امنیت

د خیبر پښتونخوا پولیس ژمنه لري چې د جشن په موقع د ډزو مخنيوی وکړي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي چې د جشن په موقع هوايي ډزي د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره خطر دی، او چارواکي مبارزه کوي، خلک نيسي او د پوهاوي کمپاین ترسره کوي چې خلک د دې د خطر نه خبر کړي. په پیښور کې د کوژدن په جشن کې د ډزو او د آتش بازۍ يوه ویډیو. [دانش یوسفزۍ]

پيښور -- د خیبر پښتونخوا پولیس وایي چې د جشن په موقع ډزې د عامه خلکو د خوندیتوب لپاره خطر دی، او چارواکي مبارزه کوي، خلک نيسي او د پوهاوي کمپاین ترسره کوي چې خلک د دې د خطر نه خبر کړي.

د نيوز انټرنيشنل راپور ورکړو چې د جشن په موقع په ډزو کې په پيښور کې لږترلږه ۲۵ کسان او په مردان کې ۸ کسان وروسته له هغې ژوبل شول کله چې پاکستان د یکشنبې په ورځ (د جون په ۱۸مه) د انډيا خلاف انټرنيشنل چيمپينز ټرافي وګټله.

د نيوز له مخې، د خیبر پښتونخوا پولیسو لخوا په دې ډول ډزو د بندیز باوجود مينه والو په زرګونو هوایي ډزې وکړې.

د پېښور پولیسو خبر ورکړو چې هغوی د خطرناک او غير قانوني ډزو په سلسله کې ۶۶ کسان ونيول.

د پاکستان کرکټ مينه وال د جون په ۱۸ مه په سرینګر کې د خپل ټیم د آی سی سی چیمپينز ټرافي لمانځوي. په خیبر پښتونخواه کې ۳۳ کسان په هوايي ډزو کې ژوبل شول. پوليسو د پوهاوي کمپاينونه پيل کړي چې د دې خطرناک عمل مخنيوی وکړي او هغوی د جون په ۱۸مه د پيښو نه وروسته په پيښور کې ۶۶ کسان ونيول. [توصیف مصطفی / ای ايف پي]

د پاکستان کرکټ مينه وال د جون په ۱۸ مه په سرینګر کې د خپل ټیم د آی سی سی چیمپينز ټرافي لمانځوي. په خیبر پښتونخواه کې ۳۳ کسان په هوايي ډزو کې ژوبل شول. پوليسو د پوهاوي کمپاينونه پيل کړي چې د دې خطرناک عمل مخنيوی وکړي او هغوی د جون په ۱۸مه د پيښو نه وروسته په پيښور کې ۶۶ کسان ونيول. [توصیف مصطفی / ای ايف پي]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پوسټر د جشنونو په دوران کې د هوایي ډزو د خطرونو په وړاندې خبرداری ورکوي. [فايل]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پوسټر د جشنونو په دوران کې د هوایي ډزو د خطرونو په وړاندې خبرداری ورکوي. [فايل]

پوهاوی رامنځته کول

د پیښور د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وویل، چې د کلونو راهیسې هوایي ډزې په پاکستان کې د اختر، د نوي کال او د واده په مراسمو کې د معمول خبره ده.

هغه وويل: "د خيبر پښتونخوا چارواکو په صوبه کې د هوايې ډزو په وړاندې اغېزمن کمپاين پيل کړی دی چې د دې سماجي براېې اثراتو په اړه خلکو ته تعليم ورکړي."

سجاد وویل، په پېښور کې د پولیسو سينير افسرانو هدايات جاري کړي دي چې پوليس دې د پیښور ستر جوماتونو ته لاړ شې چې د جمعې په لمونځونو کې پوهاوي رامنځته کړي.

هغه په تفصيل سره وويل، "دوی د امامانو د خطبو نه وروسته عبادت کونکو ته خطاب کوي." ''[اوریدونکي] د دې بد عمل له امله د بې ګناه خلکو د زيان په اړه خبرې اوري."

سجاد وويل، جوماتونو ته د تللو تر څنګ، د خيبر پښتونخوا پوليسو هم د پوهاوي کمپاين پيل کړو چې په هغې کې په مختلفو ځايونو او ګاډو باندې پوسټرونه لګول، د ټولنې د مشرانو سره ليدل او په سيمه ييزو ريډيو سټيشنونو باندې اعلانونه کول شامل دي.

هغه وويل: "زموږ موخه داده چې خلکو ته تعليم ورکړو او د بې ګناه خلکو قيمتي ژوندونه بچ وساتو." هغه زياته کړه، چې د ټولنې مرسته ضروري ده.

