امنیت

د اسلام آباد پوليس وايي چې د سي سي ټي وي کيمرو له لارې څارنه به نتيجې رامنځته کړي

د آمنه ناصر جمال لخوا

چارواکي په اسلام آباد کې د جنورۍ په مياشت کې د پولیسو په انټګريټډ کمانډ، کنټرول اينډ کميونيکيشن (IC3) سنټر کې د څارنې د کيمرو څارنه کوي. [آمنه ناصر جمال]

چارواکي په اسلام آباد کې د جنورۍ په مياشت کې د پولیسو په انټګريټډ کمانډ، کنټرول اينډ کميونيکيشن (IC3) سنټر کې د څارنې د کيمرو څارنه کوي. [آمنه ناصر جمال]

اسلام آباد -- پولیسو په اسلام آباد کې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښار د امنیت خوندي کولو لپاره ګڼ شمېر ګامونه پورته کړي دي.

طارق مسعود ياسين، چې د اسلام آباد د مرکزي ښار د سيمې يو پخوانی انسپکټر جنرل دی، وويل، چې د پولیسو انټګريټډ کمانډ، کنټرول اينډ کميونيکيشن سنټر، چې د سیف سټي د پروژې په نوم هم ياديږي، موخه لري چې مرکز د جرم نه پاک کړي او په ترهګرو په دوامداره توګه نظر وساتي.

د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان تېر کال د آی سي۳ پرانيسته وکړه، او دا پروجيکټ د جنورۍ په مياشت کې نافذ شو.

چارواکو او تخنیکرانو په اسلام آباد کې د پولیسو په لاين هيډکوارټر کې آی سي۳ جوړ کړو. د ملي ډیټابیس او د نوم ليکنې اداره، د یوې نړیوالې مخابراتي کمپنۍ په مرسته، دا پلي کوي.

په ښار باندې نظر ساتل

پولیس وايي، چې د سیف سټي پروژې د برخې په توګه، د ۱۵۰ چارواکو يوه ډله د آی سي۳ سیسټم چلولو تربيت ترلاسه کړو.

په کنټرول روم کې دننه، دوی په ټول ښار کې د نصب شوي ۱،۹۵۰ کلوز سرکټ تلويزيون کيمرو د ويډيوګانو څارنه کوي.

یاسین وايي، کارګرانو د څارنې کيمرې نصب کړې چې افسران په دې وتوانوي چې د لوړ خطر په سیمو او عامو سيمو کې د فعالیتونو څارنه وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دغه کيمرې نصب شوې چې د جرم مخنيوی وکړي او په خلکو کې باور زیات کړي." "د امنيتي کيمرو له لارې به موږ د خلکو د فعالیتونو د څارنې له لارې د ترهګرۍ او جرمونو سره مقابله کوو."

هغه وويل: "دا [د شواهدو پر بنسټ] پولیسي ده، ځکه چې دا ستونزمنه ده چې د ښار په هر ګوټ کې پوليس واستول شي، خو د آی سي۳ پروژې په مرسته به د هر ځای څارنه وکړل شي."

هغه وويل، دا کيمرې په ۳۲ ميګاپيکسل سره تصويرونه وباسي، چې دوی ته دا توان ورکوي چې په ډيرو خلکو کې یو تصوير د ۳۰ ميټره په فاصله باندې په ګوته کړي.

هغه وويل: "کيمرې په ښار او د ښار په مرکزونو کې ... ځانګړي ځایونه لکه د لوړ جرم سیمې، ريډ زونونه، او د ننوتلو او وتلو ټول لارې په نښه کوي او دا د څارنې د نورو اقداماتو سره هم لينک دي."

هغه وويل: "د سي سي ټي وي کيمرو سیستمونه په ځینو حالاتو کې د جرمونو سره په مبارزه کې ډير اهميت لرلی شي."

هغه وويل: "دا کيمري د هغه ټريفک، عامه غونډو او يا د مظاهرو د څارنې لپاره استعماليږي کومو ته چې د پوليسو د اضافي سرچينو ضرورت وي، او یا په دې تعین کولو کې مرسته کوي چې آيا د خطرې ټلۍ غير ضروري وهل شوې وه اوکنه. له دې امله دا به د پولیسو د ځواب ورکولو ضرورت ختم کړي."

د جرمونو کچه ښکته کول

د پولیسو له خوا د جنورۍ او جون معلومات ښيي چې د سیف سټي د پروژې په نتيجه کې، اسلام آباد مثبت نتيجې رامنځته کړي دي.

د پولیسو د چارواکو له مخې، د پولیسو د ټولو مرکزونو کارکردګي د اطمينان وړ ده او د جرمونو کچه ټيټه شوی ده.

پولیسو ۴۸۸ شکمن کسان ونيول چې د ۱۸۴ ډلو سره تعلق لرلو. هغوی ۳،۵۰۷ مطلوبه شکمن کسان هم ونيول.

