رمضان

په پاکستان کې د روژې په مياشت کې سپورټس کول يو مهم رواج جوړ شوی دی

د ضیاء الرحمن لخوا

د کراچۍ اوسيدونکي د جون په ۲۰ مه په سړک باندې د کرکټ لوبه کوي. هر کال د روژې له رارسيدو سره، په ټول هېواد کې ځوانان د شپې د کرکټ د ټورنمنټونو انتظام کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ اوسيدونکي د جون په ۲۰ مه په سړک باندې د کرکټ لوبه کوي. هر کال د روژې له رارسيدو سره، په ټول هېواد کې ځوانان د شپې د کرکټ د ټورنمنټونو انتظام کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د پاکستاني مسلمانانو لپاره، روژه یوازې د مذهبي او روحاني اهميت میاشت نه ده.

دا د جشن او بې شکه د کرکټ مياشت هم ده.

هرکال د روژې میاشتې په رارسیدو سره، پاکستاني ځوانان د ورځې روژه نیسي او د شپې په کوڅو کې کرکټ او نورې لوبي کوي.

دا د شپې ټورنمنټونه په ټول هېواد کې د لوبو په ميدانونو او په خاموش سړکونو باندې د کوڅو په رڼاګانو کې ترسره کیږي، او دا د روژې د رواجونو او جشن يوه مهمه برخه جوړه شوې ده.

زیاتره ځوانان د کرکټ لوبه کوي -- د پاکستان غوره لوبه -- په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې، لیوال کسان د فوټبال او والي بال لوبي هم کوي.

په کراچۍ کې د کرکټ لوبغاړی محمد عمار چې د تېرو څو کلونو راهیسې د روژې په مياشت کې د شپې ټورنمنټونه منعقد کوي وويل، د شپې د کرکټ په لسګونه ټورنمنټونه په اسډیمیمونو کې منعقد کیږي په داسې حال کې چې په هر نيبر هوډ کې د کوڅې ميچونه ترسره کیږي.

عمار پاکستان فارورډ ته وويل، "د ځوان لوبغاړو لپاره، د روژې مياشت د کال تر ټولو زړه پورې وخت دی، چې په دې کې دوی د ورځی د اوږدې روژې وروسته، په شپه کې د کرکټ لوبه کوي."

هغوی په عمومي توګه د ماسختن د لمانځه نه وروسته د شپې تقریباً په ۱۰ بجې لوبه شروع کوي او کور ته د صحرۍ لپاره، سهار نه مخکې خوراک، د تلو نه مخکې سهار نږدې ۲:۳۰ بجې لوبې پای ته رسوي.

ښه امنیت ټولنې یوځای کوي

طالب وسله وال تاريخ لري چې هغوی د سپورټس په فعالیتونو باندې او د روژې په میاشت کې زيات بریدونه کوي.

د طالبانو ترټولو خونړۍ بریدونو کې يو بريد په لو‌‌‌بغاړو باندې د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې هغه وخت ترسره شو کله چې یو ځانمرګي برید ګر د خیبر پښتونخواه په لکي مروت ډسټرکټ کې د والي بال په ټورنامنټ باندې بريد وکړو او لږترلږه ۱۰۰ کسان په کې ووژل شول.

د ۲۰۱۴ کال د اپریل مياشت کې، د افغانستان په پکتیکا صوبه کې د والي بال په ټورنمنټ کې د افغان طالبانو په برید کې لږ ترلږه ۴۵ لوبغاړي ووژل شول.

خو د امنیتي عملیاتو، چې ترهګر په نښه کوي، له کبله په دواړو هېوادونو کې د روژې په میاشت کې د شپې ټورنمنټونو شهرت ترلاسه کړی دی.

د لکي مروت په ورته ميدان کې چې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ د میاشتې چاودنه په کې رامنځته شوی وه یو شمیر ځوانانو سږکال د والي بال په ميچونو کې برخه واخيسته.

د لکي مروت د والي بال یو لوبغاړي، شفیع مروت، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د طالبانو ظلمونه نه دي هېر کړي، کله چې هغوی زمونږ په ډسټرکټ کې په لسګونو لوبغاړي او مداحین په بې رحمۍ سره ووژل."

هغه وويل، اوس اوسيدونکي په ګاونډي قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو د برياليتوب وروسته خوندي دي.

