو کې د سیاحت پولیسو ځانګړی ځواک تعينات کړو.

د سياحت پوليس په سوات کې د جون په ۲۸ مه د تصوير لپاره پوز جوړوي. د ۵۰ غړو ځواک د سیلانیانو سره مرسته کوي او د هغوی ساتنه کوي. [جاوید خان]

د سياحت پوليس په سوات کې د جون په ۲۸ مه د تصوير لپاره پوز جوړوي. د ۵۰ غړو ځواک د سیلانیانو سره مرسته کوي او د هغوی ساتنه کوي. [جاوید خان]

د سوات د ډسټرکټ د پولیسو افسر اعجاز احمد پاکستان فارورډ ته وويل، د اختر نه وروسته، سوات ته نږدې یو ملیونه سيلانيان راغلل، او په ټول هيواد کې د زيات درجه حرارت نه وروسته په لسګونه زره نور کالام، بحرین، مدین او مالم جبې ته راروان دي."

هغه وويل، د سياحت پوليس د سوات ښار ته د زيات شمېر ميلمنو سره د مرستې لپاره چمتو دي.

هغه وويل: "د امنيت او ټرافيکي مدیریت لپاره په سلګونو پولیسانو د تعينات کولو نه علاوه، موږ سیلانيانو ته د هرکلي کولو او د هغوی سره د مرستې لپاره د ۲۵ موټرسايکلونو سره د ۵۰ کسانو ډله وقف کړې ده."

د سيلانيانو زياته شمیره

د څو کلونو راهیسې، د پاکستان په نورو برخو کې د داخلي بی ځایه شوي وګړو په توګه ژوند کولو نه وروسته، د سوات ډسټرکټ اوسیدونکي د امنیت او اقتصادي فعالیتونو نه مزه اخلي.

اشرف الدين، چې د کالام اوسېدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ سږکال په سوات کې د سولې په مکمله توګه د بحالۍ وروسته د سیلانيانو تر ټولو زيات شمير لرو."

په ځايي ځایونو هوټلونو کې ټولې کمرې د اختر په لومړۍ هفته کې بک شوې وې او ډیرې کورنیو د کرایې په خیمو کې شپې تیرې کړې.

دين وويل: "د سياحت د صنعت سره اړوند په زرګونو خلک خوشحاله دي چې هغوی د سولې د بيا بحالۍ وروسته داسې زيات شمير سيالانيان وليدل."

د پېښور یو اوسيدونکی، صفیر خان چې په کالام کې يې د جون د ۲۸مې نيټې نه درې شپې تیرې کړې، وويل، "ټول هوټلونه تراوسه پوری بک شوي دي، او د ګاډو زيات شمير کالام ته د يو روډ له لارې داخليږي کوم چې کالام د مينګورې سره یوځای کوي."

هغه وويل، د سيلانيانو د زياتوالي له امله، د کالام نه مينګورې ته په سفر ۱۴ ګهنټې وخت ولګيدو، يو داسې سفر چې معمولا پنځه ګهنټې اخلي.

د نورو انتظاماتو نه علاوه، د خیبرپښتونخوا د سياحت ادارې په ټهنډياني، شوګران او نورو هغه ښایسته سیمو کې چې هوټلونه نه لري، کیمپونه جوړ کړي دي.

ډير ښه هرکلی

د هزارې د ځايي پولیسو افسر محمد سعید وزیر پاکستان فارورډ ته وویل، "پولیس افسران او د هغوی ماتحت چارواکو ایبټ آباد او مانسهرې ته په رارسیدو سره کورنیو او ماشومانو ته د جوس، د اوبو بوتلونو، چاکلیټونو، خواږه او بسکوټونو سره هرکلی وکړو."

هغه وويل، په ټولو سياحتي سيمو کې امنيت زيات کړی شوی دی.

وزير وويل: "سږکال په هزاره کې د سيلانيانو شمېر ډير ښه دی او مونږ به په پاکستان کې سياحت ته يقيني وده ورکړو."

هارون شاه، چې په هزاره کې يو انتظامي چارواکی دی، وويل، "موږ اندازه ولګوله چې د ۲ میلیونو نه زياتو سيلانيانو د جون د ۲۶ نيټې راهیسې د کاغان، ناران، شوګران، ګلیاتو او د هزارې د نورو سيمو لیدنه وکړه."

هغه وويل، پوليس، د سياحت اداره، انتظاميه او نور اړوند کسانو د سيلانيانو د اسانتيا لپاره ښه انتظامات کړي دي.

شاه وويل: "سيلانيانو د اګست په مياشت کې هزارې ته ځي، نو له دې کبله موږ د ځايي سياحت لپاره د ښه کال تمه کوو."

په تیر وخت کې، ډیر سیلانیان د ناامنۍ له امله د سوات او هزارې د برخو لیدل نه غوښتل. اوس حالات بدل شوي دي.

د پېښور یوې اوسيدونکي، ماریه خان، چې په کالام کې يې درې ورځتې چهټي تيره کړه، وویل، "په زرګونو کورنۍ د ښه امنيت نه وروسته د سيند، پنجاب، بلوچستان او حتی چې د بهر د مختلفو ښارونو نه راځي."

هغې وويل، ځايي خلکو سيلانيانو ته د سړک په غاړه اوبه او نور څښاک ورکړل، چې د روايتي پښتنو ميلمستيا يې څرګنده کړه.

