زده کړه

په پېښور کې د ژورناليزم طالب علمان د آسټریليا د طالب علمانو علمانو سره رابطه کوي

دانش يوسفزۍ لخوا

د پېښور يونيورسټۍ زده کوونکي او ژورنالستانو د می په ۲۳ مه په ورچول کلاس کې ګډون کوي او د سکایپ له لارې د آسټريليا د ژورناليزم د زده کوونکو سره خبرې اترې کوي. [دانش یوسفزۍ]

د پېښور يونيورسټۍ زده کوونکي او ژورنالستانو د می په ۲۳ مه په ورچول کلاس کې ګډون کوي او د سکایپ له لارې د آسټريليا د ژورناليزم د زده کوونکو سره خبرې اترې کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- د پاکستان او آسټريليا تر منځ پراخه فاصلې ته په ماتې ورکولو سره د دواړو هېوادونو د ژورناليزم زده کوونکي په دې وروستيو کې په شریکه د خبرونو جوړولو لپاره په ګډه کار وکړو.

د پېښور يونيورسټۍ او رايل ملبورن انسټيټوف آف ټکنولوجۍ زده کوونکو د می په ۲-۲۳مه د سکایپ له لارې له يو بل سره رابطه وکړه او د راپور ورکولو نه مخکې یې د څلورو هفتو په لکچرونو او کورس کې ګډون وکړو.

د پيښور يونيورسټۍ پروفيسر عطاالله خان، د آر ايم آی ټي پروفيسر اليکزينډر او په متحده ایالاتو کې د سټينفورډ يونيورسټۍ د کورس جووړونکی او ريسرچر، کيت برون، د دغه کورس په اړه درس ورکړو.

د دغه کورس په شا محرک هغه باور او يقين دی چې د ژورناليزم هغه زده کوونکي چې د سفر کولو توان نه لري، کولی شي چې د يو بل نه زده کړې وکړي او تعلقات جوړ کړي.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې نوښت موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو د ژورنالستانو او زده کوونکو حوصله افزايي وکړي او هغوی بوخت کړي چې د یو بل سره مرسته وکړي او ښه ژورناليزم رامنځته کړي."

هغه وويل، په پاکستان او آسټريليا کې د ځوانو خبريالانو تر منځ مجازي تبادلې جوړولو "دوه اړخیزه تفاهم او اړیکي رامنځته کړې." "اوس هغوی په ګډه کار کولی شي او د خپلو هېوادونو نه د يو بل سره مرسته کولی شي."

د امنیتي اندیښنو مخنيوی کول

خان وويل، چې په خيبر پښتونخوا او فاټا کې خبریالان د امنیتي حالاتو له کبله د تل لپاره د خطر سره مخامخ دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "که څه هم، يو ځايي خبريال د بهرني خبريال په پرتله د لږ ګواښ سره مخامخ کيدی شي." "دا د لویدیځو خبریالانو لپاره ستونزمنه ده چې د پيښور او فاټا لیدنه وکړي او د دې سيمو په اړه راپورونه جوړ کړي."

خان وويل، چې د هرې يونيورسټۍ اتلس زده کوونکو، "د جګړې په زونونو کې راپور ورکول"، په نامه په دې کورس کې ګډون وکړو. هغه زياته کړه، چې د جګړې په سیمو کښې خبریالان د خپلو غربي سيالانو سره اړیکې لري.

د آر ايم آی ټي د يو راپور له مخې، هغه وويل: "هغوی په وار وار د لویدیځ خبریالانو سره د فریلانسر په توګه کار کوي، خو هغوی د کلتوري حالاتو او د مغربي ميډيا د داخلي فعاليتونو په اړه پوهه نه لري."

هغه وويل: "د ژورناليستي او ډیموکريټک نورمونو فعال پلویانو په توګه، دا ځوان خبريالان اوس هم د عملیاتي او سرمقالې د کړنو په اړه وارخطا دي او نه پوهیږي."

د خونديتوب او نورو موضوعاتو په اړه ليکچرونه کوم چې د خبريالانو لپاره ضروري وو د دې کورس برخه وه.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، "ګډونوالو ته د خبریالانو د خوندیتوب د تخنیکونو په اړه خبر ورکړل شوی وو او هغوی ته د جګړې په سیمو کښې د راپور ورکولو تعليم ورکړل شو."مدرسانو په نړۍ کې د سولې او د ژورناليزم د پرمختګ په باره کې ليکچرونه وړاندې کړل."

هغه وويل، زده کوونکو په لايو خبرو اترو کې ګډون وکړو او له يو بل سره يې خپلې تجربې او خيالات شريک کړل.

