زغم

په پېښور کې د سکانو افطار پارټۍ د مذهبي هم آهنګۍ پیغام خپروي

د عديل سعيد لخوا

صاحب سینګ، چې د پېښور يو اوسيدونکی دی، په پېښور کې د جون په ۸ مه روژه دار مسلمانانو ته روژه ماتې ورکوي. [عدیل سعيد]

پېښور -- د پېښور يو سيک اوسيدونکی، صاحب سینګ، په خپل ګاونډ کې د اسلامي مناسکو د درناوي کولو لپاره روژه دار مسلمانانو ته روژه ماتې ورکوي.

د مختلفو طبقو پاکستانيان د هغه د خدمت ستاينه کوي. دوی دا په هېواد کې د مذهبي هم آهنګۍ او اتفاق قوي نښه ګڼي.

سینګ مسلمانانو ته، کوم چې په ډبګرۍ نيبر هوډ کې د يوې فارميسۍ نه بهر راټول شوي وو، په پلاستيکي کڅوړو کې د شربت ورکولو په موقع پاکستان فارورډ ته وويل، "زه غواړم چې خپلو مسلمان ورونو ته پيغام ورکړم چې موږ [سکان] د هغوی د ديني مناسکو په بشپړه توګه درناوی کوو."

هغه وويل: "په سخته ګرمۍ کې د هغوی سره په اوږدې روژه کې د خواخوږۍ څرګندولو لپاره، ما هغوی ته يخ شربت او ماسته ورکړل."

صاحب سینګ (ګس اړخ ته) او د هغه ورور نام سنګ د جون په ۲مه په پېښور کې روژه دار مسلمانانو ته شربت ورکوي. [عدیل سعيد]

صاحب سینګ (ګس اړخ ته) او د هغه ورور نام سنګ د جون په ۲مه په پېښور کې روژه دار مسلمانانو ته شربت ورکوي. [عدیل سعيد]

هغه وويل، د خپل دوکان ن بهر د روژه دار مسلمانانو لپاره د خوراک سټال لګولو موخه دا ده چې د نړۍ ټولنې ته د پاکستان ریښتینې مخ وړاندې کړم -- چيرته چې د مختلفو دينونو خلک يو ځای ژوند کوي.

سینګ وويل، "په دې سيمه کې، د مختلفو دينونو تر منځ د همغږۍ شتون د يوې صدۍ زوړ عمل دی او مونږ دا ميراث د خپل نيکونو نه ترلاسه کړی دی، کوم چې د خپلو عقيدو په پرتله په خپل ګاونډ کې د مينې او سولې سره ژوند کولو."

د مسلمانانو او اقلیتونو ترمنځ فاصله کمول

سینګ وويل، چې په پاکستان کې د اورپکۍ او مذهبي افراطيت د لسیزې اوږدې څپې، چې د يو موټې ترهګرو لخوا رامنځته شولې، د مسلمانانو او قليتي ټولنو تر منځ فاصله رامنځته کړې ده.

هغه وويل: "د دې فاصلې ختمولو او پاکستانيان د سوله يیز ژوند لپاره د پيړو زړې لارې ته د راوستلو لپاره، موږ له پکار ده چې د يو بل د مذهبي رواياتو درناوی وکړو او د نورو خلکو لپاره مينه او خواخوږي څرګنده کړو."

سینګ وویل، یوازې هغه دا کار نه کوي، نور ډېر سیکان هم د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې، د حسن ابدال، لاهور او کراچۍ په ګډون، د مسلمانانو لپاره د روژه ماتي برابرولو انتظام کوي.

په پېښور کې د هندوانو د ټولنې غړې په پام کې لري چې د مسلمانانو لپاره د روژه ماتي انتظام وکړي.

هارون سرب ديال، چې د هندوانو د ټولنې استازی دی او د پاکستان د نړیوال دین شورا باني غړی دی، وويل، "د صاحب سینګ مثبت عمل ته په هرکلي کولو سره، د هندوانو ټولنې هم فيصله کړې ده چې دا عمل شروع کړي چې مقصد یې د مختلفو دينونو خلک يو بل ته نژدی راوستل دي."

په دې برخه کې، هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې د هندوانو د ټولنې غړي کار کوي چې د مولانا طيب قريشي، چې په پېښور کې د محابت خان جومات امام دی، سره وروسته له هغې خبرې وکړي کله چې هغه د عمرې نه راشي.

