سوداګري

د پاکستان اقتصاد مثبت نښې په ګوته کوي

د سټاف او ای ايف پي لخوا

حکومتي چارواکي د هغه ګاډي ساتنه کوي چې د بجټ يو شمير کاغذات پارلمان ته وړي. په دغه ځای کې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د ۲۰۱۷-۱۸ مالي کال بجټ د می په ۲۶مه وړاندې کړو. ډار د می په ۲۵مه وويل چې د پاکستان اقتصاد په تیر کال کې تقریبا ٪۵.۳ فيصده پراختیا ترلاسه کړه ځکه چې جي ډي پي په لومړي ځل د ۳۰۰ ميليارده نه زياته شوه. [عامر قريشي / ای ايف پي]

حکومتي چارواکي د هغه ګاډي ساتنه کوي چې د بجټ يو شمير کاغذات پارلمان ته وړي. په دغه ځای کې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د ۲۰۱۷-۱۸ مالي کال بجټ د می په ۲۶مه وړاندې کړو. ډار د می په ۲۵مه وويل چې د پاکستان اقتصاد په تیر کال کې تقریبا ٪۵.۳ فيصده پراختیا ترلاسه کړه ځکه چې جي ډي پي په لومړي ځل د ۳۰۰ ميليارده نه زياته شوه. [عامر قريشي / ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان په راتلونکي مالي کال کې په پراختیایي بجټ کې د ٪۴۰ زیاتوالي ژمنه کړې ده ځکه چې حکومت په دوامداره توګه په بنسټیزو پروژو کې سرمايه کاري کوي.

د اقتصاد کارپوهانو د می په ۲۶مه دغه اعلان ته هرکلی وکړو ځکه چې دا د مالي ثبات او ښه امنیت يوه نښه ده، خو هغوی دا هم په ګوته کړه چې دا اعلان د انتخاباتو د کال نه مخکې وکړل شو.

پارلمان ته په خپل خطاب کې، د ماليې وزير اسحاق ډار وويل، چې د عامه سکتور د پراختیا پروګرام بجټ به په کال ۲۰۱۷-۱۸ کې ۷۱۵ ميليارده روپو (۶.۸ ميليارده امريکايي ډالره) نه ۱ ټړيليونه (۹.۶ بيليون امريکايي ډالره) پورې زيات کړی شي.

حکومت په راتلونکي کال کې په مجموعي لګښت کې د ٪۱۱ زياتوالي اعلان وکړو، ځکه چې مثبت مالي فکتورونه او ښه امنيتي حالت نور زيات سرمايه کاران هېواد ته جلب کوي.

د مالیې وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې د می په ۲۵مه د پاکستان د اقتصادي سروې ۲۰۱۶-۱۷ رپوټ يو نقل په لاس کې نيولی دی. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

د مالیې وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې د می په ۲۵مه د پاکستان د اقتصادي سروې ۲۰۱۶-۱۷ رپوټ يو نقل په لاس کې نيولی دی. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

ډار وويل: "په ۲۰۱۷-۱۸ کال کې د مجموعي لګښت اندازه ۴،۷۵۳ میلیارده روپۍ [۵۴.۳ میلیارده امريکايي ډالره] ده، چې دا د تیر کال د لګښتونو ۴،۲۵۶ ميليارده روپو ( ۴۰.۶ ميليارده امريکايي ډالره) نه ٪۱۱.۷ زياته ده. "

دفاعي بجټ د ۸۴۱ میلیارده روپو (۸ ميليارده امريکايي ډالرو) نه ۹۲۰ میلیارده (۸.۸ میلیارده امريکايي ډالرو) پوری زيات شوی دی.

د مۍ په ۲۵مه، حکومت وويل چې په تېر کال کې اقتصاد تقريبا ۵.۳ فيصده وده وکړه چې دا په يوې عشره کې تر ټولو لوړه وده ده.

د دغه زياتوالي وجه په ودانۍ کولو کې زياتوالی دی چې د ۵۰ ميليارده روپو (۵.۲ تریلیون امريکايي ډالرو) سرمايه کارۍ پلان سره تړاو لري چې ترانسپورت او د بجلۍ زیربنې به ښه کولی شي.

