دین

د پاکستان ديني عالمانو د ترهګرۍ په وړاندې فتوا جاري کړه

جاويد خان لخوا

يوه ورځ وروسته کله چې په يو زيارت کې په يوې بمي چاودنه کې ۷۰ کسان ووژل شو چې ماشومان په کې هم شامل ول، په سيند صوبه کې د فبرورۍ په ۱۷مه په لعل شهباز قلندر صوفي زيارت کې په وینو ککړ فرش باندې د ماشوم بوتل پروت دی. پاکستان د چاودنې وروسته په ټول هيواد کې عمليات شروع کړل. د دغه چاودنې مسوليت داعش منلی وو. [آصف حسن / ای ايف پي]

يوه ورځ وروسته کله چې په يو زيارت کې په يوې بمي چاودنه کې ۷۰ کسان ووژل شو چې ماشومان په کې هم شامل ول، په سيند صوبه کې د فبرورۍ په ۱۷مه په لعل شهباز قلندر صوفي زيارت کې په وینو ککړ فرش باندې د ماشوم بوتل پروت دی. پاکستان د چاودنې وروسته په ټول هيواد کې عمليات شروع کړل. د دغه چاودنې مسوليت داعش منلی وو. [آصف حسن / ای ايف پي]

اسلام اباد -- د پاکستان د ديني عالمانو يوې ډلې په اسلام اباد کې د شنبې په ورځ (د می په ۲۷ مه) اعلان وکړو چې ځانمرګي بريدونه، د دولت په وړاندې بغاوت او د شريعت په نوم د ترهګرو هرډول فعالیت په اسلام کې حرام (په کلکه منع شوي دي) دي.

د مختلفو مکتبه فکر يو ديرش ديني عالمانو په اتفاق سره په يو سيمينار کې، چې د انټرنيشنل اسلامک يونيورسټۍ اسلام آباد د اسلامي څیړنې انستیتیوت منعقد کړی وو، په فتوا باندې دستخطونه وکړل.

مفتي رفيع عثماني د ۲۲ ټکو فتوا ولوستله، چې دا د ځانمرګي بریدونو او د هر ډول تروریزم غندنه کوي او نه يوازې دا حرام ګرځوي بلکې هغه کسان غداران ګرځوي کوم چې په دې کارونو کې لاس لري.

د فتوې له مخې، د "جهاد" په نوم تاوتريخوالی کارول غير اسلامي دی.

دا په بشپړه توګه د پاکستان د پوځ د عملیاتو لکه ضرب عضب او ردالفساد عملياتو سره مرسته کوي، کوم چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په جون ۲۰۱۴ کال او په فبروري ۲۰۱۷ کال کې په ترتیب سره پيل شول چې وسله وال په نښه کړي او سوله بحال کړي.

هغه ديني عالمانو کومو چې په دې فتوې باندې دستخطونه وکړل په هغوی کې عثماني، مولانا حامد الحق حقاني (د مولانا سمیع الحق زوی)، مفتي محمد منیب الرحمان، قاري محمد حنيف جالندهري، مولانا عبدالرزاق، مفتي محمد نعيم، علامه سید ریاض حسین رضوي، مولانا محمد ياسين ظفر، مولانا غلام محمد سيالوي، صاحبزاده مولانا زاهد محمود قاسمي او محمود الحسن شاه مسعودي شامل دي.

اسلامي عالمانو په اتفاق سره يوه اعلامیه هم منظوره کړه چې د "پيغام پاکستان" (د پاکستان پيغام) په نامه ياديږي.

دغه اعلامیه، چې د اسلامک انټرنيشنل يونيورسټۍ مشر پروفيسر معصوم ياسينزۍ ولوستله، د هغه ټولو قوتونو په وړاندې د مبارزې غوښتنه کوي کوم چې افراطيت ته هوا ورکوي. په دغه اعلامیه کې دا غوښتنه وکړل شوه چې د مقدساتو د سپکاوي د مخنیوي لپاره دې په رښتینې توګه قانون عملي شي او خلک دې له دې څخه منع کړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي.

