امنیت

خیبر پښتونخواه د وړوکي اختر لپاره امنیت لوړوي

د جاويد خان لخوا

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (چې لاس يې پورته کړی دی) د نورو پوليسو افسرانو سره د پیښور په قيسه خوانۍ بازار کې د جون په ۲۱مه د امنیتي حالت معاینه کوي. [شهباز بټ]

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (چې لاس يې پورته کړی دی) د نورو پوليسو افسرانو سره د پیښور په قيسه خوانۍ بازار کې د جون په ۲۱مه د امنیتي حالت معاینه کوي. [شهباز بټ]

پېښور -- د خیبر پښتونخواه پوليسو د وړوکي اختر نه مخکې امنيت لوړ کړی دی چې په پیښور ښار او په ټوله صوبه کې د خلکو لپاره د سولې او خوشحالۍ جشن يقيني کړي.

د پیښور ښار د پولیسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، "ټولو افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې د عید الفطر په موقعه باندې د ښار د ننوتلو په ځايونو او همدارنګه په مرکزي او ګڼ سوداګریزو مرکزونو کې امنیت ټینګ کړي."

هغه وويل، افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې د اختر په لمانځه کې د عبادت د ځايونو شاوخوا امنيت ټينګ کړي.

په ترهګریز بریدونو کې ۷۰٪ کمی راغلی دی

د روژې په وروستیو ورځو کې، د امنیت ښه ګامونو د مختلفو تروریستي کړنو مخنیوی کړی دی.

په بډهابیره کې پولیس افسران د جون په ۲۰ مه پیښور ته د ننوتلو په ځای د موټر تلاشي کوي. چارواکو د وړوکي اختر نه مخکې د ننوتلو په ټولو ځایونو او په ښار کې امنیت ټینګ کړی دی. [جاوید خان]

په بډهابیره کې پولیس افسران د جون په ۲۰ مه پیښور ته د ننوتلو په ځای د موټر تلاشي کوي. چارواکو د وړوکي اختر نه مخکې د ننوتلو په ټولو ځایونو او په ښار کې امنیت ټینګ کړی دی. [جاوید خان]

پوليسو د جون په ۲۰ مه په یوه پیښه کې یو بم معلوم او شنډ کړو. دغه بم د پیښور په لطیف آباد کې د سړک په غاړه ښخ کړل شوی وو.

د خیبر پښتونخوا صوبې د بم شنډلو يونټ غړي زاهد خان وويل، مجرم يا مجرمانو دغه بمي چاودیدونکي توکې د بال بيرنګونو سره ښخې کړي وې چې زياته مرګ ژوبله رامنځته کړي.

د جون په ۲۱مه، د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د قيصه خواني بازار او د پېښور د نورو سوداګریزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه چې د اختر لپاره د امنیتي تدابیرو بيا کتنه وکړي.

محسود خبریالانو ته وویل: "حالات د تیرو وختونو په پرتله ډير زيات ښه شوي دي ځکه چې د ترهګرۍ په بریدونو کې د ٪۷۵ نه زيات کمی راغلی دی." هغه وويل، په ټوله خيبرپښتونخوا کې ټول سيمه ييز پوليس او د ډسټرکټ پوليسو افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې دوی د دې مبارک جشن لپاره اضافي امنيتي تدابير ترسره کړي.

هغه وويل: "پوليس د سولې د ساتلو لپاره هر قسم تدابير نيسي او د خلکو نه تمه لري چې د شکمن کسانو په اړه د معلوماتو برابرولو له لارې د ځواک سره مرسته وکړي." هغه زياته کړه، چې پوليس د استخباراتي او امنيتي ادارو سره همغږي کوي چې سوله بحال وساتي او د ترهګرۍ ډلې په نښه کړي.

داخلي مرکزونه او ښاري مرکزونه خوندي ساتل

په ټول پاکستان کې د روژې په میاشت کې امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د وسله والو بریدونو مخه ونيسي. اوس، چې مارکېټونه د اختر لپاره د اخیستونکو نه ډک وي، اضافي ځواکونه د ښاري سیمو او سوداګریزو مرکزونو ساتنه کوي.

