امنیت

پاکستان د ایران جاسوسي بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله او په دې سره په سفارتي اړیکو کې تناو رامنځته شو

د عبدل غني کاکړ لخوا

چارواکو وويل، چې پاکستان د جون په ۱۹مه د ايران جاسوسي الوتکه د پاکستان د پولې په اوږدو کې د ۳ نه ۴ کلو ميټره دننه په نښه کړه. د ایران د آی ايس این ای خبري اژانس په ۲۰۱۳ کال کې د سپمتمبر په ۲۸ مه په تهران کې د ایران لخوا جوړ شوی لوړ موبايل پروپیلنټ کنټرول واله بې پیلوټه ډرون الوتکه ښيي چې د "یاسیر" په نامه ياديږي. [امیر فورمند / اسنا خبري اژانس/ ای ایف پي]

چارواکو وويل، چې پاکستان د جون په ۱۹مه د ايران جاسوسي الوتکه د پاکستان د پولې په اوږدو کې د ۳ نه ۴ کلو ميټره دننه په نښه کړه. د ایران د آی ايس این ای خبري اژانس په ۲۰۱۳ کال کې د سپمتمبر په ۲۸ مه په تهران کې د ایران لخوا جوړ شوی لوړ موبايل پروپیلنټ کنټرول واله بې پیلوټه ډرون الوتکه ښيي چې د "یاسیر" په نامه ياديږي. [امیر فورمند / اسنا خبري اژانس/ ای ایف پي]

کوټه -- د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۳۱ مه) وويل، پاکستان د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې د ايران بې پیلوټه الوتکه په ډزو راوغورځوله.

د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې وويل، د ایران بې پیلوټه الوتکې د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۹مه) پوله کراس کړه.

په دغه بيان کې راغلي، "د پاکستان هوايي ځواک دغه ډرون په نښه کړو ځکه چې دا نا معلومه وو او د پاکستان په خاوره کې یې ۳-۴ کلو ميټره دننه پرواز کولو."

"پاکستان د دې ډرون الوتکو په نښه کولو په اړه معلومات لا مخکې نه د ایراني چارواکو سره په ډاګه شریک کړي دي چې زموږ امنیتي ځواکونو بې پیلوټه الوتکه په نښه کړه ځکه چې دا نه معلومه وه او د د دې په اړه له مخکې نه هيڅ معلومات موجود نه وو."

په وروستیو میاشتو کې د ایران سیستان - بلوچستان صوبه کې چې د پاکستان او افغانستان سره پوله لري د ایراني ځواکونو او وسله والو ډلو ترمینځ وسله والې جګړې رامنځته شوي دي.

تهران د اپریل په میاشت کې په پوله باندې د "دولتي ضد عناصرو" لخوا د برید په اړه اسلام آباد ته احتجاج وکړو. په دغه پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ ایراني امنیتي پرسونل وژل شوي ول.

د پاکستان چارواکو او امنیتي شنونکو وويل، دا اوسنۍ پیښه په سیمه کې د ایران "د ډبل ګيم" په اړه اندیښنې رامنځته کوي.

ایراني یرغمل د حل لاره نه ده

په اسلام آباد کې د دفاع وزارت یو سينير چارواکي، محمد بلال، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ په خپله خاوره باندې د ایران د يرغل په اړه جدي اندیښنې لرو." پاکستان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې زموږ د سالميت څخه سرغړونه وکړي.

"د پاکستان په خاوره کې د ایران د جاسوسۍ هڅه ښیي چې ایران په دوه اړخیزه معاملو کې د قواعدو او مقرراتو پيروي نه کوي." هغه زیاته کړه، د پاکستان د "جامع امنیتي میکانیزم له کبله ... هیڅوک نه شي کولی ... چې دلته جاسوسي مشنونه سر ته ورسوي."

"زموږ جی ايف -۱۷ تهنډر جنګي الوتکه د بلوچستان په پنجګور کې د بې پيلوټه الوتکې ويشتلو لپاره استعمال شوه." "د الوتکې ملبه ... وروسته د ډسټرکټ په شاوخوا کې په پیروم کې وموندل شوه."

بلال وویل، "پاکستان د ایران سره ۹۰۰ کلومټره اوږد پوله لري، او موږ په خپله سیمه کې د سرحد د امنیت ساتلو لپاره هر ممکن ګام اخیستی دی." "د جاسوسۍ په هڅو باندې د تکيه کولو په پرتله، د ایران حکومت له پکار ده چې د خپل سرحد امنیت يقيني کړي."

