امنیت

د پاكستان پوځ د پاړه چنار لپاره د خوندي ښار پروژې اعلان وكړو

د محمد آهل لخوا

د جون په ۳۰ مه د پاکستان د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د کرم ایجنسۍ په پاړه چنار کې د قبايلي مشرانو سره ليدنه کوي. باجوه د وروستي تروریزم بریدونو په اړه د مشرانو اندیښنې واوریدلې او د امنیت د ښه کولو لپاره یې د اضافي تدابیرو اعلان وکړو. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر نه په مننه]

د جون په ۳۰ مه د پاکستان د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د کرم ایجنسۍ په پاړه چنار کې د قبايلي مشرانو سره ليدنه کوي. باجوه د وروستي تروریزم بریدونو په اړه د مشرانو اندیښنې واوریدلې او د امنیت د ښه کولو لپاره یې د اضافي تدابیرو اعلان وکړو. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر نه په مننه]

پيښور -- قبايل د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار کې د حکومت د فېصلې هرکلى کوي چې په فاټا کې د ترهګرۍ ځپلي ښار ته د خوندي ښار پروژه راوړي.

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جون په ۳۰ مه مه د کرم ایجنسۍ هيډکوارټر ته د سفر په دوران کې د اضافي امنیتي تدابیرو اعلان وکړو.

د باجوه ویزټ یوه هفته وروسته له هغې رامنځته شو کله چې د پاړه چنار د ګڼې ګوڼې په توري مارکيټ کې غبرګ چاودنې هغه وخت رامنځته شوې کله چې خلکو د جون په ۲۳ مه د وړووکې اختر لپاره خريداري کوله. د ځايي خبرونو راپورونو له مخې، په دغه بريد کې لږترلږه ۷۲ کسان وژل شوي ول.

د پېښې نه مخکې، د مارچ په ۳۱ مه، د طالبانو يو موټر په ښار کې يو مارکیټ په نښه کړو، چې لږترلږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول، او د جنورۍ په میاشت کې ترهګرو د سبزيانو بازار په نښه کړو چې لږترلږه ۲۴ کسان په کې وژل شوي ول.

د وروستي تروریستي برید وروسته، ځايي خلکو احتجاج وکړو او د باجوه او د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د شتون غوښتنه یې وکړه.

اضافي امنیتي اقدامات

د قبايلو سره د ليدنې په دوران کې، باجوه د قربانيانو د کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې امنيت به ښه کړي.

باجوه وویل چې د خوندي ښار پروژه، چې له مخکې نه په لاهور، کراچۍ، پېښور او اسلام آباد کې په بریالیتوب سره پلي شوي ده، به ډیر ژر په پاړه چنار کې جوړه شي.

په دې پروژه کې په ټول ښار کې د کلوز سرکټ ټلویزیون کیمرو نصبول شامل دي، کوم چې به د کمانډ او کنټرول مرکز سره لينک وي او د د پولیسو افسران به یې لايو څارنه کوي.

د پوځ مشر همدا راز په ښار کې د اضافي سرتیرو د لګولو، د سرحدونو امنیتي تدابیر نیولو، د کیډت کالج جوړولو، د سول هسپتال پراختیا او د تروریزم نه بچ پاتې شوي ژوبل کسانو لپاره د ټراما مرکز جوړولو اعلان وکړو.

قبايلي ملاتړ

د کرم ایجنسی قبایلو د دې نوښتونو هرکلی وکړو او په امنیتي ځواکونو یې بشپړ باور څرګند کړو. هغوی په سیمه کې د سولې بیا بحالۍ او ساتلو په برخه کې د انتظاميې د ګامونو سره هم مرسته څرګنده کړه.

د پاکستان د هوايي ځواک ایر مارشل (ريټايرډ) شاهد لطیف، چې په پیښور کې د پوځي ستراتیژۍ جوړونکی دی، وویل "د تاوتریخوالي له کبله دغه ځپل شوي درې ته د پوځ د مشر تللو د قبايلو مورال لوړ کړو کوم چې د تروریزم په وړاندې په جګړه کې په لومړی صف کې دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ټراما مرکز پرانيستل او د کیډټ کالج جوړول ډير مثبت ګامونه دي چې دا به د پاړه چنار د خلکو ترمنځ د ملي یووالي احساس ته وده ورکړي."

په پیښور کې یو امنیتي شنونکی، جنرل (ريټايرډ) غلام مصطفی، وویل، د خوندي ښار پروژه به د تروریزم بریدونو په مخه نيولو کې مرسته وکړي او په پاړه چنار کې به امنیت زیات کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاړه چنار خلک به امداد ترلاسه کړي."

بريګيډير غضنفر خان، چې په پيښور کې د قبایلي او امنیتي چارو کارپوه دی، وويل، د پولو د امنیت زيات انتظام به د افغانستان نه د راننوتلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داعش د افغانستان په توره بوره، چې پاړه چنار ته نژدې ده، سیمه کې راټول شوي دي او د پوځ د مشر لخوا په وخت باندې اعلان شوي ګامونه به د دې ګواښ سره مقابله وکړي."

