تروريزم

په کوټه کې وسله والو د روژې د آخري جمعې په ورځ د پولیسو افسران په نښه کړل

پاکستان فارورډ

په کوټه کې د جون په ۲۳مه د صحت د شعبې پو پاکستانی تن د بمبارۍ په ځای کې د يو وژل شوی کس لاش وړي. په دغه ورځ دغه چاودنې د پولیسو ګاډی په نښه کړو. چارواکي وايي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۳ کسان ووژل شول. [بنارس خان/ ای ايف پي]

په کوټه کې د جون په ۲۳مه د صحت د شعبې پو پاکستانی تن د بمبارۍ په ځای کې د يو وژل شوی کس لاش وړي. په دغه ورځ دغه چاودنې د پولیسو ګاډی په نښه کړو. چارواکي وايي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۳ کسان ووژل شول. [بنارس خان/ ای ايف پي]

کوټه -- چارواکې وایي، د کوټې په ښار کې د جمعې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) پولیسو یو ګاډی په نښه کړو چې لږترلږه ۱۳ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۲۰ نور ټپیان شول.

چاودنه د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د پوليسو د ستر مشر دفتر مخې ته رامنځته شوه. بلوچستان صوبه د ایران او افغانستان سره پوله لري او د بیلتون غوښتونکو او اسلامي بغاوت سره مخامخ ده.

فريد احمد، چې په سول هسپتال کې ميډيکل سپرنټنډنټ دی، ای ايف پي ته وويل، "يوولس کسان وژل شوي دي ... او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شوي دي."

هغه وويل، په وژل شويو کسانو کې څلور پوليس افسران دي، په داسې حال کې چې درې نور په سخت حالت کې دي.

پولیسو وويل چې د دوی ګاډی په بريد کې په نښه کړی شو خو هغو زیاته کړه چې هغوی تراوسه د چاودنې د نوعيت په باره کې معلومات نه لري.

د سايټ د څارنې ګروپ له مخې، د دغې چاودنې مسوليت د داعش خراسان څانګې او د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې، دواړو په غاړه واخيستو. د دې دواړو ادعاګانو په باره کې هیڅ چټک وضاحت ترلاسه شوی نه دی.

د اسلام دښمنان

مولانا نقیب الله چې په کوټه کې یو عالم دی، د دغه برید په کلکه غندنه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په دې ډول بریدونو کې ښکیل ترهګر د اسلام دښمنان دي؛ پکار ده چې دوی انسانان ونه ګڼل شي." "د جمعته الوداع په ورځ [د روژې وروستۍ جمعه] بې ګناه خلک په نښه کول د سولې او اسلام ضد عناصرو غیر انساني پلانونه په ګوته کوي."

هغه وویل، چې ترهګر او وسله وال خلک ګمراه کوي او مسلمانان نه دي. هغه زیاته کړه، اسلام د رحمت دین دی او داسې تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.

هغه وويل: "د اسلام په نامه تروريزم خپرول د اسلامي نظريې بدنامولو هڅه ده." "هیڅوک دا جواز نه شي وړاندې کولی چې دا تروريستي فعاليتونه د اسلام مطابق دي."

"دا د ټولو ټولنو لپاره وخت دی چې متحد شي او د قانون پلي کونکو ادارو سره د وسله والو ډلو په وړاندې روان فعالیتونو کې مرسته وکړي."

هغه وويل، "پولیس او د قانون پلي کونکي پرسونل خپل خدمتونه د دولت او خلکو د امنیت لپاره وړاندې کوي." "د امنیت پرسونل دنده د یو ستر مشن برخه ده په کوم چې د اسلام تعلیمات زيات ټینګار کوي."

هغه زياته کړه: "دولت له پکار ده چې د هغه ګروپونو خلاف ګامونه پورته کړي کوم چې د بې ګناه خلکو په وژلو کې ښکيل دي."

[په دې راپور کې د کوټې نه عبدل غني کاکړ مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500