د پیښور د پوليسو سينير سپرنټرنټینټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د ښاري سیمو نه علاوه، د خیبر او مهمند ایجنسۍ او فرنټير ريجنز کوهاټ ته نږدې سیمو کې امنیت زیات کړی شوی دی."

خان وويل، شاوخوا ۳۰۰۰ پوليس افسران به په پېښور کې په ډيوټۍ باندې وي چې د اختر په ورځو کې امنيت يقيني کړي او پوليسو د دې مبارک جشن لپاره د ټولو افسرانو چهټيانې منسوخ کړي دي.

په تیرو وختونو کې به وسله وال د قبیلي سیمو نه راتلل چې د جشن په وخت په پیښور باندې برید وکړي. سږ کال د داسې تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره، پولیس او نور امنیتي ادارې خیبرپښتونخوا ته د ننوتلو په ځايونو کې پوسټونه پیاوړې کوي.

ایس ایس پي سجاد خان چې مټنې قبايلي سيمو ته نږدې په آرباب ټاپو چيک پوسټ کې یې د پوليسو سره د جون په ۲۰ مه افطاري وکړله، وويل، "د خیبر پښتونخوا سينير چارواکې قبايلي سیمو ته نږدې د لرې پرتو سیمو په منظمه توګه ليدنه کوي چې د خبرتیا لیول وګوري او هلته کې د افسرانو مورال ته وده ورکړي."

په اضافي امنيتي تدابيرو کې په سوداګريزو مرکزونو کې د ښځينه کمانډوز ګمارل شامل دي چې په شکمنو ښځو باندې نظر وساتي، او په سترو جوماتونو کې به د اختر د مانځه لپاره پنځه نور پوليس افسران تعينات کړل شې.

په هر ځای کې لوړ امنیتي تدبیرونه

د پاکستان په نورو برخو کې هم امنیت زیات شوی دی.

د مردان ډسټرکټ د پوليسو افسر ميا سعيد احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "په مردان کې، د پوليسو زيات شمېر د ګڼې ګوڼې په سوداګريز مرکزونو او پارکونو او د اختر لپاره د عبادت په ځايونو کې تعينات شوي دي."

هغه وويل، پوليسو د اختر نه مخکې يو خاص کمپاين پيل کړی دی چې د روژې په وروستۍ شپه د جشن په موقع د هوايي ډزو مخه ونيسي کوم چې هره کال د يو شمير کسانو د وژلو سبب جوړيږي.

احمد وويل: "موږ چاپ شوي پامفليټونه لرو، په جوماتونو او عامه ځايونو کې مو خلکو ته پیغام ورسولو او لاريونونه مو وويستل چې [خلکو ته خبر ورکړو] چې پوليس به هيڅکله هم د مياشت ليدلو په شپه هوايي ډزې برداشت نه کړي." هغه خبرداری ورکړو چې پوليس به هر هغه کس نيسي کوم چې په دې عمل کې لاس لري او هغوی به اختر په جيل کې تيروي.

د سيند د پوليسو انسپکټر جنرل، ای. ډي خواجه هم پولیسو ته لارښوونه کړې چې د اختر لپاره يو جامع امنیتي پلان تيار کړي.

ای پي پي د جون په ۲۰ مه راپور ورکړو چې "آی جي پي هدایات ورکړل چې په کهلاو ځایونو، پارکونو، جوماتونو او امام بارګاهونو کې د اختر د غونډو لپاره امنیت لوړ کړی شي او همدا ډول په عام ځایونو، لکه شاپنګ سنټرو، د اختر بچت بازارونو، ريلوی سټیشنونو، د بس په اډو وغيره کې دې امنيت يقيني کړې شي."

د بلوچستان د پوليسو انسپکټر جنرل عبدالرازق چیما خبريالانو ته وویل، پنځه زره پولیس افسران به په اختر کې د کوټې ساتنه کوي. د دې نه علاوه، کارکونکي به د اختر په مانځه کې د عبادت په ټولو مهمو ځایونو کې امنیتي دروازې نصبوي.

د پنجاب حکومت هم پولیسو او د قانون پلي کونکو نورو ادارو ته هدایات ورکړي چې په لاهور، راولپنډۍ او نورو ښارونو کې د امن ساتلو لپاره ټول اقدامات وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500