ټول قوم د ترهګرۍ پر وړاندې متحد دی

باجوه وويل، "د يو قوم په توګه، پاکستانيانو د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې بې مثاله قربانۍ ورکړې دي." هغه د هغه قبايلو ستاينه وکړه کوم چې په ترهګريز بريدونو کې مړه شوي دي. هغه زياته کړه، "زموږ دښمنان به کامياب نه شي چې زموږ ژمنه کمزوري کړي یا موږ تقسيم کړي."

هغه وویل، پوځ په بشپړه ډول په سياسي پروسه کې د فاټا د شامليدو ملاتړ کوي، هغه وويل چې "دا د سولې او ثبات لپاره ضروري ده."

هغه داعش ته په اشاره سره وويل: "موږ باید د دې ګواښ په وړاندې متحد، ثابت، چمتو او محتاط پاتې شو کوم چې فرقه یي توپیر نه د ګټې پورته کولو اجنډا لري."

هغه وويل، "زموږ امنيتي ځواکونه د ملي يووالي يوه نښه ده، [او] زموږ امنيتي طريقه کار هم داسې دی." "موږ یو ملت یو."

هغه زياته کړه، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې پراخه همغږۍ او امنيتي همکارۍ ته ضرورت دی.

ترهګرو ته به ماتې ورکړل شي

د خیبر پښتونخواه ګورنر اقبال ظفر جهګړا چې د فاټا چيف ايګزيکيټيو هم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ترهګرو ته به ماتې ورکړل شي او هيڅ يو ترهګر به په هيڅ صورت معاف نه کړی شي."

هغه وويل، "د پاکستان لپاره به د قبايلو قربانۍ ضایع نه شي، او ترهګرۍ ته به د دوی په ملاتړ ماتې ورکړل شي." هغه زیاته کړه چې ترقياتي پروژې د قبايلو لپاره په خیر ښیګړې، سکولونو او په هايډرو اليکټريک انرجۍ باندې تمرکزو وکړو چې موخه يې د ترهګرو پلانونه ناکامه کول دي. د ترهګرو پلان دا دی چې هغوی په قومي او فرقه يي لارو تقسيم کړي.

هغه وويل: "هغوى ته به ماتې ورکړل شي."

د پاړه چنار خبریال حسين خان پاکستان فارورډ ته وویل، د خوندي ښار پروژه او اضافی سرتیري به د قبایلو باور بیرته بحال کړي او پاړه چنار به خوندي شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "سخت څارنې ته اړتیا ده، خو د وسله والو د خواخوږو پر وړاندې مبارزه کول هم مهمه ده چې په کرم ایجنسۍ کې ترهګري له منځه یوسي."

د پاړه چنار یو بل ژورنالیست، هدایت علی، وویل، قبايل په پوځ بشپړ باور لري او د ښار د امنیت په اړه ښه اميد لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، چې د پولې امنیت "د امنیت تر ټولو مهم" اړخ دی او "د سولې بيا بحالۍ او د تروریزم له منځه وړلو لپاره يو مهم" فکتور دی.

هغه وويل، په پاړه چنار کې قبايلو د ۵۰ بسترو د ټراما مرکز او د کیډټ کالج جوړولو او د سول هسپتال ښه کولو ستاینه وکړه.

خلک د وعدو پوره کولو په اړه اميد لري

ظفر بنګش چې د کرم ایجنسۍ یو اوسيدونکی دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د فرقه يي تاوتریخوالي او د ترهګریزو ګواښونو له امله تښتیدلی وو، وویل، چې هغه د پوځ د هڅو ستاینه وکړه، خو هغه څرګنده کړه چې دوی له مخکې نه راغلی وی، نو ښه به وه.

هغه په پیښور کې چيرته چې هغه ژوند کوي پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د یو سوله ایز پاړه چنار لپاره د نوي بدلون ابتدا ده، او پکار ده چې دا ومنل شي." "خلک باید د امنیتي ځواکونو سره ودریږي او د تل لپاره د بد خلکو نه خلاصی ترلاسه کړي."

د پاړه چنار یو اوسیدونکی، علي توري هم د امنیت د ښه والي او ملاتړ لپاره د چارواکو د ژمنې هرکلی وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې زياته خلک وعدې نه پوره کوي خو دا وخت دی چې چارواکي او قبايل دواړه ودريږي او د دې جګړې ګټلو لپاره يو ځای جنګ وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بحري ځواک يو ښه ځواک دی او په ډيوټۍ باندې تمرکز کوي. قمر جاوید باجوا صاحب تر ټولو غوره جنرل دی.

ځواب

دا ټول دروغ دي. شرم وکړئ

ځواب