ځوانان

زمونږ کور تنظیم د کوڅو ماشومان د جرم او افراطیت نه لري ساتي

د عديل سعيد لخوا

د زمونږ کور تنظیم يو طالب علم د می په میاشت کې د سکول کار کوي. د خیبر پښتونخواه حکومت زمونږ کور جوړ کړو چې ماشومان د افراطي عناصرو نه لري وساتي. [د زمونږ کور نه په مننه]

د زمونږ کور تنظیم يو طالب علم د می په میاشت کې د سکول کار کوي. د خیبر پښتونخواه حکومت زمونږ کور جوړ کړو چې ماشومان د افراطي عناصرو نه لري وساتي. [د زمونږ کور نه په مننه]

پیښور -- ابراهیم غفار، چې نهه کاله عمر لري، یو سخت ژوند تيرولو.

د زمونږ کور يو انتظامي افسر، سید قیصر علی شاه، وویل: "ډيرې زياتې غريبۍ او بد قسمتۍ، د هغه د پلار مرګ او د هغه د مور نفسياتي بيمارۍ، د ابراهیم غفار نه د کوڅې ماشوم جوړ کړو." زمونږ کور يو ترقياتي تنظيم دی چې په خیبر پختونخواه کې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي.

قيصر وويل، په کوڅه کې، ابراهیم په چرس څکلو کې اخته شو او په ټولنه کې د تنهايئ له کبله هغه د جنایتکارانو او افراطيانو په لاس ورتلې شو.

خو د زمونو کور په مرسته، د ابراهیم قسمت بيرته رابيدار شوی دی.

طالب علمان د می په ۱۸مه په پیښور کې په زمونږ کور کې د غرمې ډوډۍ لپاره انتظار کوي. مشاورین او کار کونکي د ماشومانو په تعلیم او بيابحالۍ کې مرسته کوي. په دغه ماشومونو کې ځینې په داسې حال کې راغلو چې افراطي خيالات یې لرل او د مخدره توکو او يا تمباکو استعمالولو کې اخته وو. [د زمونږ کور نه په مننه]

طالب علمان د می په ۱۸مه په پیښور کې په زمونږ کور کې د غرمې ډوډۍ لپاره انتظار کوي. مشاورین او کار کونکي د ماشومانو په تعلیم او بيابحالۍ کې مرسته کوي. په دغه ماشومونو کې ځینې په داسې حال کې راغلو چې افراطي خيالات یې لرل او د مخدره توکو او يا تمباکو استعمالولو کې اخته وو. [د زمونږ کور نه په مننه]

هغه ماشومان چې په کوڅو کې اوسیږي او یا په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي، په زمونږ کور کې د می په ۱۸ مه د فوټبال لوبه کوي. دا تنظيم موخه لري چې تر ۱،۰۰۰ پورې ماشومانو ته د استوګنې ځای او تعليم ورکړي. [د زمونږ کور نه په مننه]

هغه ماشومان چې په کوڅو کې اوسیږي او یا په ناوړه حالاتو کې ژوند کوي، په زمونږ کور کې د می په ۱۸ مه د فوټبال لوبه کوي. دا تنظيم موخه لري چې تر ۱،۰۰۰ پورې ماشومانو ته د استوګنې ځای او تعليم ورکړي. [د زمونږ کور نه په مننه]

که څه هم، هغه هيڅ تعليمي بنياد نه لري، خو بيا هم ابراهیم اوس په زمونږ کور کې په کينډر ګارټن کې تعليم ترلاسه کوي او هغه وايي چې هغه غواړي چې ډاکټر جوړ شي او د انسانیت خدمت وکړي.

قيصر پاکستان فارورډ ته وویل، د پیښور د کوڅو ماشومانو لپاره زمونږ کور، چې په ۲۰۱۵ کال کې د نومبر په میاشت کې د خیبرپښتونخوا حکومت لخوا جوړ شوی دی، موخه لري چې په ډيره ښه طريقه سره د کوڅو د ماشومانو بیا بحالي ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، "هغه ماشومان چې دلته داخل شوي دي هغوی 'د کوڅې ماشومانو' پرځاى د دولت ماشومانو په نامه یادیږي." "دا پروجيکټ د خاص تعلیمي پروګرام او نفسياتي- ټولنیز ملاتړ له کبله يو بې مثاله پروجيکټ دی."

ماشومان د افراطیت او جرم نه لري ساتل

قیصر وویل: "د کوڅې ماشومان په اسانۍ سره په جنايي فعالیتونو کې اخته کیدی شي او په دې کې ډير ناوړه فعاليتونه لکه تروریزم شامل دي." "که چیرې ټولنه دغه ماشومانو ته پاملرنه ونه وکړي، نو ډير ناوړه کسان په دوی باندې نظر لري."

هغه وويل: "زموږ په ټولنه کې، چېرته چې ترهګري يوه ستره مسله جوړه شوې ده، داسې ماشومان د ځانګړي پام لرنې حقدار دي چې د هغوی ساتنه وکړي څو هغوی د ترهګرو وسايل جوړ نه شي."

د ابراهیم په کيس کې، د زمونږ کور یو استازي هغه په کوڅه کې ولیدلو او هغه يې د هغه د نږدې خپلوانو په اجازت سره د کال په پیل کې مرکز ته راوستلو. هغه به لږترلږه د پنځه کالو لپاره دلته قيام کوي.

قيصر وويل، "که چیرې ابراهیم زمونږ کور ته نه وی راغلی، نو هغه به [د نشه یي توکو] او د محرومیت، د کومې سره چې هغه مخامخ وو، له امله [د هميشه لپاره نفسياتي ستونزې لرلې]."

