ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د امنیتي همکارۍ لپاره لیوالتیا ښودلې ده

د امداد حسين لخوا

سرتاج عزيز (ګس اړخ ته)، چې د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د وزير اعظم سلاکار دی، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۹ مه په اسلام آباد کې د ګډ خبري کنفرانس لپاره راځي. پاکستاني او افغان چارواکي د امنیت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نږدې همکارۍ په لور روان دي. [ای ايف پي/ عامر قریشي]

سرتاج عزيز (ګس اړخ ته)، چې د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د وزير اعظم سلاکار دی، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۹ مه په اسلام آباد کې د ګډ خبري کنفرانس لپاره راځي. پاکستاني او افغان چارواکي د امنیت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نږدې همکارۍ په لور روان دي. [ای ايف پي/ عامر قریشي]

اسلام آباد -- پاکستان او افغانستان په خپلو تعلقاتو کې د ښه والي نښې ښایي او د امنیت او د تروریزم سره په مبارزه کولو کې په همکارۍ کې زياتوالی راغلی دی.

په دې هکله وروستی ګام د جون په ۲۴-۲۵ مه د پاکستان او افغانستان دواړو خواوو د خبرو اترو نه وروسته واخيستل شو او په دغه خبرو اترو کې دواړه خواوو په سيمه کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره ژمنه وکړه.

په دغه ګډ بيان کې راغلي: "افغانستان او پاکستان دواړه لیوالتیا لري چې د یو بل سره تعلقات ښه کړي، سیاسي او باهمي اعتماد ته وده ورکړي، په بیلابیلو برخو کې همکاري زیاته کړي چې په دې کې د تروریزم سره په ګډه مبارزه کول او د امنیتي چيلنجونو سره مقابله کول شامل دي."

دواړو خواوو هم د "بحران سره مقابله کولو لپاره د ميکانيزم" جوړولو سره موافقه وکړه چې په دې کې استخباراتي او د معلوماتو شریکول شامل دي.

"دا به دواړه هيوادونو ته توان ورکړي چې په هر ډول ناوړه حالاتو کې چې په دې کې ترهګريز بریدونه شامل دي په وخت او اغېزمن معلومات له يو بل سره شريک کړي."

هغوی موافقه وکړه چې د عدم تشدد مصالحت د افغان د مسلې اساسي حل دی. پاکستان د افغانستان د مشرۍ لاندې او د افغانستان خپل مصالحتي پروسې لپاره مرسته څرګنده کړه او په افغان طالبانو یې غږ وکړو چې له ځنډ پرته د مصالحتي بهیر سره یو ځای شي.

د پاکستان د وزیر اعظم میاں محمد نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د جون په ۲۵ مه په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، "پاکستان هميشه په دې خبره زور ورکړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات زموږ په ګټه دی او باثباته افغانستان به له موږ سره مرسته وکړي چې د اقتصادي پراختیا او سیمه ییزو اړیکو شریکې اجنډې ته وده ورکړو."

هغه وويل، "د تیرو ۱۵ کلونو تجربې مونږ ته په روښانه توګه وښودله چې د افغان شخړه یوازې د پوځي وسيلې له لارې نه شي حل کیدی." هغه زياته کړه چې "په افغانستان کې د دوامداره سولې لپارسیاسي مذاکراتو ته ضرورت دی او باید دغه مذاکرات د افغانو په مشرۍ کې د افغانانو د خپلې سولې د پروسې له لارې ترسره کړل شي."

ښه اړیکې د قزاقستان په استانا کې د نړیوالې غونډې په پای کې پیل شوې چېرته چې شریف او د افغان صدر اشرف غني د ګډې څلور اړ خيزې همکارۍ ډلې په چوکاټ کې د خبرو اترو کولو سره موافقه وکړه.

د تلپاتې سولې لپاره اړین عملیات

چارواکي او څارونکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه اړیکو او تروریزم پر ضد همکارۍ په اړه پر اميد دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاري په مختلفو برخو کې ده چې په دې کې د تروریزم سره مبارزه کول شامل دي." هغه د سولې او د سیمې د راتلونکې په اړه خوشبيني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، نفیس ذکریا، په آستانه کې د ميډيا د پوښتنو په ځواب کې وویل: "موږ په دوامداره توګه په دې ټینګار وکړو چې د افغانانو د شخړو لپاره د سیاسي مذاکراتو له لارې حل ضروري دی." هغه زياته کړه چې "کيو سي جي په دې هکله یو اغیزمن فورم دی."

شنونکي وايي، د سرحدونو مدیریت، د تروریزم پر ضد مبارزه، د استخباراتو شریکول او په طالبانو باندې فشار اچول، چې په افغانستان کې د سیاسي حل لاره غوره کړي، ضروري ده.

د پاکستان د پوځ او دفاع شنونکی، جنرل (ریټايرډ) طلعت مسعود، پاکستان فارورډ ته وویل، "د سولې لپاره دا ضروري ده چې دواړه غاړو ته په سرحدي پوله کې همغږيز عملیات، د استخباراتو شریکول او د پولې انتظام برابر کړل شي."

په پاکستان کې میشت افغان ژورنالیست سمیع یوسفزۍ چې په سیمه کې د اورپکۍ په اړه تخصص لري، وویل، پاکستان او افغانستان شاوخوا ۲،۶۰۰ کلوميټره پوله لري چې امنیتي حالات ډير پيچيده کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، سره له دې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې همکاري او ثبات کولی شي چې نا ممکنه موخې ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500