تکنالوژي

په پاکستان کې منع شوي وسله والې ډلې په سوشل ميډيا باندې فعال دي

د جاويد محمود لخوا

د افراطيت پلوه تصويرونه او پروپيګنډه صرف په يو کلیک سره د سوشل ميډيا د ۴۴ ميليونو پاکستانې استعمالوونکو نه لري دی. په اسلام آباد کې د جولای په ۵ مه يو طالب علم ښیي چې څنګه په چټک لټون سره د جنګیالیو مواد راوړي. [جاويد محمود]

د افراطيت پلوه تصويرونه او پروپيګنډه صرف په يو کلیک سره د سوشل ميډيا د ۴۴ ميليونو پاکستانې استعمالوونکو نه لري دی. په اسلام آباد کې د جولای په ۵ مه يو طالب علم ښیي چې څنګه په چټک لټون سره د جنګیالیو مواد راوړي. [جاويد محمود]

اسلام آباد -- ريسرچ ښيي چې په پاکستان کې د منع شوي ډلو تنظیمونه په فعاله توګه سوشل ميډيا استعمالوي چې د استخدام او سخت دریځۍ لپاره ځوانان په نښه کړي.

د ډان اخبار یو تحقيق په ډاګه کړه چې د کورنیو چارو د وزارت لخوا منع شوي په ۶۴ وسله وال تنظيمونو کې ۴۱ په فېسبوک فعال دي.

ډان اخبار د جون په ۱۳مه راپور ورکړو چې ۴۱ منع شوي سازمانونه په انټرنټ باندې د فيسبوک د ۷۰۰ نه زیات فيجونه او ګروپونه لري او د هغوی نومونه کاروي، او ۱۶۰،۰۰۰ استعمالونکو دا فيجونه "خوښ" کړي دي.

په دغو منع شوي ډلو کې هغه فرقه يي سازمانونه، ځايي او نړيوال ترهګريز ګروپونه شامل دي کوم چې په پاکستان کې فعاليت کوي، او همداډول د آزادۍ هغه ګروپونه چې په بلوچستان او سيند کې فعالیت کوي.

که څه هم، په ځینې موقعو په اردو یا رومن اردو کې لیکل شوي پوسټونه په نظر راځي، خو د ملټي میډیا پوسټونه ډير عام دي.

دغه تحقيق څرګنده کړه چې "دغه پوسټونه په تصويرونو، ويډيوګانو او ليکلو مشتمل وي کوم چې د تنظیم د نظریاتو تشریح کوي؛ د وروستي یا روانو پیښو او په ځمکه د فعاليتونو په اړه تازه معلومات برابروي؛ او د شخصي تماس او د فیسبوک د استعمالونکو د ګومارنې لپاره هڅول کوي."

په دغه راپور کې راغلي، "ډیر منظم ګروپونه په رسمي توګه د ميډيا برخې لري چې مطبوعاتي اعلامیې او مذهبي واعظونه یا سیاسي تقريرونه د اډيو او ویډیو په شکل کې شریکوي." "داسې پيجونه او ګروپونه د ویب سايټونو، بلاګونو یا د ټویټر اکاونټونو نه لینکونه هم شریکوي. داسې ښکاري چې دغه اکاونټونه د دې ډلو غړي کنټرولوي."

دغه تحقيق ډير لږ معلومات په ډاګه کوي ... ځکه چې ډیر زيات پيجونه کولی شي چې د منع شوي تنظيم نوم استعمال نه کړي او په پټه فعاليت وکړي."

د دې نه علاوه، د چارواکو لپاره دا ستونزمنه ده چې د عام پوسټونو په مقابله کې د سوشل ميډيا، ايميل يا فون له لارې د شخصي تماس څارنه وکړي.

په دغه رپورټ کې ويلی شوي چې "هر هغه استعالونکی چې د منع شوی تنظيم سره لينک لري او یا په دغه تنظيم کې دلچسپي لري، د هم خيال کاروونکو سره ملګرتيا کولی شي او خبرې کولی شي، هغه کسانو ته پیغامونه استولی شي کوم چې دغه پيجونه کنټرولوي او يا د ويب سايټونو او بلاګونو په لينکونو کلیک کولی شي."

تروریستان د ۴۴ میلیونو پاکستانیانو نه په يو کلک سره لرې دي

اسد الله، چې په اسلام آباد کې په ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټیوټ کې ريسرچ پيلو دی، د جون په ۳۰ مه يو راپور " په پاکستان کې د انټرنیټ استعمال او منع شوي تنظیمونه" کې وليکل چې "چې تروريستي ګروپونه انټرنټ په ځانګړي توګه سوشل ميډيا د ګومارنې، پروپيګنډې، تربيت، مالي مرستې او د تروريستي فعاليتونو لپاره استعمالوي."