د دې نه علاوه، پولیسو هغه ۱۵۷ شکمن کسان ونيول چې د قتل په کيسونو کې یې لاس لرلو. هغوی هغه ۵۷ شکمن قاتلان ونيول کوم چې د ۲۳ کسانو په وژلو کې تورن وو.

پولیسو هغه ۵۱۳ شکمن غله ونيول کوم چې په ۲۸۵ کيسونو کې تورن وو او د هغوی نه يې لوټ شوي توکي ترلاسه کړې چې قيمت يې ۵۵.۳ ميليونه روپۍ (۵۳۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) وو.

پولیسو د غلا ۷۹۳ شکمن کسان هم ونيول چې په ۴۹۹ کيسونو کې تورن وو او د هغوی نه یې قیمتی سامان ترلاسه کړو چې قيمت يې ۹۳.۴ ميليونه روپۍ (۸۹۱،۰۰۰ امريکايي ډالره) وو.

هر يو سيکنډ اهميت لري

ياسين وويل، ځايي قانون پلي کونکې ادارې په دې اړه د زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دي چې د خلکو پر وړاندې د متوقع او غیرمتوقع دواړه ډوله امنیتي ګواښونو سره مقابله وکړي.

هغه وویل، "دغه کيمرې چې په بازارونو، سړکونو، او داسې نور ځايونو کې نصب شوي دي، د آی سي۳ مرکز سره لينک دي چې په ناوړه پيښو کې د چټک اقداماتو او چټک غبرګون ځواکونو له لارې جرمونه کنټرول کړي.

هغه وويل: "دا وخت ډېر مهم دی، او هر يو سيکنډ ضروری دی." "د مخابراتو د مرکز کارکوونکو لخوا چټک اقدامات چې د يوې پيښې ځای ته د غبرګون يونټونه واستوي د مرګ او ژوند خبره کيدې شي."

هغه وويل: "په آی سي۳ کې د استخباراتو چارواکي کارکوونکو ته د پيښې د حل کولو له لارې هدايات ورکولی شي او د اړین اقداماتو شمېر کمولی شي."

هغه وويل: "دا پروجيکټ هڅه کوي چې د سي سي ټي وي کيمرو څارنه په مستقيمه توګه د ګشت کولو سره لينک کړي او دا يقيني کړي چې د څارنې کيمرې د پولیسۍ يوه فعاله وسيله ده."

هغه وويل، آی سي۳ څارونکي د ګشت موټرو سره رابطه کولی شي کوم چې هغه پېښو ته ځواب ورکوي کومې چې د سي سي ټي وي څارونکو لخوا په ګوته کړل شوي وي.

هغه وويل: "دا سروس په تشدد او ټولنیزه بې نظمۍ کې په ټولیزه توګه د کموالي تجزيه کوي."

د سي سي ټي وي کيمرې استخباراتي معلومات هم راټولولی شي او په عامه ځایونو کې د معلوم سرغړوونکو، لکه د غلو، د چال چلند څارنه کولی شي.

ياسين وويل: "د کيمرې څارونکي به د ځايي سرغړوونکو مخونه وپيژني، او په ساده جامو کې د پوليسو افسرانو د لیږلو نه بغیر او د څه رکاوټ نه بغير د کيمرې له لارې د هغوی د فعاليت څارنه کيدی شي."

کمه ويره، زياته سزا

د اسلام آباد اوسيدونکي وايي چې دوی د سي سي ټي وي کيمرو سره د خونديتوب احساس کوي.

اکبر، چې په اسلام اباد کې د یو ګیسټ هاوس مالک دی، د امنيتي وجوهاتو له امله خپل آخري نوم ظاهر نه کړو، وويل: "د کيمرو د نصبولو نه وروسته یوه فايده د جرم لږه وېره ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا په اقتصاد باندې هم يو مثبت اغیز لري ځکه چې عام خلک د خونديتوب احساس کوي."

په اسلام آباد کې يو وکیل محمد الطاف وويل: "د سي سي ټي وي کيمرو سيسټم نه علاوه چې د جرم په مخنیوي کې رول لري، دا اوس هم د جرمونو په ګوته کولو کې مرسته کولی شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د سي سي ټي وي کيمرو ويډيوګانو ګڼ شمېر مثالونه شته چې مجرم ته په سزا ورکولو کې مرسته کوي."

هغه وويل، د کيمرې ويډيو د هغه مهم شاهدانو په ګوته کولو کې مرسته کولی شي چې په عامو حالاتو کې ښایي هغوی د ګواهۍ ورکولو نه انکار وکړي.

هغه وويل: "د سي سي ټي وي کيمرو شواهد ډير قوي کيدی شي، خو د تصوير کیفیت یو فکتور دی که چيرې دا د شناخت لپاره استعمال شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اي ايس ۲۵۵ پټ شوی دی

ځواب