امنیت

په پېښور کې د سیف سټي پروجيکټ له لارې امنيت ښه کولی شي

سيد انصار عباس لخوا

يو ټيکنيشن په پېښور کې د می په ۲۰ مه د سیف سټي پروژې د يوې برخې په توګه يوه سي سي تي وي کيمره نصب کوي. [سيد انصار عباس]

يو ټيکنيشن په پېښور کې د می په ۲۰ مه د سیف سټي پروژې د يوې برخې په توګه يوه سي سي تي وي کيمره نصب کوي. [سيد انصار عباس]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې يو شمير امنيتي تدابير نیولي چې امنيت ښه کړي او يو داسې چاپېريال رامنځته کړي چې د سولې او سرمايه کارۍ لپاره مناسب وي.

لوړ امنيتي تدابير، لکه په ټول ښار کې د کلوز سرکټ تلويزيوني کيمرې نصب کول، د "سیف سټي پروجيکټ" برخه ده.

د دې پروجیکټ د چارواکو له مخې، د څو کالو د تاخير وروسته، پروجيکټ منيجمنټ يونټ د مارچ په مياشت کې جوړه شو او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې کار پيل کړی دی.

'سوله ضروري ده'

د پي ايم يو ډايريکټر وقارالدين سيد پاکستان فارورډ ته د می په ۲۰مه وويل، "په دې پروجېکټ کې به ۵،۰۰۰ کيمرې په ټول پېښور کې نصب کولی شي." هغه زياته کړه، "دا به ترهګري کنټرول کړي او ښار به د تروریستي فعالیتونو نه خوندي وساتي."

هغه وويل: "کله چې پېښور، د پاکستان دروازه، خوندي شي، نو ټول هيواد به خوندي شي."

هغه وويل، د پيښور -- او ټول پاکستان د پرمختګ لپاره -- "بهرنۍ سرمايه کاري ضروري ده، او د سرمايه کارۍ لپاره سوله ضروري ده."

سيد وويل، چې د کمانډ او کنټرول مرکز به جوړ کړی شي او په دې کې به عصري ټکنالوژي او تربيت يافته کارکوونکي موجود وي چې د سي سي ټي وي د ويډيوز څارنه وکړي، او دا به د فيلډ يونټونو سره لينک کړل شي.

هغه وويل: "دا سيسټم به توان لري چې د عصري وسايلو سره په ښار کې د هر فعالیت څارنه وکړي."

هغه وويل: "د خوندي ښار پروژې تصور له مخې، ټولي متعلقه ادارې به له يو بل سره همکاري کوي چې په ښار کې هره ناوړه مسله ژر تر ژره حل کړي." "د ترهګرو نه علاوه، د نورو جنايتکارانو، سمګلرانو، د موټر غلو، هجوم او حتی د ټريفيک څارنه به وکړل شي او په اسانۍ سره به کنټرول کړل شي."

شفافیت او لوړ معيارونه يقيني کول

د پي ايم يو ډپټي ډايريکټر عبدالله جان پاکستان فارورډ ته وويل، "پي ايم يو د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱ جوړ شو، چې هدف يې د پروجيکټ ژر تر ژره مکمل کول وو." هغه زياته کړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت د پي ايم يو لپاره د ۲۰۱۴ کال په بجټ کې ۱.۵ میلیارده روپۍ (۱۴.۳ میلیونه امريکايي ډالره) منظور کړي دي.

هغه وويل، چارواکي د ميرټ په بنياد باندې کارکونکي بهرتي کوي او مشاورين آرډرونه لري چې د دې پروجيکټ لپاره د لګښت يومفصل رپوټ تيار کړي. هغه زياته کړه: "دا بهير به يو څو مياشتي واخلي."

سره له دې، جان ژمنه وکړه چې د سیف سټي پروجيکټ به په ۱۰ میاشتو کې پای ته ورسوي.

هغه وويل: "په دې پروجيکټ کې د شفافیت يقيني کولو لپاره، د تخنيکي کارکوونکو يو ټيم به د څارنې لپاره بهرتي کړی شي."

جان زياته کړه، "موږ به په معيارونو او کیفیت باندې روغه جوړه ونه کړو."

سيد تاييد وکړو چې د پېښور سیف سټي پروجيکټ ټول لګښت تر اوسه معلوم نه دی.

پولیس د سیف سټي پروجيکټ ته هرکلی وايي

په پېښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ سجاد خان د دغه پروجيکټ ستاينه وکړه. هغه وويل چې د سي سي ټي وي کيمرو ويډيو به د پوليسو سره د جنايتکارانو په نيولو او محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې پروجيکټ د مکمل کولو نه وروسته به زموږ امنیتي میکانیزم ښه شي." "دا پروجيکټ به همدارنګه د جنايي فعاليتونو په کنټرول کولو کې مرسته وکړي."