هغه وويل، "د فیسبوک یا د سوشل ميډيا له لارې د ګومارنې بهیر ډير اسان دی کله چې دوی د يو کس د بې انصافۍ، بې قانونۍ، کرپشن او سپکاوي په باره کې احساسات په نښه کوي." هغه زیاته کړه چې د عمر او جنس څخه هم ناوړه استفاده کیږي."

په دې ډلو کې د ډیرو ډلو پيجونه د خپلو اړوندو ډسټرکټونو نومونه لري، چې مطلب يې دا دی چې دوی د پاکستان په کلیوالي سیمو کې فعال دي، چیرته چې خلک کوم چې د محرومۍ احساس کوي، د استخدام لپاره اسان هدف دی.

د خان له مخې، "په انټرنټ باندې د ترورريستانو مهم هدفونه سخت دریځي او د کمزوري په نښه شوي کتونکو ګومارل دي." "دوی د احتمالي مستخدمینو او خواخوږو لیسټ په سوشل ميډيا باندې، لکه په فیس بوک، واټس ایپ او انسټاګرام باندې د خلکو د پروفایلانو کتلو لارې تياروي."

هغه وويل، په پاکستان کې د ۴۴ ملیونو نه ډیر خلک سوشل ميډيا استعمالوي او دا ټول کاروونکي د تروریزم ګمارونکو نه "یو کلیک" لري دي.

خان وویل: "د سوشل ميډيا له لارې د بنسټیز ایډیالوژۍ خپریدلو ... له مخکې نه مخنيوی پکار دی، هسې نه چې دا ټولنې ته نور هم زیان ورسوي."

د آنلاین استخدام خلاف مبارزه کول

حکومت د هغه وسله والو او افراطي ډلو په وړاندې ګامونه پورته کوي کوم چې د کمزورې پاکستانيانو په نښه کولو لپاره د انټرنټ نه کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت اړوندو چارواکو ته هدايات جاري کړي چې د وفاق د تحقیقاتو ادارې او د پاکستان د مخابراتي ادارې سره د بیان د آزادۍ د ساتنې لپاره یو چوکاټ جوړ کړي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې دا خبره يقيني کړي چې هیڅوک سوشل ميډيا د بدو ګټو لپاره استعمال نه کړي.

امتياز ګل، چې په اسلام آباد کې د تينک ټينک تحقیق او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، وویل: "دا ريښتيا ده او د بد قسمتۍ خبره ده چې وسله والې ډلې په پاکستان کې سوشل ميډيا کاروي چې خپل شخصي ګټې ترلاسه کړي."

هغه وويل، سوشل ميډيا د وسله والو سرتيرو د بهرتۍ، د هدفي پيغامونو، د پروپيګنډې خپرولو او د نظرياتو خپرولو لپاره ډېر ګټور دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سوشل ميډيا د وسله والو د لاس رسۍ نه لري ساتل اوس د نړۍ په کچه د امنیتي سازمانونو لپاره ترټولو ستر چيلنج دی."

مبشر مير، چې په کراچۍ کې یو امنیتي شنونکی او د ډيلي پاکستان ريذيډنټ مدير دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ټول ستر تروريستي ډلې، د داعش او تحریک طالبان پاکستان په شمول، په سوشل ميډيا باندې پیاوړې شتون لري، چې د پاکستان د حکومت او نړیوالو ټولنو چې د افراطيت او اورپکۍ په وړاندې جګړه کوي، لپاره يو چيلنج دی."

هغه وويل: "يو شمېر وسله والې ډلې د پاکستان نه په سوشل ميډيا باندې فعاليت کوي، او يو شمېر يې له نورو هېوادونو څخه دا پلیټ فارم کاروي." هغه زياته کړه، ياغيانو د جعلي شناخت سره د سوشل ميډيا اکاونټونه، پيجونه او ګروپونه جوړکړي دي."

د کورنيو چارو د وزارت وياند، سرفراز حسين پاکستان فارورډ ته وويل، د کورنیو چارو وزارت د سايبر جرمونو لپاره د د ايف آی ای ملي غبرګون مرکز ته هدايات ورکړي چې "د هغه تنظيمونو او افرادو په وړاندې ګامونه پورته کړي کوم چې د اورپکۍ او افراطیت لپاره سوشل ميډيا استعمالوي."

هغه وويل، هيڅ ډول وسله والې ډلې او افرادو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د تروريزم د ودې لپاره سوشل ميډيا استعمال کړي.

حسين وويل، "په سوشل ميديا باندې د وسله والو د شتون د مخنيوي لپاره هڅې روانې دي." هغه زياته کړه، منع شوي تنطيمونو او د هغوی پلويانو چې د خپلې ايډيالوژۍ خپرولو او نوي غړيو د ګومارلو لپاره سوشل ميډيا استعمالوي، ته به د ۲۰۱۶ کال د برقي جرمونو د مخنيوي قانون تر لاندې سزا ورکړل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500