ځوانان د اورپکۍ نه لرې ساتل

سيمينار ته په خطاب کې، صدر ممنون حسين دغه اعلاميه يو "تاريخي ګام" وبللو.

هغه وويل: "موږ هڅه کوله چې د ديني عالمانو حوصله افزايي وکړو چې دوی خلکو ته د تروریزم او افراطیت پر وړاندې وينا وکړي، خو ښه خبره داده چې انټرنيشنل اسلامک يونيورسټۍ په دې برخه کې لومړی ګام واخيستو."

هغه وويل، چې د مبارزې فلسفې جوړلو ضرورت دی چې د افراطیت، کرکې او د تروریزم د فلسفو غندنه وکړو او د نورو لپاره سولې، هم آهنګی او درناوي ته وده ورکړو.

حسين وويل: "د مسلمانانو په توګه، موږ په ټوله نړۍ کې سوله غواړو او د ټول بشریت لپاره پرمختګ، سوکالي او هوساینې غوړو."

ديني عالمان او کارپوهان هيله من دي چې دا فتوا به ځوانان او د ټولنې د نورو کمزوري برخو حوصله شکني وکړي چې دوی د اورپکۍ نه مخ واړوي.

په پېښور کې د يوې ديني مدرسې ښوونکي، مولانا اسد الله، وويل: "په اسلام کې د يو کس وژل يوه لویه ګناه ده، او هغه کسان چې د تاوتريخوالي لپاره د مذهب نوم استعمالوي زموږ دين ته زيان رسوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "کله چې مسلمانانو مکه فتح کړه، نو زمونږ خوږ پيغمبر(ﷺ) خپل ټول دښمنان وبخښل." "اسلام د دې درس ورکوي: د ټولو لپاره سوله او مینه.

ماروي سرمد، چې په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوهه او د مدني حقونو يو فعاله ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "ديوبنديان به دې فرمان ته غوږ ونيسي او د ترهګرۍ مخالفت به کوي."

هغې وويل، پاکستان د ۱۷ کلونو راهیسې د تاوتريخوالي سره مخامخ دی، او د وسله والو نوی نسل د خپل پخواني مشرانو په پرتله نور هم بې رحمه دي.

د ترهګرۍ په وړاندې پخوانۍ فتوې

د پاکستان يو شمیر ديني عالمانو په تيرو وختونو کې د ترهګرۍ او تاوتريخوالي پر وړاندې فتوې جاري کړي دي.

د مثال په توګه، د پاکستان اسلامي عالم مولانا حسن جان مدني د اسلام په اړه د منځلاري نظر او د ځانمرګي بريد په وړاندې د فتوو له کبله مشهور وو.

ځيني کسان شک لري چې هغه پېښور ته نژدې په ۲۰۰۷ کال کې د سپتمبر په ۱۷مه په پېښور کې په جوماتونو او اسلامي يونيورسټو کې د خپلو نظرياتو خپرولو له کبله قتل کړی شوی وو.

بل ديني عالم او سياستوال، محمد طاهر القادري، په دوامداره توګه د تروریزم مخالفت کولو.

د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې، هغه د ۶۰۰ پاڼو يوه مفصله فتوا جاري کړه چې په هغې کې هغه د هر ډول ترهګرۍ، د ځانمرګي بريدونو په ګډون، هدفي وژنې او په کورنيو او بهرنيو امنيتي ځواکونو بریدونه حرام وګرځول.

دا فتوا د قران او سنتو نه ثابتوي چې تروریزم او ځانمرګي بريدونه ظالمانه او بد کارونه دي، او له همدې امله دا غير اسلامي دي.

قادري په خپله فتوا کې ولیکل، "په لسګونه قرآني آیتونه او نبوي روايات ثابتوي چې په اسلام کې تروریزم حرام دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500