په آر ايم آی ټي کې د ميډيا او ډیجیټل کميونيکيشن سکول سينير ليکچرر، ويک، وويل، د آسټريلیا د يو ځوان خبریال لپاره ډيره ستونزمنه ده چې د پېښور په باره کې راپور ورکړي ځکه چې د دې لپاره د اضافي سرچينو ضرورت وي -- لکه ژباړونکي، د امنیت اجازت نامه او کليرنس -- چې دا د خبريالانو لپاره ستونزمنه وي چې لومړي معلومات ترلاسه کړي.

ويک وويل، خو اوس، د نړیوال تبادلې مجازی کورس په بریالیتوب سره د مکمل کولو نه وروسته، د هغې زده کوونکي د پېښور او فاټا نه د خپلو پاکستاني همکارانو په مرسته راپورونه ورکولی شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی په پېښور کې د خپلو اړیکو په کارولو سره معلومات راټولولی شي او دا استعمالولی شي چې په آسټريليا کې د چاپ لپاره راپورونه تيار کړي."

د معلوماتو او تجربو تبادله

د دې ټريننګ يوه ډيره ښه برخه د کوچنيو زده کوونکو لخوا خبري کيسې جوړول وو.

د پاکستان زده کوونکو په آسټريليا کې د مسلو په اړه خبرونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې د آسټريليا زده کوونکو د پاکستان په اړه خبرونه ولیکل.

د آسټريليا زده کوونکو وويل، چې هغوی په کورس کې د ګډون په اړه ليوال وو او د پاکستان فارورډ سره يې خپل نظرونه شریک کړل.

د آر ايم آی ټي زده کونکی ویلیم زيبل وويل: "په يو بل هیواد کې د خبریالانو سره د سکايپ او سوشل ميډيا له لارې رابطه کول يوه ډېره عصري او په زړه پورې تجربه وه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په پېښور کې د خبریالانو سره کار کول د آسټريليا د زده کوونکو لپاره يوه "حيرانوونکي" تجربه وه. "د دې مطلب دا وو چې موږ د نظرونو په اړه خبرې وکړې او د تجربه کار او پوهه ژورنالستانو نه مو د پيښور په باره کې ډير څه زده کړل."

د زيبل ډلې يو راپور جوړ کړو چې څه رنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي تاوتريخوالي د پولې دواړو اړخ ته په ودونو باندې اثر کوي.

هغه وويل چې دوی به په پېښور کې د خپلو سيالانو د مرستې نه بغير د دغې راپور په باره کې پوره معلومات تر لاسه کړی نه وې. هغه زياته کړه چې "هغوی د کيس سټډيز، ډيټا او معلوماتو په راټولولو کې مرسته وکړه."

ډ آر ايم آی ټي طالب علم ايلن مک کوټچن وويل، چې د آسټريليا زده کوونکو د خپلو پاکستاني همکارانو سره د ايپکس ګينګ او په آسټريليا کې د يو شمیر مهاجرو چې د سوشل ميډيا د ستونزو سره مخامخ دي، په اړه راپور جوړلو کې مرسته وکړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږ د آسټريليا د شمارياتو ادارې، د ویکټوریا پوليس او د سياستوالو د دفترونو په باره کې معلومات راټول کړل." هغې زياته کړه چې "موږ د يو ځوان مجرم ( د ايپکس ګينګ يو غړی) د جرمونو په باره کې انټرويو وکړه."

مک کوټچن وويل چې هغې دغه کورس ته ډير اهميت ورکړو. هغې زياته کړه، چې هغه به هيڅکله په پاکستان کې د خپلو همکارانو د مرستې نه بغير د افغانستان د کورنیو په اړه يوه خبري کیسه نه وې ليکلې.

د پېښور يونيورسټۍ يو زده کوونکی حسن علي پاکستان فارورډ ته وويل: "په ګروپونو کې د خپلو آسټريلوي سيالانو سره کار کول یوه ډيره ښه تجربه وه."

هغه وويل: "موږ په آسټريليا کې د خبريالانو لپاره د فاټا نه معلومات راټول کړل." "په همدې ډول، زموږ د آسټريلیا ملګرو موږ ته د ايپکس ګينګ په اړه معلومات راکړل چې زياتره معلومات په ویکټوریا دولت کې د کډوال ځوانانو په اړه وو."

کاميابو ته استحکام ورکول

ويک وويل، چې د دې کورس راتلونکی ډیر روښانه دی.

هغې وويل، په نږدې راتلونکي کې، د پېښور يونيورسټي او آر ايم آی ټي په پام کې لري چې د زيات آنلاين کورسونو انتظام وکړي چې د ځوان خبريالانو ترمنځ زیات خط وکتابت ته وده ورکړي.

ويک او خان د دې کورس کاميابي هغې راپورونه ته ورکوي کوم چې زده کوونکو ليکلي دي.

خان وويل: "هرڅوک وي په آسټريليا ميډيا باندې د پېښور راپورونو او په پاکستانۍ ميډيا باندې د آسټريليا راپورونو لوستلو سره د کاميابو مشاهده کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500