سرب ديال وويل، چې په سيند صوبه کې هندوان له مخکې نه د مسلمانانو لپاره د روژه ماتې د پروګرامونو انتظام کوي.

هغه وويل، "چې دا د دې سيمې د اوسيدونکو يو ریښتینې روايت او جذبه ده -- چې دوی د دوه اړخیزې همکارۍ او مذهبي زغم سره په ګډه ژوند کوي."

همفري سرفراز پيټرز، چې د پېښور بیشپ دی، وويل: "دا د صاحب سینګ لخوا د ډير ستاينې وړ ګام دی او نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې په پاکستان کې د ټولو مذهبونو غړي په سوله او زغم سره په ګډه ژوند کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا مثبت عمل موږ ته پیغام راکوي چې په ژوند کې انسانيت د هر څه نه زیات مهم دی."

پيټرز وويل: "دا زموږ د ورورولۍ د پېړو زوړ کلتور دی، او دغه ډول ښه کارونه به نه یوازې دغه جذبه راژوندۍ کړي بلکې دا به د راتلونکي نسل لپاره هم خوندي وساتي."

د اسلام حقيقي تعليمات

په پېښور يونيورسټۍ کې د شیخ زاهد اسلامي مرکز پخوانی ډايريکټر، عبدل غفور، وويل: "دا ډېر د ستاینې وړ ګام دی چې د سکانو د ټولنې د غړو لخوا اخيستل شوی دی، او مسلمانان له پکار ده چې د دې نه د ورورولۍ عبرت واخلي."

غفور وويل، چې د يو سیک لخوا د روژه ماتي انتظام کول د اسلام حقيقي تعليمات په ګوته کوي، چې د روژې په مياشت کې د نورو سره او په ځانګړي توګه د بې وزلو سره، د همدردۍ څرګندولو پیغام ورکوي. هغه زياته کړه چې په دې کې د ټولو عقيدو د غړو لپاره يو سبق موجود دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ټولو مذهبونو غړو له پکار ده چې مذهبي آهنګۍ، سولې او مينې ته د ودې ورکولو او په هیواد کې د ګډ ژوند د جلال راژوندي کولو لپاره د نورو خلکو د مقدس مناسکو احترام وکړي.

هغه وويل: "د دې ډول کړنو له لارې، مونږ هغه نفرت په شا تمبولی شو او هغې ته ماتی ورکولی شو کوم چې مذهبي بنسټپالو زموږ په ټولنه کې رامنځته کړی دی."

بشريت په ټولو دینونو کې موجود دی

په سوشل ميډيا باندې د سینګ د دې کړنې په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه ستاينه وشوه.

په متحده عرب اماراتو کې يو پاکستاني، عبيد علي، په ټویټر باندې وويل: "سیکانو په پيښور کې هغه کسانو ته پۍ ورکوي کومو چې روژه نيولي ده. دا پاکستان دی کوم ځای چې د ټولو مذهبونو خلک په سولې سره ژوند کوي."

د هندوستان يو بلاګر هارشلين انند ولیکل،"که چيرې موږ خلکو ته اجازه ورکړو چې د نفرت سره دين مه ککړوئ، نو مينه او بشریت به رامنځته شي."

هغه د سینګ او د هغه د ملګرو هغه تصويرونه پوسټ کړل کله چې هغوی د روژه ماتې په وخت خلکو ته خوراک څښاک ورکولو. هارشلين وليکل، "بشریت د هغوی تر ټولو ستر مذهب دی، او د پاکستان د سیکانو دا تصويرونه چې خپلو مسلمانو وروڼو ته 'روژه ماتي' ورکوي دا د نړۍ يو ښه ځای جوړوي."

د ډبګرۍ نيبرهوډ يو مسلمان اوسېدونکي، هاشم علي، وويل: "صاحب سینګ روژه دار مسلمانانو ته د همدردۍ او ورورولۍ يو ښه پيغام ورکړی دی، او مونږ مسلمانان باید په همدې جذبه او احترام سره هغوی ته ځواب ورکړو."

هغه وويل، مسلمانان او سیکان په ډبګرۍ کې په سولې سره ژوند کوي.

علی پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د پاکستان حقيقي ايميج دی، کوم ځای چې د ټولو مذهبونو غړي له سولې سره ژوند کوي او غواړي چې له یو بل سره د خواخوږۍ څرګندولو له لارې د مينې او محبت احساساتو ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله کامل دی

ځواب

ښه مقاله، زما ډيره خوښه شوه، مننه.

ځواب