خان وويل: "کورنۍ ډېرې زياته خوشحاله وې ځکه چې په سيمه کې د يو ځای نه هم د اوږدی مودې راهیسې د هيڅ يوې ناوړه پښې په باره کې راپور نه دى خپور شوى." نوموړي زياته کړه، ښه قانون او نظم به په راتلونکو کلونو کې په زرګونو نورې کورنۍ راجلب کړي.

د ګرمۍ جشنونه او نور پرمختګونه

حکومت د سياحت لپاره د یوشمیر جشنونو انتظامات کړي دي. يو فسټیول د جولای په لومړۍ هفته کې د اپر دير په کمراټ دره کې ترسره شو، په داسې حال کې چې د شندور فیسټیوال په چترال کې د جولای په آخرنۍ هفته کې ټاکل شوی دی.

د کورنیو لپاره د ګرمۍ نور ښه فسټیولونه په کالام او مالم جبه کې ټاکل شوي دي. دا معمولا د اګست په میاشت کې ترسره کیږي.

خان وویل، د راتلونکي ګام په توګه، د خیبرپښتونخوا او وفاقي حکومتونه باید د سړکونو او نورو تاسیساتو په ښه کولو تمرکز وکړي.

هغې وویل: "په هزاره کې سړکونه ښه دي، خو هغه سړکونه چې کالام، مالم جبې، کومراټ او چترال ته ځي باید ښه کړی شي."

د چارواکو له مخې، د حسن ابدال نه ایبټ آباد ته په موټروې باندې کار روان دی، او چې کله دا مکمل شي، دا به د هزارې او پاتې پاکستان تر منځ غوره اړیکه برابره کړي.

د صوابۍ نه سوات ته په موټروی کار روان دی. کله چې دا مکمل شي، نو دا به د ملاکند ډویژن او پیښور یا اسلام آباد ترمنځ سفر کم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام عليکم جناب! زما نوم شعيب اقبال دی او زه د لاهور يونيورسټۍ نه ايم پل کوم. زه غواړم چې په سوات کې په ايکو ټورزم باندې خپله مقاله وليکم، خو د هغې لپاره د ډيټا ضرورت دی چې ستاسو په مهربانۍ سره ممکنه ده. جناب تاسو ماته لاندې ورکړل شوې ډيټا راکړئ: ۱. څومره سیلانيان د ټولې نړۍ او پاکستان د مختلفو ښارونو نه سوات ته راځي؟ ۲. څومره سيلانيان د بهرني هيوادونو نه راځي؟ ۳. د ښار پر بنسټ معلومات پکار دي. زما مطلب دا دی چې سوات ته د هر يو ښار نه څومره خلک راځي. ۴. که چيرې تاسو د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د سيلانيانو په اړه معلومات لرئ، نو دا به زما سره ډيره مرسته وکړي. ستاسو مننه ستاسو تابعدار

ځواب

هو

ځواب

د ټرافیک پولیس

ځواب

ښه کار. دوام ورکړئ. ډير ښه. او د ښه خدمت لپاره مننه. # پي ټي آی # عمران خان.

ځواب

هو

ځواب

د دې مقالې لوستلو سره ډير خوشحاله شوم خیبر پښتونخوا يو خصوصيت لري چې نه يوازې د پاکستان نه په ملیونو خلک بلکې بهرنيان هم راجلب کوي. لکه هنزا/ ګلګت د يوې مودې راهیسې دا کار ترسره کوي. زه په عمران خان او د هغه په حکومت باندې فخر کوم. زه د چتراله پورې مناسب سړک غواړم چې زيات شمير سيلانيان د دغه ځای د پټې ښکلا ليدنه او کتنه وکړي. د کالاش دره هم په چترال کې د پټې ښکلا يو بل مثال دی.

ځواب

دا د خیبر پښتونخوا د حکومت ډير ښه کار دی. ۱. مهرباني وکړئ په بنيادي ضرورتونو باندې تمرکز وکړئ لکه د بېوزلو لپاره طبي سهولتونه (هسپتالونه). ۲. هر ماشوم ته د بنيادي تعليم ورکولو سره د عام کس د حقونو په باره کې پوهاوي رامنځته کول. په پرمختللي هیوادونو کې یو ماشوم پوهیږي. مننه. دغسې دوام ورکړئ.

ځواب

دا حيرانوونکي خبره ده چې د کی پي کې پولیس د خلکو سره مرسته کوي. دوی بااخلاقه، خاکساره او خيال ساتونکي دي. ما د نورو ولایتونو په پولیسو کې داسې ډول انصاف نه دی لیدلی. عمران خان او د هغه ټيم ته شاباش.

ځواب

عمران خان د پارټو د هغه کسانو نه ځان ساته کوم چې ستا سره يوځای کیدل غواړي. (ډير زيات ځان ساته).

ځواب

ډير ښه. مهرباني وکړئ سړکونه ښه کړئ چې سيلانيان په آسانۍ او حفاظت سره خپل مقام ته ورسيږي. خيبر پښتونخوا حتی چې د ځايي سيلانيانو نه زياته آمدني پيدا کولی شي.

ځواب

دا په زړه ډیر اثر کوي. ډيره ښه زما زمريه. زه په عمران خان فخر کوم. دا ستا نه بغير ممکن نه وه.

ځواب