ديپلوماسي

پاکستانيان د ایران د زياتيدونکې 'ډبل ګيم' په اړه اندیښمن دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

يو پاکستانی عسکر د می په مياشت کې د هيواد په پوله باندې ساتنه کوي. د ایران په پوله باندې کړکيچ وروسته له هغې زيات شوی دی کله چې تهران په پاکستان کې دننه په وسله والو باندې د بريد کولو ګواښ وکړو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

يو پاکستانی عسکر د می په مياشت کې د هيواد په پوله باندې ساتنه کوي. د ایران په پوله باندې کړکيچ وروسته له هغې زيات شوی دی کله چې تهران په پاکستان کې دننه په وسله والو باندې د بريد کولو ګواښ وکړو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

کوټه -- پاکستانيان د می په مياشت کې د پولې هاخوا د پوځي بریدونو د ګواښ له کبله د سفارتي کړکيچ نه وروسته په سیمه کې د ایران د نفوذ او يرغل د زياتوالي په اړه اندېښمن دي.

تهران د اوږدې مودې راهیسې په پاکستان باندې تور لګولی دی چې دا د "دولت ضد" عناصرو ته اجازه ورکوي چې خپله خاروه د ایران د رژیم پر وړاندې د بريدونو لپاره استعمال کړي خو اسلام آباد دغه ادعا ردوي.

دغه مسله د می په ۸ مه هغه وخت رامنځته شوه کله چې ميجر جنرل محمد باقري، د ايران د پوځ مشر، وويل چې پاکستان له پکار ده چې د پولې خپل اړخ کنټرول کړي او د شکمن ترهګرو د اډو پر ضد اقدام وکړي.

د ايران د دولتي ميديا له مخې، باقري وويل، "که چيرې ترهګريز تروریستي بریدونه دوام ولري، نو موږ به د هغوی په خوندي پټنځایونو او اډو بريد وکړو."

دا خبرداری یو ځو ورځې وروسته له هغې ورکړل شو کله چې په پوله باندې وسله والو برید وکړو او د ايران لږ تر لږه ۱۰ امنيتي پرسونل یې ووژلو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې وويل، "په ایران زور ورکړل شو چې د داسې بيانونو جاري کولو نه ډډه وکړي کوم چې د ورورولۍ تعلقات خرابولی شي."

ایران د سولې په لور خنډونه پيدا کوي

په کوټه کې يو سياسي شنونکي محمد حکيم بلوچ پاکستان فارورډ ته وويل، "د ایران د وسله وال ځواک د مشر لخوا د پاکستان دا وروستی خبرداری يوه ستره سرغړونه ده او يوه هڅه ده چې ېرغل ته وده ورکوي."

هغه وويل: "دا د دولت دنده ده چې زموږ په خاوره کې د ايران د نفوذ په اړه ايران ته يو اغيزمن ځواب ورکړي." هغه دغه تورونو ته اشاره وکړه چې ايران امنيت نه لري او د ترهګريز ډلو ملاتړ کوي.

هغه وويل: "د ایران له خوا په پاکستان کې د وسله والو مالي مرسته زموږ د سولې په روان بهير کې خنډ رامنځته کوي." "د ایران حکومت باید د پولې خپل اړخ خوندي کړي پرځای د دې چې د ورورلۍ په اړیکو کې خنډونه رامنځته کړي."

بلوچ وويل: "د هغه وسله والو ډلو سره مبارزه کول چې په ایران کې دننه فعاليت کوي، د پاکستان ذمه داري نه ده." "ایران له پکار ده چې په خپل کور کې د تروریزم سره مبارزې کولو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي."

هغه وويل: "ایران په وسطي ايشيا کې کړکيچ رامنځته کوي، او اوس دا کوشش کوي چې په پاکستان او افغانستان کې نفوذ تر لاسه کړي، او دغه عمل ښایي چې هغوی په دې سیمه باندې د خپل نفوذ قايمولو کوشش کوي.

ډبل ګيم کول

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو کارپوه محمد راشد وويل: "دا وخت دی چې مونږ پوهه شو چې ایران ډبل ګيم کوي چې [ نظام او دوستانه تعلقات ګډوډ کړي] او په سیمه کې د سولې لپاره يو ګواښ دی." "موږ په خپله خاوره باندې د ایران نفوذ برداشت کولی نه شو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ایران رژیم هڅه کړې ده چې ګاونډي هېوادونو ته خپله ایډیالوژي منتقل کړي، او پاکستان د دغې اجنډې لپاره اولنی هيواد دی." هغه زياته کړه، چې دا عمل د نړیوالو حاکمیت تړونونو څخه سرغړونه ده.

"هغه زياته کړه، چې "ایران په پاکستان کې فرقه يي تشدد ته هوا ورکوي او د هغې نیابتي لاس وهنه زموږ داخلي امنيت ته زيان رسوي." هغه زياته کړه چې پاکستان له پکار ده چې د ايران يرغل په سنجيده توګه واخلي او د یو چټک غبرګون سره ګامونه پورته کړي."

