امنیت

د خیبر پښتونخواه امنیت د پوځ او پولیسو د عملیاتو سره ښه شوی دی

د جاويد خان لخوا

پولیسو او د خیبر پختونخوا د تروریزم ضد مبارزې ادارې کمانډوز د فبرورۍ په ۹ مه د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې په يو سکول کې د امنیت مشق ترسره کوي. پولیس او سي تي ډي په مختلفو عامو ځایونو کې مشقونه ترسره کوي چې د پولیسو چمتووالی وڅیړي او په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي چې حقیقي برید ته دوی څنګه ځواب ورکړي. [جاوید خان]

پولیسو او د خیبر پختونخوا د تروریزم ضد مبارزې ادارې کمانډوز د فبرورۍ په ۹ مه د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې په يو سکول کې د امنیت مشق ترسره کوي. پولیس او سي تي ډي په مختلفو عامو ځایونو کې مشقونه ترسره کوي چې د پولیسو چمتووالی وڅیړي او په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي چې حقیقي برید ته دوی څنګه ځواب ورکړي. [جاوید خان]

پيښور -- د پولیسو د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخواه کې د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په نظم او قانون کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

د پوځ او نيم پوځي ځواکونو سره چې په فاټا کې عمليات ترسره کوي او همدغه شان د خیبرپښتونخوا پولیس او د ترورېزم ضد ادارې په ټوله صوبه کې د استخباراتو پر بنسټ عملیات ترسره کوي.

د سي تي ډي ډپټي انسپکټر جنرل مبارک زيب پاکستان فارورډ ته وویل: "پولیس او سی ټي ډی په خیبرپښتونخوا کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولی دی او په روان کال کې د نظم او امنیت حالت نور هم ښه شوی دی."

په تروریستي بریدونو کې کمی

د پولیسو له مخې، د جنورۍ د لومړۍ نيټې نه د جون د ديرشمې نيټې پورې، په خیبرپښتونخوا کې د ۱۸ چاوديدونکې توکو چاودنې رامنځته شوې.

دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د پام وړ کموالی په ګوته کوي، چې هغه وخت ۳۴ آی اي ډي چاودنې رامنځته شوې وې، او همدغه شان په ۲۰۱۵ کال کې په ورته موده کې ۵۵ دغسې چاودنې رامنځته شوي وې.

معلوماتو څرګنده کړه چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال په پرتله د چاوديدونکي توکو نه علاوه په تروریستي بریدونو کې ٪۴۲ کمی راغلی دی.

د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه پورې د ترهګرۍ ټولې ۵۷ پیښې/ بریدونه رامنځته شوي دي، په داسې حال کې چې د تیر کال په لومړۍ شپږو میاشتو کې ۹۹ او په ۲۰۱۵ کال کې ۹۸ پيښې رامنځته شوي وې.

د دې نه علاوه، په خیبرپښتونخوا کې په روان کال کې د موټر چاودنې، د راکټ او یا د ميزايل بریدونه نه دي ترسره شوي، چې دا نور هم د ښه امنیت حالت ثبوت وړاندې کوي.

زيب وويل، "د جنورۍ د لومړۍ نيټې نه د اپریل د ديرشمې نيټې پورې، په خیبرپښتونخوا کې څلور د لاسي بمونو بریدونه ترسره شول، چې دا شميره په تیر کال کې ۱۱، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۴ او په ۲۰۱۴ کال کې ۲۷ وه."

د زيب له مخې، د خیبرپختونخوا چارواکو د ۲۰۱۷ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ترهګرۍ ۲۴ بریدونه ثبت کړل، چې دا شميره په ۲۰۱۶ کال کې په ورته موده کې ۳۵، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۱ او په ۲۰۱۴ کال کې ۴۷ وه.

پولیسو امر وکړو چې د تروریزم سره د مبارزې عمليات چټک کړل شي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود ته د اپریل په پای کې د امنیت حالت او په صوبه کې د تروریزم ضد عملیاتو په اړه یو تفصيلي بريفنګ ورکړل شو.