په کراچۍ کې، چېرته چې قومي تاوتریخوالی د مختلفو ټولنو ځوانان د لوبو کولو نه منع کړي وو، د رینجرو د مشرۍ لاندې عملیاتو چې په سپمتمبر ۲۰۱۳ کال کې شروع شول د ټولو فرقو او قومونو ځوانانو ته موقعې برابر کړې چې د شپې په ټورنمنټونو کې برخه واخلي.

عمار وويل، "د عملياتو نه مخکې، دا امکان نه وو چې دوی د نسلي- سياسي تاوتريخوالي له امله لياري، لياقت آباد او سهراب ګوټ ته لاړ شي." "اوس، په ښارونو کې عملياتو د شپې په ټورنمنټونو کې زیاتوالی راوستی دی او د ټولو قومونو او فرقونو زيات شمير خلک په کې ګډون کوي."

د روژې په میاشت کې ترهګريز بریدونه

ترهګريز ډلې لکه افغان طالبانو، داعش او القاعدې د روژې په میاشت کې بریدونه تيز کړي دي، سره له دې چې دیني عالمانو، نړیوالو مشرانو او ملکي وګړو غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی ودروي.

تیر کال، داعش د روژې په مياشت کې په مختلفو هيوادونو کې په ۱۴ ترهګريز بريدونو کې د ۵،۲۰۰ نه د زیاتو خلکو د وژلو او ټپي کولو کريډټ ترلاسه کړو.

د داعش په یو بيان کې، النبا د قربانيانو تفصيلات ورکوي چې په دوی کې تقريبا ۲۰۰۰ شیعه ګان، ۱۰۰۰ کردان، د سوريې ۶۰۰ الیوت او ۳۰۰ عیسايان شامل دي.

په خوشبختۍ سره، د روژې په میاشت کې په پاکستان کې څه لويه تروریستي پیښه نه ده رامنځته شوی. دا یوه لاسته راوړنه ده چې امنیتي شنونکي د دې کريډټ هغه پوځي او استخباراتي عملیاتو ته ورکوي کوم چې په ټول هیواد کې تحريک طالبان پاکستان او د هغې متحد ډلې په نښه کوي.

که څه هم ګاونډي افغانستان خوش قسمته نه دی.

د می په ۲۷ مه، د افغانستان په خوست ښار کې د روژې په لومړۍ ورځ، د طالبانو ځانمرګي برید کونکي د موټر له لارې ۱۳ کسان ووژل او ۶ کسان یې ژوبل کړل چې په دوی کې ماشومان هم شامل ول.

د می په ۳۱ مه، د کابل په سفارتې سيمه کې په ټرک کې یوه ستره بمي چاودونه وشوه او لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول او په سلګونه نور په کې ژوبل شول.

د جون په ۳ مه، ځانمرګي بريد کونکو په کابل کې د جنازې په مراسمو کې ماتم کونکي په نښه کړل چې لږترلږه اوه تنه په کې ووژل شول.

د جون په ۶ مه، د هرات صوبې لوی جومات ته نژدې د موټرسايکل له لارې يوه چاودنه وشوه چې اوه تنه په کې ووژل شول.

او د جون په ۱۵ مه، د داعش ځانمرګي برید کونکو په کابل کې الظهرا جومات په نښه کړو، چې یو پولیس افسر او درې ملکي کسان په کې ووژل شول او ۸ کسان په کې ژوبل شول. په ژوبل شوي کسانو کې څلور پولیس او څلور ملکي وګړي شامل ول.

د سولې او د کفارې یوه میاشت

د پاکستان مذهبي عالمانو د دغه ظلمونو غندنه کړې ده، او دا يې "غیر اسلامي" او "غیر انساني" بللي دي.

په کراچۍ کې صوفي دیني عالم، علامه مجید صدیقي، چې د جنګي بریدونو څارنه کوي، پاکستان فارورډ ته وویل: "روژې د سولې، لمونځونو او د کفارې میاشت ده."

هغه وویل، "په دې مقدسه میاشت کې د داعش په شان د تروریزم ډلو لاسوهنه دا څرګندوي چې دوی د اسلام او انسانیت سره هیڅ تړاو نه لري."

په تیرو دوو کلونو کې، داعش په ځانګړي توګه د روژې مبارکه میاشت د ترهګرۍ او د ملکي وګړو -- د مسلمانانو او غیر مسلمو دواړو -- د وژلو لپاره غوره کړې ده.

هغه وویل، "داعش خپله اجنډا لري: اسلام بدنامول." "خو په ټوله نړۍ کې مسلمانانو او غیر مسلمو دا خبره محسوس کړې ده او د ترهګرۍ په وړاندې یې یووالی او اتحاد ښودلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500