هغه وويل: "پکار ده چې زموږه خاوره د هر ډول بهرني اجنډې لپاره د جګړې ميدان جوړ نه شي."

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام آباد کې يو سينير دفاعي تجزيه کار دی، وويل، چې د پاکستان پر وړاندې د ایران يرغل د زغم وړ نه دی او پکار ده چې د بهرنیو چارو وزارت يو قوي ځواب ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان سوله خوښونکی هېواد دی او د ترهګرۍ په وړاندې په روانه جګړه کې مهم رول لوبوي."

هغه وويل: "د ایران او سعودي عرب تر منځ دښمني د پاکستان داخلي امنیت ته زيان رسوي." "له دې امله، موږ باید داسې پاليسي اختيار کړو چې د دې ډول نیابتي نښتو نه آزاده وي."

مسوليت په غاړه اخيستل

د دفاع وزارت یو سينير چارواکي، برهان عابد، پاکستان فارروډ ته وويل، "ایران د دې ويلو کوشش کوي چې دا په یو دفاعي پوزيشن کی دی ځکه چې دا په خپلو سرحدي سيمو کې په پراخه کچه د تاوتریخوالي سره مخامخ دی."

هغه وويل: "له دې امله، زما په نظر کې، د ایران حکومت له پکار ده چې د خپلې ناکامۍ الزام په نورو لګولو پر ځای د خپلو شخړو لپاره يو مناسب حل يقيني کړي."

هغه وويل: "زمونږ د هېواد د ليډرشپ ریښتینی امتحان دا دی چې یوه ستراتیژي اختيار کړي چې د نورو لپاره د ګټو پر ځای د پاکستان لپاره ګټې ولټوي." "موږ په خپله سیمه کې نوره جګړه او بهرني لاسوهنه نه شو برداشت کولی."

عابد هم د ایران او سعودي عرب ترمنځ د طاقت لپاره جګړې ته په اشارې کولو وویل چې فرقه واريت يوه وجه ده چې په سفارتي تعلقاتو باندې اثر کوي. هغه وويل، "دواړه هېوادونه پوره کوشش کوي چې د پاکستان ستراتیژیکي ملاتړ تر لاسه کړي."

هغه وويل، "د افراطي ليوالتيا نه علاوه د ایران موخه دا ده چې شيعه ټولنه د خپلو لاسته راوړنو لپاره وهڅوي ځکه چې دغه هیواد ځان د شیعه ګانو دفاع کوونکی ګڼي." هغه زياته کړه چې ایران د پاکستان په ځينو سيمو کې کلتوري مرکزونه چلوي چې دا په پاکستان کې د ایران د اجنډې په تبلیغ کولو کې کلیدي رول لري.

هغه وويل: "موږ له پکار ده چې په دغه مرکزونو باندې ښه نظر وساتو."

د پولو امنيت

عابد وويل، چې پاکستان ژمن دی چې په خپله سيمه کې د پاکستان او ایران تر منځ په پوله باندې امنیت وساتي، خو ایران له پکار ده چې د خپلې پولې اړخ ته د امنيت مسوليت په غاړه واخلي.

هغه وويل: "په پاکستان کې د ايرن لاسوهنه او د دې غير ذمه درانه بيانونه زموږ د سالميت خلاف دي او زمونږ په تعلقاتو کې ګډوډي رامنځته کوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د می په ۳ مه د اسلام اباد وزټ وکړو او د سرحدونو د امنیت د مسلو په اړه یې د وزير اعظم ميا محمد نواز شريف پشمول د پاکستان د مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

د دوو ميټنګونو نه وروسته د یو رسمي بيان له مخې، دواړو هيوادونو موافقه وکړه چې د پولو امنیت په باره کې همغږي زياته کړي چې په دې کې دا معاهده هم شامله ده چې د پاکستان او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ یو هاټ لاين بحال کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان له پکار ده چې د خپل مسلمان ګاونډيانو خلاف نفرت پيدا کولو په ځای د اورپکۍ سره په مبارزې باندې تمرکز وکړي.

ځواب

ايران يو غير اسلامي هيواد دی چې ځان د اسرايلو خلاف ګڼي. خو په حقيقت کې، د ايران اسفهان په نړی کې د يهوديانو لپاره دوهم تر ټولو لوی ځای دی. نو بيا څنګه ايران د مسلمانانو د نړۍ په حق کی دی. تاسو د دجال په باره کې د اسلامي پيش ګويو مطالعه هم کولی شئ.

ځواب

دا د امریکې، اسراییل او د انډيا د را ګيم پلان دی چی سعودیانو او د هغوی متحدو پلي کړی دی. دوی غواړي چې د داعش، القاعدې او نورو وسله والو ډلو په شکل کې مسلمانان ویجاړ کړي او هغوی تقسيم کړي او په هغوی حکومت وکړي چې په مشرقي وسطی او په دې سيمه کې خپل مفادات خوندي وساتي. هر څوک ښه پوهیږي.

ځواب

آیا پاکستان سوله خوښونکی هیواد دی؟

ځواب