محسود وویل چې هغه د سي ټي ډي او د پولیسو د کوششونو ستاینه وکړه او د پولیسو کمانډرانو ته يې لارښوونه وکړه چې د تروریزم نيټ ورکونو په وړاندې نور چټک ګامونه پورته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د ځواک ټول سينير او جونير افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې د استخباراتو پر بنسټ عمليات ترسره کړي."

هغه وويل، "د عمل ملي پلان لاندې عملیات په ټوله صوبه کې تر سره کیږي او هیڅ يو ترهګر دلته پناه نه شي اخيستی." هغه د تروریزم ضد ستراتیژۍ ته اشاره وکړه کومه چې د جنورۍ ۲۰۱۵ کال راهیسې نافذه ده.

د پولیسو اصلاحات د قانون او نظم حالت ښه کوي

تجزيه کاران وايي چې په فاټا کې بریالي پوځي عملیاتو او د خیبرپښتونخوا پياوړي پولیسو د قانون او نظم حالت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر، ناصر خان دراني، د محسود پيشرو، پاکستان فارورډ ته وویل: "په خیبر پښتونخوا کې د نظم او قانون په حالت کې د پرمختګ یوه ستره وجه پيشه ورانه مهارت او کارکردګي ده او دا د پوليسو د اصلاحاتو نتیجه ده."

هغه وويل، د خيبر پښتونخوا پوليسو په تېرو درېو کلونو کې د امتياز، ويرې يا د جانب دارۍ نه بغير قانون پلي کړى دى.

دراني وويل: "پولیس وروسته له هغې د سولې ساتلو کار ډير ښه ترسره کوي کله چې دوی د ځواک په انتظامي او عملیاتي چارو کې د نه لاسوهنې پالیسۍ له لارې د سياستدانانو د فشار نه خلاصی ترلاسه کړو."

هغه وویل چې د خیبرپښتونخوا پولیس او سي ټي ډی نه یوازې په صوبو کې بلکې په ټول هیواد کې هم د سولې په بیا بحالۍ کې مهم رول لوبولی دی.

په پیښور کې د جرمونو یو خبریال، قيصر خان، د دراني سره موافقه وکړه او پاکستان فارورډ ته يې وویل، "پوځي عملیاتو، د پولې د انتظام سیسټم نصب کولو او د پولیسو او سي ټي ډي استخباراتي عملیاتو په خیبرپښتونخوا او ټول پاکستان کې د نظم او قانون حالت ښه کړی دی."

ځايي پولیس امنیت ټینګوي

د پيښور مرکز د پولیسو افسر محمد طاهر وويل، ځايي پولیسو د ترهګرو په وړاندې ګامونو په تيزولو کې رول لوبولی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د عمل ملي پلان تر لاندې، په پیښور کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د لټون او برید ۲۷۴عملیات ترسره شول."

هغه وويل، د دغو عملياتو په دوران کې، پوليسو ۸۷۴ ملزمان او ۵،۰۰۰ نور شکمن کسان ونيول.

طاهر وويل: "پوليسو تعليمي او نور حساسو ادارو ته هدايات ورکړي دي چې دوی خپل امنيت ښه کړي، او د ۲۸۶ داسې ځايونو په وړاندې ګامونه پورته شوي دي کومو چې مناسب امنيت نه لرلو."

هغه وويل، سږکال په مختلفو عملياتو کې د چاودېدونکي توکو او مهماتو زياتې زيرمې ترلاسه شوي دي.

طاهر وويل، "د می په ۸ مه نیټه، پولیسو په پیښور کې د حسن آباد د کلي نه په عملياتو کې د جهاز ضد ۱۲.۷ مم ۱۷۰ ګولۍ، د مارټر ۱۰ شيلونه، او ۱۹ راکټونه ترلاسه کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ایپلیکیشن

ځواب