تروريزم

د نانځکې د بم لخوا د ماشومانو وژل پاکستانيانو ته د ترهګرو ظلم رايادوي

د اشفاق يوسفزۍ او ای ايف پي لخوا

د پاکستان د بم شنډولو افسر د اپریل په ۲۷مه وروسته له هغې د نانځکې په شان د يو موټر معاينه کوي کله چې پولیسو په کراچۍ کې د ۲۰۰۵ کال د اپريل په ۲۷مه بريد وکړو. پولیسو په دغه برید کې دوه وسله وال ونیول او لسګونه نانځکې یې ترلاسه کړې کومې چې د بم په توګه کارول کيدې شولې. [عامر قريشي / ای ايف پي]

د پاکستان د بم شنډولو افسر د اپریل په ۲۷مه وروسته له هغې د نانځکې په شان د يو موټر معاينه کوي کله چې پولیسو په کراچۍ کې د ۲۰۰۵ کال د اپريل په ۲۷مه بريد وکړو. پولیسو په دغه برید کې دوه وسله وال ونیول او لسګونه نانځکې یې ترلاسه کړې کومې چې د بم په توګه کارول کيدې شولې. [عامر قريشي / ای ايف پي]

پیښور -- د ای ايف پي له مخې، چارواکو وويل، د نانځکې په شان يو بم د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې په قبایلي سیمه کې د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۵ مه) شپږ هلکان ووژل.

دغه بم هغه وخت وچاوديدو کله چې ماشومانو د جنوبي وزيرستان په سپین مارکيټ کلي کې د دې سره لوبې کولې.

د لوکل ګورنمنټ يو چارواکي ای ایف پی ته وویل چې د دغه هلکانو عمرونه د ۶ نه تر ۱۲ کاله پورې وو. هغه زياته کړه چې په دغه پيښه کې دوه نور ماشومان سخت ژوبل شوي وو.

د ملکي وګړو نښه کولو لپاره ستراتیژي

په لسګونه ماشومانو، زياتره د پاکستان په شمال مغربي سيمه کې، په تیر وخت کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي کله چې به دوی د "نانځکو" سره لوبې کولې چې هغه به په اصل کې چاودیدونکي توکي وې.

د خیبر پښتونخواه په بونير ډسټرکټ کې د نانځکې يو بم دوه شپونکيان وروڼه ووژل او د هغوی يوه زنانه يې د فبرورۍ په میاشت کې ژوبل کړه.

د هلکانو عمرونه ۱۵ او ۱۸ کاله وو؛ د هغوی د تره د لور عمر اوه کاله وو.

په اپريل ۲۰۰۹ کې، ۱۳ ماشومان هغه وخت مړه شول کله چې هغوى په غلطۍ سره په کوز دير کې د جينکو د سکول نه بهر يو بم د نانځکې په توګه وګڼلو.

د بونير ډسټرکټ د پوليسو افسر محمود حمداني، چې هغه په خپله د اګست په مياشت کې په يوه چاودنه کې بچ شوی وو، پاکستان فارورډ ته وويل، په ۲۰۱۶ کې په مختلفو بمې چاودونو کې چې په نانځکو یا سامانونو کې پټ شوي ول ( چې مطلب يې ماشومان راجلب کړي کوم چې د وړيا شيانو په لټه کې وي) د بونير ډسټرکټ په لسګونو کسان ووژل.

همداني وويل، بونیر به د وسله والو سره مخامخ وو، خو امنیتي ځواکونو هغوی په ۲۰۱۰ کال کې وشړل. کله چې پوځیانو هغوی ته د جګړې په ميدان کې ماتی ورکړو، نو هغوی بوبې ټريپ بمونه د خپلې "جګړې" لپاره استعمالول شروع کړل.

د بونیر هټیوال محمد یوسف پاکستان فارورډ ته وویل، چې طالبان د خپلې دښمنۍ څرګندولو لپاره د ملکي وګړو د وژلو له کبله بدنام دي.

زياتيدونکې پوهاوي او نفرت

یوسف وویل: "پوهاوي وده کوي." کله چې خلک لاوار‌ثه سامان یا نور شیان وويني نو پوليسو ته کال کوي."

په زیاتو موقعو باندې کله چې ماشومان د خطر په باره کې پوهه شي هغوی د "نانځکې" په شان ښکاريدونکی څيز اوچتولو پر ځای پوليسو ته کال کړی دی.

هغه وويل، ټوله ټولنه د طالبانو د بې رحمه تګلارې چې ملکي وګړي ووژني خلاف متحد دي. هغه زياته کړه چې د جومات امامان په عبادت کونکو باندې زور ورکوي چې د شکمنو توکو په موندلو سره د پوليسو سره اړيکې ونيسي.

د بونیر د پولیسو افسر محمد جاوید پاکستان فارورډ ته وویل، ملکي وګړو، چې ځینې د طالبانو لپاره یو نرم ځای لري، وروسته له هغې د وسله والو په وړاندې نفرت ښودلی دی کله چې هغوی په ناوړه طريقه سره خلک ووژلو.

د ډسټرکټ د پوليسو افسر همداني وويل، زیات چمتو خلک ډير کم د بوبي ټريپ بمونو ښکار کيدې شي.

په ۲۰۱۶ کال کې، "موږ له ۵۰ څخه زیات داسې پیښې ناکامه کړې ځکه چې موږ له خلکو څخه په وخت معلومات ترلاسه کړل."

هغه وويل، د خلکو د پوهاوي لپاره زيات کار پکار دی. هغه زياته کړه، "موږ غواړو چې د ترهګرو لخوا د نصب شوي ناوړه بمونو په اړه د خلکو پوهاوي زياته کړو."

هغه وويل: "پوليس د بمونو معلومولو او ناکامه کولو لپاره جديد وسايل لري."

په بونير کې د لسم کلاس يو طالب علم معین شاه خپلو ملګرو او د کلاس ملګرو ته په اشاره وویل، چې د سکول ماشومان په طالبانو باندې د ځوانان پاکستانيانود وژلو له کبله غصه دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د شرپسندو غندنه کوو چې دوی د خلکو د وژلو لپاره چاودیدونکې توکې استعمالوي."

په نرمو اهدافو باندې بریدونه کول

معين د بوبي ټريپ په باره کې وويل، "دا د وسله والو بې رحمه کارونه دي چې د پوځيانو مقابله نه شي کولی."

په پېښور کې د امنیتي چارو شنونکي خادم حسین وويل، پوځ طالبانو ته ماتی ورکړی دی، خو هغوی اوس هم په "نرمو هدفونو" باندې د بريد کولو توان لري.

هغه د بغاوت ضد عملياتو لکه د ردالفساد عملياتو اثراتو ته اشاره کولو سره پاکستان فارورډ ته وويل، "وسله وال ماشومان، د پوليو کارکونکي او [ځينې] پوليس افسران وژني چې دا څرګنده کړي چې دوی اوس هم موجود دي، خو دوی به ډېر ژر د منظر نه ورک شي."

هغه خبرداری ورکړو، چې ماشومان د معلوماتو نه لرلو له کبله د نانځکې بمونو ترټولو زیات ښکار دي، حتی که څه هم د بوبي ټريپ په اړه عامه پوهاوي زياتيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500