هغه وويل: "موږ په خپل ملي امنيت باندې هيڅ ډول روغه جوړه نه شو کولی." هغه زياته کړه، پاکستاني ځواکونه چمتو دي چې هر ډول يرغل ته ځواب ورکړي.

هغه وويل: "د ايران يرغمل د شخړو حل نه دى." ایران باید د نړیوالو سرحدونو په اړه د قواعدو پيروي وکړي."

زیاتیدونکې اندیښنې

په کوټه کې د کورنیو چارو وزارت يو سينير چارواکي، محمد عابد، وویل: ایران باید مسولیت په غاړه واخلي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران له پکار ده چې د خپلې ناکامۍ تور په نورو خلکو نه لګوي." "دا د [ایران] دولت ذمه داري ده چې په دوه اړخیزو اړیکو کې د نړیوالو قوانینو تعقیب وکړي."

هغه وويل، "موږ په سیمه کې د سولې او همغږۍ په اړه باور لرو او تمه لرو چې ایران به د بې بنياد الزامونو لګولو په پرتله د سولې د تلپاتې اجنډې پيروي وکړي."

عابد وويل، "د پولې په اوږدو کې تاوتريخوالی د ايران او پاکستان تر منځ کړکيچ رامنځته کوي، او د پاکستان په سرحدي سيمو باندې د ايراني ځواکونو ډزې د ايران يرغل په ګوته کوي."

هغه وويل، دا د ايران کمزوري او انکار په ګوته کوي چې ايران په خپله خاوره کې تاوتريخوالی نه شي ختمولی. "د تهران د تورونو لوبه او چلند ثابتوي چې دغه هیواد په حقايقو باندې غور نه کوي."

د سیمه ایز سولې لپاره ډیپلوميسي ضروري ده

په اسلام آباد کې د دفاع او امنیت شنونکي، ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، وویل: "پاکستان او ایران دواړه په سیمه کې د سولې لپاره سفارتي هڅو ته اړتیا لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ایران په خپل ترجيحاتو تمرکز کوي او په دوه اړخیزه تعلقاتو پیاوړي کولو کې دلچسپي نه لري." "د سولې او ثبات لپاره، دا اړینه ده چې د دوه اړخيزه ګټو لپاره د نړیوالو قوانینو تعقیب وکړی شي."

هغه وويل: "دا په حقيقت کې بله ستره سرغړونه ده چې يوه ايراني بې پيلوټه الوتکه د پاکستان په خاوره کې جاسوسي کوي." "د پاکستان چټک غبرګون ښیي چې پاکستان کافي ګامونه پورته کړي دي چې د خپلې خاورې امنیت يقيني کړي."

هغه وویل: "که چیرې ایران فکر کوي چې پاکستان به د دې په سرغړونو چپ پاتې شي، نو دا بس هسې یو خوب ویني."

یو ناوړه حالت

په اسلام آباد کې د دفاع شنونکي، محمد رشید، پاکستان فارورډ ته وویل، "په پاکستان کې د ایران زیاتیدونکی يرغل په هیڅ ډول د زغم وړ نه دی." دا د ایران لپاره غیر معمولي حالات رامنځته کولی شي، ځکه چې پاکستان اوس په جدي توګه د ایران په وړاندې د خپلې پاليسۍ بیا کتنه کوي."

هغه خبرداری ورکړو، چې د پاکستان او ايران تر منځ د پولې تاوتريخوالی د دواړو هېوادونو تر منځ د نا امنۍ د حالت لپاره لار هواروي. "ایراني پوځ نه شي کولی چې خپل حالات سمبال کړي ځکه چې دا له مخکې نه په سوریه کې او د خلیج د نورو هیوادونو سره په جګړه کې ښکيل دی."

رشید وویل، "ایران په کور دننه د شخړو سره مخامخ دی ... د سیستان- بلوچستان صوبه او نورې سیمې د هیواد په داخلي امنیت اثر لري." "د وسله وال ډلو سره د مبارزې لپاره د يوې جامع پاليسۍ جوړولو نه بغير، د پاکستان او ایران پولو سره په سیمو کې سوله نه شي رامنځته کيدی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500