د هوایي ډزو اثرات

سجاد وويل، د پوليسو افسران د قانون ماتولو د اثراتو په باره کې خلکو ته خبرداری ورکوي. هغه زياته کړه، چې هغوی په مشرانو او د ټولنې په مشرانو زور ورکوي چې دا يقيني کړي چې د دوی په سيمو کې هوايي ډزې ونه شي.

د چارواکو له مخې، تیر کال، په خیبر پښتونخوا او فاټا کې په مختلفو پیښو کې د وړوکي اختر په موقع درې پاکستانيان ووژل شول او ۴۸ نور ژوبل شول.

د پېښور یو ۵۶ کلن اوسيدونکی او يو سيکيوريټي ګارډ، انورخان په دغه ژوبل شوي کسانو کې وو.

یوه ګولۍ د هغه اوږه هغه وخت په نښه کړه کله چې هغه د جومات په غولې کې لمونځ کولو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ما په خپل علاج باندې ۶۰۰۰ روپۍ (۵۷ امريکايي ډالره) خرچ کړې، په داسې حال کې چې زه په میاشت کې ۸۰۰۰ روپۍ (۷۶ امريکايي ډالره) ګټم. "دا زما لپاره ډیره سخته وه چې دا لګښتونو برداشت کړم."

د امامانو او اوسیدونکو ملاتړ

قاري خالد الرحمن، چې په پيشتخره کې د مسجد زبير امام دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د حکومت يو ښه ګام دی چې د خلکو د پوهاوي او د بېګناه خلکو د ژوندونو خوندي کولو لپاره مذهبي مرکزونه استعمالوي."

هغه وويل، هوايي ډزې د زيات شمېر مرګونو او معذورۍ سبب جوړ شوي دي.

هغه وويل، "په مختلفو جشنونو کې بې ګناه خلک وژل کيږي چې هغوی په ماتم کولو باندې مجبوره کوي." هغه زياته کړه، اسلام د بېګناه خلکو وژل ردوي.

هغه وويل، که دا بنديز کافي نه وي چې د هوايي ډزو مخنيوی وکړي، نو هوايي ډزې د پيسو ضايع کول دي. اسلام په غیر ضروري فعالیتونو باندې د پيسې خرچ کولو نه منع کوي.

اشفاق خان، چې د چمکنۍ اوسيدونکی دی، د هوايي ډزو د لوړې کچې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

"هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د اختر، ودونو او د پاکستان د کریکټ ټيمونو لخوا د ستر بریالیتوب په وخت په زرګونو ډزې کیږي."

هغه د خیبر پښتونخوا د پولیسو لخوا د هوایي ډزو په باره کې د پوهاوي د کمپاین ستاینه وکړه او د غوره نتيجو امید یې څرګند کړو.

پولیس د وړوکي اختر لپاره تياری کوي

د چمکنۍ سټيشن هاوس آفسر او سب انسپکټر همایون خان پاکستان فارورډ ته وویل، د اختر په سلسله کې د عامه زده کړو کمپاین په زور سره جاري دی.

هغه وويل، "د پېښور پوليسو له مخکې نه د خبرتيا کمپاين پيل کړی دی."

همايون وويل، افسران خلکو ته درخواست کوي چې دا عمل پريږدي او هغوی ته پیغامونه ورکوي لکه "په هوایي ډزو بندیز لګيدلی دی" او "راځئ چې یوځای کوشش وکړو چې د ټولنې نه دا غير اخلاقي عمل ختم کړو."

تیره جمعه هغه وویل، چې هغه د عبادت کوونکو سره خبرې وکړې کوم چې په يو ځايې جومات کې د لمانځه لپاره راغونډ شوي ول او په هغوی يې زور ورکړو چې هوایي ډزې نه کوي.

هغه پيش ګويي وکړه، "په کومه دوستانه چلند سره چې موږ د خلکو سره ليدل وکړل زموږ برياليتوب څرګندوي، او موږ به په دې اختر کې په هوايي ډزو کې د پام وړ کمې وينو."

د هر ډول سرغړونې په صورت کې، پولیس ځواب ته چمتو دي.

همایون وویل، "موږ د هوايي ډزو په اړه د خپلو سينير چارواکو نه روښانه هدايات لرو." موږ به د مجرمینو په وړاندې سخت ګام پورته کړو."

هغه وويل، ورته کمپاينونه په مردان، کوهاټ، صوابۍ، نوشهره او نورو ډسټرکټونو کې ترسره شوي دي.

ايس ايس پي سجاد وويل، "موږ ټولو سب ډويژنونو او د پوليسو د مرکزونو مشرانو ته واضح هدايات ورکړي دي چې موږ به په دې باره کې هيڅ خلاف ورزي برداشت نه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څه چې پورته ځي، تل ښکته راځي!

ځواب