رمضان

د پاکستان د خطاطۍ نمايش آرټ، سولې او هم آهنګۍ ته وده ورکوي

د جاويد محمود لخوا

په نمايش کې د جون په ۱۹مه د خطاطۍ يوه نمونه ښودل کیږي. [جاوید محمود]

د آرټ ځینې مينه وال د جون په ۱۹مه په نمايش کې په پينټنګ باندې تمرکز کوي. [جاوید محمود]

د آرټ ځینې مينه وال د جون په ۱۹مه په نمايش کې په پينټنګ باندې تمرکز کوي. [جاوید محمود]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د خطاطۍ نمايش د جون د ۳۰مې پورې آرټ، سولې او هم آهنګۍ ته وده ورکوي.

مهرين الهي، چې د مجموعا آرټ ګیلري او د آرټ او ميراث په باره کې د پاکستان چیمبرز آف کامرس اينډ انډسټري کميټۍ مشره ده، وویل، "د روژې د میاشتې جشن ۲۰۱۷" د جون په ۱۹مه د روژې په مياشت کې د آرټ د مينه والو لپاره د يو دعوت په توګه پرانیستل شو چې ايمان، هم آهنګۍ او سولې ته وده ورکړي."

د ايف پي سي سي آی کميټۍ او د مجموعا آرټ ګیلرۍ د کراچۍ میټروپولیټن کارپوریشن سره په ګډه د دغه نمايش انتظام وکړو.

مهرین پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د لاهور او کراچۍ نږدې د ۴۰ خطاطيانو حیرانونکې نمونې ښودلي دي." هغې زياته کړه چې د خطاطۍ نږدې ۱۰۰ نمونې په نمايش کې ښودل شوي دي.

په نمايش کې د جون په ۱۹مه د خطاطۍ يوه نمونه ښودل کیږي. [جاوید محمود]

په نمايش کې د جون په ۱۹مه د خطاطۍ يوه نمونه ښودل کیږي. [جاوید محمود]

هغې زياته کړه، زياتره کارونه په نستقليق او کوفي کلاسيک متن کې دي، او ځينې ښودل شوي هم دي.

په خطاطيانو کې طارق ټونکي، عاطف علی، یاسر، وامیق، مریم، روهین ای ملک، اکبر، عايشه بیله ملک، میاں آصف، عايشه کمال او نور شامل دي.

دې نمايش د ۲۰۰ نه زیات د آرټ مینه وال راجلب کړل

مهرين د نمايش پرانيسته وکړه او د افتتاح په ورځ یې د ۲۰۰ نه زیاتو میلمنو ته هرکلی وکړو.

هغې وویل: "صادقین هال د آرټ د مینه والو نه ډک وو، او د آرټ حيراونکی کار د دغه پروګرام مزه نوره هم خوندوره کړه."

آمنا علی، چې د کراچۍ په آرټ سټوډیو کې د آمنا کريشنز ستره مشره ده، وویل، خطاطي د مسلمانانو هنرمندانو لویه سرمایه ده او پکار ده چې په پاکستان او نورو هیوادونو کې دې ته وده ورکړل شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "سولې، مينې او هم آهنګۍ ته د ودې ورکولو لپاره خطاطۍ ته وده ورکول ضروري دي."

د ايف پي سي سي آی، د پاکستان د سوداګریزې پرمختیا ادارې او د کراچۍ میټروپوليټن کارپوریشن او ټولنیز فعالینو، سوداګر میرمنو، طالب علمانو او د آرټ مينه والو د نمايش د پرانیستې په غونډه کې ګډون وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډيره غوره خبره ده چې مونږ دا ډول نمايشونه ولیدل او پکار ده چې د داسې نمايشونو انتظام بار بار وشي چې د فنکارانو کار او استعداد په ګوته کړي. دغسې دوام ورکړئ!

ځواب