په پاکستان کې د باور کچه زياتيږي ځکه چې په اکتوبر کې د پیسو نړیوال صندوق وويل چې هېواد د بحران نه بهر راوتلی دی او د ژغورلو پروګرام بشپړولو نه وروسته یې په خپل اقتصاد کې استحکام راوستی دی.

د پاکستان کريډټ ريټنګ هم ښه شوی دی، که څه هم په جنوبي آسيا کې د خپلو ګاونډيانو په پرتله سرمايه کاري کمزوري ده.

د اقتصاد پوهان وايي چې دغه هیواد ته پکار ده چې د څو کلونو لپاره په دوامداره توګه ۶-۸ فيصده ودې ته دوام ورکړي چې په غربت کې د پام وړ کمې راولي او د خپلو ځوانانو لپاره کافي روزګار برابر کړي.

د ژوند معيارونه لوړول

د پاکستان د اقتصاد پوهانو دغه مثبت مالي فکتورونو ته هرکلی وکړو.

د پاکستان د اقتصاد د څار صدر مرتضی ملک، چې په اسلام آباد کې د اقتصادي څارنې يو تينک ټينک دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "دا يو ښه پرمختګ دی، چې حکومت د پراختيايي بجټ کچه ډيره زياته لوړه کړې ده."

هغه وويل، "پکار ده چې حکومت په راتلونکي مالي کال کې په بشري پرمختيا تمرکز وکړي چې د ژوند معیارونه ښه کړي."

ملک وويل: "په ميليونونو خلک د انرژۍ د بحران، د اوبو د کموالي، د تعليم او د صحت د مرکزونو د نشتوالي، د بې کارۍ او د غذايي ستونزو سره مخامخ دي. پکار ده چې دا په ترجيحي بنيادو حل شي."

هغه وويل، يوازې انفراسټرکچر جوړول د خلکو د بنيادي ستونزو حل کولو لپاره کافي نه دي.

هغه وويل: "په ۲۰۱۷-۱۸ کال کې د پرمختګ لپاره ډير زيات بجټ مختص کولو سره، حکومت له پکار ده چې بنيادي سهولتونه برابر کړي."

د بجټ وعدې پوره کول ضروري دي

اشفاق حسن خان، چې په اسلام اباد کې د ساينس او ټکنالوژۍ ملي يونيورسټۍ د ټولنيزو او بشري علومو په سکول کې د اقتصاد يو کارپوه دی، د بجټ د خبرونو هرکلی په دې شرط وکړو -- چې دا د انتخاباتو په کال کې د سياستوالو تش په نامه خبرې نه وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا د حکومت د ټاکنو بجټ دی."

هغه وويل، چې حکومت به د خپلې پارټۍ پارلماني غړو ته د پرمختيايي فنډونو لپاره په ميليونونو روپۍ ورکوي چې په راتلونکې ټاکنو کې د پارټۍ لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه وويل، په هېواد کې تر ټولو زيات د پرمختيايي بجټ اعلانولو نه وروسته، واکمنه پارټي به په راتلونکي کال کې په خپل انتخاباتي کمپاين کې ګټه پورته کړي.

خان وويل: "د یو لوی بجټ اعلان کول لويه بريا نه ده." "لويه کاميابي په حقيقي ډول د دې پلي کول دي."

د اقتصادي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د بزنس پلس تلويزيون يو سينير خبريال علي ناصر وويل، که حکومت پيسې کومې چې په نوې بجټ کې مختص شوي دي خرچ کړي، نو دا به اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، په زرګونو نوي کارونه به رامنځته کړي او د عام پاکستانیانو ستونزې به کمې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د خلکو بنيادي ستونزې په وروستیو کلونو کې زياتې شوي دي، او په پراختيايي بجټ کې زیاتوالی به د حکومت سره په دغه لويو مسلو حل کولو کې ملاتړ وکړي."

هغه وويل: "هرڅوک پوهيږي چې دا نوی بجټ د ټاکنو بجټ دی او حکومت به جدي کوششونه کوي چې دا په حقيقي ډول پلي کړي چې هغه وعدې پوره کړي کومې چې دې د خلکو سره کړي وې."

[د اسلام اباد نه جاويد محمود د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500