ابراهیم کور ته په میاشت کې یو ځل او د اختر په شان په خاص موقعو باندې ځي او د خپلې مور سره لیدنه کوي.

ابراهيم پاکستان فارورډ ته وويل: "که څه هم ماته خپل کور راياديږي، زه دلته خوشحاله يم ځکه چې زه دلته تعليم ترلاسه کوم او ښه ژوند کوم." هغه زياته کړه، هغه دغه چاپېريال او علاج خوښوي کوم چې هغه په دغه مرکز کې ترلاسه کوي."

د کوڅو د ژوند اثرات بدلول

د ماشوم د حقونو د ساتنې لپاره د ټولنې، چې په ټول پاکستان کې دفترونه لري، په وینا، "د يوې اندازې له مخې، د ۱.۲ نه ۱.۵ میلیونو پورې ماشومان د پاکستان په لویو ښارونو او مرکزونو په سړکونو باندې ژوند کوي، چې دا د د هیواد ترټولو لوی او تر ټولو زيات د ټولنې نه ايستل شوی ګروپ دی."

شهزاد خان، چې د زمونږ کور وارډن دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "دلته یو شمیر داخل شوي ماشومان د تشدد خيالات لري."

په زمونږ کور کې د نفسياتو يو ډاکټر د داخلې په دوران کې د ماشومانو د تشدد د خيالاتو تجزيه کوي او که ضرورت وي نو هغوی ته مشوره ورکوي.

شهزاد وویل: "په کوڅو کې چاپیریال ډير ناوړه دی او نه یوازې ماشومان په خراب عادتونو لکه سګرټ څکلو او مخدره توکو استعمالولو کې اخته کوي بلکې دوی په جرمونو کې هم اخته کوي."

د ډیرو ماشومانو علاج کول

د زمونږ کور ډايريکټر میجر (ريټايرډ) هارث خان خټک په يو ویډیو پیغام کې چې په انټرنټ خپور شو، وويل، کله چې په پېښور کې د زمونږ کور مرکز پرانيستل شو، نو دې موخه لرله چې تر ۱،۰۰۰ پورې د کوڅو ماشومانو داخل کړي.

هغه وویل: "کله چې موږ زمونږ کور پیل کړو، نو مونږ ۲۵ ماشومان لرل او اوس مونږ ۱۳۰ ماشومان لرو."

خټک وويل، دا اداره کافي ځای لري چې د کوڅو نه ۱،۰۰۰ ماشومانو ترلاسه کولو هدف ته ورسي. دغه ځای په ۲۱۶ فليټونو باندې مشتمل دی. دا پلان لري چې خپل کوششونه تيز کړي چې ۱،۰۰۰ ماشومانو ته د استوګنې ځای ورکړي کوم چې به د روان مالي کال د جولای په لومړۍ نيټه پیل شي.

خټک وويل، د هر ماشوم داخلول يو ستونزمن کار دی چې د خپلوانو اجازت ته اړتيا لري. هغه زياته کړه، اداره چمتو ده چې د زيات شمېر ماشومانو د بيا بحالۍ چيلنجونو سره مقابله وکړي.

هغه وويل: "د جولای په پيل کې، زمونږ کور به د کوڅو ښځينه ماشومانو داخلولو لپاره انتظامات کوي." هغه زياته کړه، چې د جينکو داخلول يوه حساسه موضوع ده چې د جينکو د کورنيو سره د کار کولو لپاره اضافي وخت ته اړتيا لري.

قیصر وويل، د تحریک انصاف پارټۍ، چې په خیبرپښتونخوا کې حکومت لري، مشر عمران خان ژمنه څرګنده کړه چې د صوبې په ۲۶ ډسټرکټونو کې د زمونږ کور مرکزونه جوړ کړي.

د ډیرو کمزوري پاکستانیانو ساتنه کول

د خیبرپښتونخوا د مدني ټولنې نيټ ورک کو آرډينيټر، تیمور کمال، پاکستان فارورډ ته وویل: "د کوڅو ماشومان د هغه جنسي فعاليتونو او جنايتکارانو ښکار کيدې شي کوم چې هغوی په جيب وهلو او نورو غلاګانو باندې مجبوره کوي." "دا حساس ماشومان چې په اسانۍ سره په جرم راړول کیدی شي، کولی شي چې هغوی په ځوانۍ کې پرتشدده او افراطي جوړ کړي."

کمال د زمونږ کور د نوښت ستاینه وکړه خو هغه وویل، "چې په ټولنه کې د کوڅو د ماشومانو په پرتله د ۱،۰۰۰ ماشومانو ساتنه کول ډير وړوکی کار دی."

عمران ټاکر، چې د ماشومانو د ساتنې لپاره يو فعال دی، د يوې بلې اين جي او، آزاد فاونډيشن پاکستان، چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي، معلوماتو ته په اشاره سره وويل، "یوازې په کراچۍ کې شاوخوا ۷،۰۰۰ د کوڅو ماشومان دي."

ټاکر وويل: "زمونږ کور ښه نوښت دی، خو موږ له پکار ده چې ډير زيات کار وکړو چې د ټولنې د ډېرو حساسو برخو ساتنه وکړو."

هغه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په ټول هیواد کې د کوڅو د ماشومانو دقیق شمیر معلومولو لپاره سروې ترسره کړي.

هغه وویل: "هغه معلومات کوم چې موږ د پريس سره شریک کوو د اين جي اوز د سرويګانو نتيجې دي." په دې اړه هیڅ رسمي اقدام نه دی شوی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500