پېښور -- پاکستان د روژې مبارکې مياشت نه مخکې امنیت لوړ کړی دی. تمه کيږي چې روژه به د جمعې په شپه (د می په ۲۶مه) پیل شي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو په پېښور کې د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲ مه) د پوليسو په مرکزي سټيشن کې يوه غونډه وکړه چې په عمومي توګه د امنيت حالت بيا کتنه وکړي او په ځانګړې توګه د هغه ځانګړي تدبيرونو معاينه وکړي کوم چې د روژې نه مخکې نیول شوي دي.
صلاح الدين خان محسود، د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ټولو ډسټرکټونو پولیسو افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې امنیت لوړ کړي، ګشتونه زیات کړي او د حساسو ځایونه معاينه وکړي."
محسود افسرانو ته هدايات ورکړل چې هغوی خپل استخباراتي نيټ ورکونه ښه کړي او د ترهګرو او جنايتکارانو ډلو لټون شروع کړي.
هغه وويل: "پوليسو ته هدايات ورکړل شوي دي چې له خلکو سره اړیکي ښه کړي او د ځواک په اړه د هغوی شکايتونه ختم کړي."
په پراخه کچه د امنيت لپاره مبارزه
د پېښور ښار مرکز د پوليسو افسر، محمد طاهر، وویل، چې د د روژې نه مخکې د جنايتکارانو او د ترهګرو پر وړاندې عملیات ګړندي شوي دي چې د ناوړه پيښو مخنيوي وکړل شي.
طاهر پاکستان فارورډ ته وويل: "ما د مۍ په ۲۳مه [د سه شنبې په ورځ] په متنو، اورمار، بډهابيرا او په نورو کلیو کې په لري پرتو سيمو کې چې د قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري د پوليسو د پوستو ليدنه وکړه چې د امنيت معاينه وکړم."
هغه وويل: "پولیسو، د می په ۲۰مه د يو خفيه راپور په رڼا کې، د چاودیدونکی موادو یو لوی مقدار په اورمار کې د يو کور نه ترلاسه کړی دی چې دغه مواد په [پېښور] ښار او یا په نورو ښارونو کې د ترهګرۍ [پلان] لپاره استعماليدل."
هغه وويل، چې په نيول شوي چاودېدونکو توکو کې ۴۰۰ کلوګرامه چاودیدونکي توکي، زيات شمير ډیټونیټرې، لاسي بمونه، د راکټ شيلونه، وايرليس ټليفونونه او د ډیټونیټر تارونه شامل دي.
طاهر وويل: "هغوی د یو ګډ همغږيز تروریستي برید پلان جوړ کړی وو." هغه زياته کړه چې پوليسو يو شکمن ونيوو او د هغه نه يې پوښتنې وکړې چې د خپل نيټ ورک نور غړي په ډاګه کړي.
هغه زياته کړه، د پوليسو ټولو سرکل سپرنټنډانټانو، ډپټي سپرنټنډانټانو او سټيشن هاوس افسرانو ته حکم ورکړل شوی دی چې د افطارۍ نه مخکې او د لمانځه په وختونو کې ګشتونه وکړل شي.
هغه وويل، په مبارکه مياشت کې په هغه ځایونو کې چې د کومو به ساتنه کيږي په هغې کې "د عبادت ځايونه، بازارونه، مارکیټونه او عام ځايونه شامل دي.
په ټول هیواد کې د روژې لپاره امنیت لوړ کړی شوی دی.
د لاهور آی جي پي، حيدر اشرف، د ديني عالمانو سره په يوه غونډه کې د می په ۱۶مه وويل: "په لاهور کې په روژه کې د جوماتونو او امام بارګاهونو د ساتنې لپاره نږدې ۱۲،۰۰۰ پوليس استول شوي دي."
په کوټه، کراچۍ، اسلام آباد او نورو ښارونو کې پولیسو په روژه کې د امنيت لپاره اقدامات کړي دي. په لویو ښارونو کې، دوی د ټريفيک پلانونه جوړ کړل چې په روژه ماتې او نورو وختونو کې د ټريفيک جام کيدل کم کړي.
د پاک پوځ سره د يو کلرک په توګه کار پیل کړه
ځوابتبصرې 1