انرجي

شیل پاکستان کمپنۍ ته امر وکړل شو چې د تیلو ټينکر د اور لپاره ۲.۴ ميلیونه ډالره ورکړي

ای ايف پي

د پاکستان د ريسکيو کارکوونکي وروسته له هغې د سوځېدلي لاشونو ته نژدې راجمع کيږي کله چې د جمعې په ورځ د جون په ۲۵ مه د احمد پور په ختیځ کې، چې د اسلام آباد نه په ۲۱۸ کلو ميټره فاصلې واقع دی، د تیلو ټينکر ته اور ولګيدو. د چارواکو له مخې، لږ ترلږه ۲۱۸ کسان په دغه اور کې وروسته له هغې مړه شول کله چې د تېلو ټينکر نسکور شو او د خلکو يوه ډله د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوه. [ايس ټي آر/ای ایف پي]

د پاکستان د ريسکيو کارکوونکي وروسته له هغې د سوځېدلي لاشونو ته نژدې راجمع کيږي کله چې د جمعې په ورځ د جون په ۲۵ مه د احمد پور په ختیځ کې، چې د اسلام آباد نه په ۲۱۸ کلو ميټره فاصلې واقع دی، د تیلو ټينکر ته اور ولګيدو. د چارواکو له مخې، لږ ترلږه ۲۱۸ کسان په دغه اور کې وروسته له هغې مړه شول کله چې د تېلو ټينکر نسکور شو او د خلکو يوه ډله د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوه. [ايس ټي آر/ای ایف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د جمعې په ورځ (د جولای په ۷ مه) شیل پاکستان کپمنۍ ته امر وکړو چې لږترلږه ۲.۴ ميلیونه ډالره (۲۵۴.۱ میلیونه روپۍ) د ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د مرګ نه وروسته معاوضه ورکړي، ځکه چې د جون په مياشت کې د دوی ټینکر نسکور شو او د اور لګيدلو له کبله وچاوديدو.

دغه ټينکر چې د رايل ډچ شیل ځايي ذيلي ادارې په ټيکه اخيستې وو، د پنجاب په صوبه کې په هایي وی باندې نسکور شو، په داسې حال کې چې دی ۵۰،۰۰۰ ليټره تيل د کراچۍ نه لاهور ته د جون په ۲۵مه وړل.

دا يو څو منټه وروسته وچاوديدو، چې د نژدې کلي يو شمير کسانو ته يې اور ولګولو کوم چې د تیلو لپاره راغونډ شوي وو، سره له دې چې ډرايور او پولیسو هغوی ته خبرداری ورکړی وو چې دوی دې ځان د دې نه لرې وساتي.

د صحت چارواکو او پولیسو د جمعې په ورځ د مرګ ژوبلې شمیره، چې د پیښې نه وروسته لا زياتيږي، ۲۱۸ وښودله او ويي ويل چې ۳۸ قربانیان لا تر اوسه په هسپتال کې دي چې ځینې کسان په نازک حالت کې دي.

د اوګرا يو ویاند عمران غزنوي ای ايف پي ته وویل، "اوګرا شیل پاکستان د تیلو ټينکر د پیښې ذمه داره ګرځولي ده او په دې باندې يې د ۱۰ ملیونه روپو (۱۰۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) نغدي جرمانه لګولې ده."

هغه زياته کړه: "شيل پاکستان ته دا امر هم شوى دى چې د مړه شوي تن هرې کورنۍ ته يو ميليونه روپۍ (۹،۴۴۵ ډالره) او ۵۰۰،۰۰۰ لاکه روپۍ (۴،۷۲۳ امريکايي ډالره) هر ژوبل شوي کس ته ورکړي."

شیل کمپنۍ ته به پکار وي چې لږترلږه ۲.۴۸ میلیونه ډالره (۲۶۲.۶ میلیونه روپۍ) تراوسه پورې وژل شوي کسانو کورنو ته ورکړي. دا واضحه نه وه چې څومره ژوبل شوي کسان به معاوضه ترلاسه کړي، او یا د مړینې شمیره زياتيدل به جاري وي.

غزنوي وویل چې اوګرا د پیښې په اړه شیل پاکستان ته د ۲۱ پوښتنو لسټ لیږلی دی خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د شیل لخوا غفلت

د ای ايف پي لخوا لیدل شوي راپور له مخې، د اوګرا په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې شیل هیڅکله دا يقيني نه کړه چې کوم پرايويټ ټينکر هغوی په کرايه اخيستی دی، آيا دا د حفاظتي معیارونو سره سم دی.

په راپور کې راغلي چې شیل له مخکې نه اوګرا ته خبر ورکړی وو چې د دې لارۍ د تخنیکي معیارونو سره سمي دي او دوی په ټهيکه شوي ګاډو کې بدلون راولي، خو په دغه ټېنکر کې چې په دغه پيښه کې ښکیل وو، د پنځو په ځای څلور ايکسلونه وو. پنځه ايکسلونه د داسې بوج وړلو لپاره ضروري وي.

په دغه راپور کې ادعا کړی شوي ده چې د ټينکر فټنس سند "جعلی" وو، او شیل پاکستان د لوډ کولو نه مخې د چيک لسټ په وړاندې کولو کې پاتې راغی.

دې راپور د شیل پاکستان په ايمرجنسي غبرګون باندې تنقيد وکړو او دا يې غير ذمه دارانه وبللو.

اوګرا په پاکستان کې د تیلو ټولو کمپنو ته هدايات ورکړل چې د خوندیتوب معیارونه په بشپړ ډول پلي کړي، د ډريورانو لپاره د داسې ټريننګ کورسونو انتظام وکړي چې په بیړني حالتونو او تیلو تویدو په صورت کې به څه کوي او دا چې په باقاعده توګه دې د د ډرايورانو طبي معاینې ترسره کړی شي.

همدارنګه، له دوی څخه وغوښتل شول چې د ماس ميډيا له لارې د پوهاوي د کمپاینونو انتظام وکړي او خلکو ته د پيښو او د تيلو تويدو په باره کې خبرداری ورکړي، او په ځايي ايمرجنسي خدماتو او پولیسو باندې یې غږ وکړو چې دوی دې د خپل غبرګون بيا کتنه وکړي.

د ای ايف پي د پوښتنو په ځواب کې، د شیل پاکستان يو ویاند وویل چې دا کمپني لا اوس هم د دې پیښې تحقیقات کوي.

دغه ویاند وویل، "شیل پاکستان اوس مهال د تیلو او ګيس د مقرراتو د چارواکو د تحقیقاتو د راپور په تفصیل سره بیا کتنه کوي."

"په داسې حال کې چې د دې پيښې تحقیقات لا روان دي، دا به ښه نه وي چې د هغه عواملو په اړه ګمان وکړو چې له امله یې دا پښه رامنځته شوې، خو موږ د تنظیم کونکي د رول درناوی کوو او دا راپور به وګورو ځکه چې زمونږ چارواکي په تحقيقاتو کې مرسته کوي. مونږ خپل تحقیقات هم ترسره کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500