خان وويل: "د سیف سټي پروجيکټ به د پوليسو د ادارې سره د تروریستي او جنایي فعالیتونو په مخنيوي کولو کې مرسته وکړي."

د پيښور (ریټایرډ) بريګيډير محمود شاه، چې د فاټا پخوانی امنيتي سيکريټري دی، وويل: "د سیف سټي تصور اوس په ستر ښارونو کې د تروریستي او جنایي فعالیتونو کنټرول کولو لپاره ضروری دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په اسلام اباد او لاهور کې د سیف سټي تصور له مخکې نه عملي کړی شوی دی." "که څه هم دا په پېښور کې ایسار کړل شو ... خو موږ بيا هم دی ته هرکلی کوو."

"خوندي او سوله ايز'

پروفیسر بشارت حسين، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د جنايي جرايمو د څانګې چيرمين دی، د سي سي ټي وي کيمرو نصبولو ته هرکلی وکړو او دا يې د جرم په وړاندې یو اغیزمن اقدام وګڼلو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ترهګر او نور بد چلنده خلک به پوهه شي چې 'مشر ورور' ګوري او دا چې دوی د نظارت لاندې دي."

حسين وويل: "د خوندي ښار پروجيکټ به د قانون پلي کوونکو ادارو سره مرسته وکړي چې د سي سي ټي وي کيمرو نه جامد شواهد ترلاسه کړي." "د شواهدو په ګټه، پوليس هغوی مجرم ثابتولی شي او عدالت عاملينو ته سزا ورکولی شي."

هغه وويل: "د څارنې سیسټم به د جرايمو کنټرول کولو او د عامه ساتنې په لور د حکومت ژمنه څرګنده کړي."

هغه وويل، دا به په خلکو کې "د خونديتوب او امن" احساس رامنځته کړي.

په جنايتکارانو باندې نظر ساتل

سوداګران او صنعتکاران وايي چې د ښه نظم او قانون سره به اقتصاد ښه شي.

احتشام حلیم، چې د پېښور د وړو سوداګرو او د وړو صنايعو خونو باني او صدرد دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "سوداګرانو به د هغه بهته خورو نه ګواښونه ترلاسه کول کومو چې به د افغانستان سیمونه [د ګډون کوونکي د شناخت ماډل] هره ورځ استعمالول."

هغه وويل: "د ټکنالوژي پر بنسټ مرکزي سيسټم به بې شکه ټوله شپه ورځ په جنايتکارانو نظر ساتي." "د قانون او نظم حالت به ښه شي."

د حلیم پلار، حاجي محمد حلیم جان، په پېښور کې د سوداګرۍ سينير مشر وو چې بهته خورو په ۲۰۱۶ کال کې د فبرورۍ په ۹مه په قصه خوانۍ بازار کې په رڼا ورځ ووژلو. هغوی هغه د پيسې نه ورکولو له کبله په نښه کړو.

حلیم، چې کورنۍ او کاروبار يې د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي، وويل، چې سوله او د سوداګرو خونديتوب د تجارتي فعالیتونو ښه کولو لپاره اړين دي.

"که څه هم موږ وروڼه سوداګران يو، خو مونږ د ناامنۍ له امله د سوداګرۍ او په نورو ټولنیز کارونو کې ګډون د امنيتي ساتونکو سره کوو." حليم زياته کړه، چې هغه او د هغه وروڼه اوس د خپلو کورونو نه بهر خپل کاروبار کوي.

هغه وويل: "موږ هيله لرو چې د سیف سټي پروجيکټ به د جنايي فعالیتونو مخنيوی وکړي."

'سوله يقيني کيدی شي'

مجيب الرحمن، چې د کی پي مرکزي تنظيم تاجرانو د رابطه کميټۍ (د مرکزي سوداګرو د همغږۍ تنظيم) صدر دی، هيله څرګنده کړه چې دا پروجيکټ به نه يوازې د سوداګرو بلکې د ټولو وګړو لپاره فايده مند وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ به د بهته خورۍ، د پيسو لپاره اغوا کارۍ، د سړک د جرم او د موټر د غلا له امله نا امني محسوسوله." هغه زياته کړه، چې هغه به ځان خوندي محسوس کړي که چيرې دا ۵،۰۰۰ سي سي تي وي کيمرې نصب کړل شي.

سینيټر نعمان وزير خټک، چې د خیبر پښتونخوا صوبې استازیتوب کوي، وويل، چې په سټي سیف پروجيکټ کې د لوړ کیفیت سي سي تي وي کيمرې نصب کول ضروري دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "يوازې ویډیو کافي نه ده." "پکار ده چې کيمرې دا توان لري چې د موټرو نمبر پليټونه په ګوته کړي او د خلکو مخونه وپيژني."

هغه وويل: "که موږ یو اغیزمن او مناسب سیسټم نصب کړو، نو سوله يقيني کيدی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټول پاکستان او پېښور کې د سي سي ټي وي کيمرو نصبولو کار روان دی

ځواب