تروريزم

پاکستان د ترهګرو او افراطیانو لخوا د سوشل ميډيا د استعمال خلاف سخت ګامونه پورته کوي

محمد شکيل لخوا

يو سړی د می په ۱۶مه په پېښور کې خپل د سوشل ميډيا اکاونټ ته ګوري. پاکستان اقدامات کوي چې تروريستان او منع شوي تنظيمونه په انټرنټ باندې د بې خبره ځوانانو د استخدام نه منع کړي. [محمد شکیل]

يو سړی د می په ۱۶مه په پېښور کې خپل د سوشل ميډيا اکاونټ ته ګوري. پاکستان اقدامات کوي چې تروريستان او منع شوي تنظيمونه په انټرنټ باندې د بې خبره ځوانانو د استخدام نه منع کړي. [محمد شکیل]

پېښور -- پاکستان په دې اړه سخت ګامونه پورته کوي چې د عمل ملي پلان تر لاندې د منع شوي تنظيمونو يو آر ايلونه (یونیفارم ريسورس لوکيټرز) او ويب سايټونه بلاک کړي.

چارواکي او شنونکي وايي، که څه هم، دا کار ډير ستونزمن دی، خو هدف ېې دا دی چې د دغو ډلو هغه توان ختم کړي د کوم په ذریعې چې هغوی د خپلو افراطي نظریاتو او د استخدام د تاکتیکونو سره د ډيجيټل ميډيا له لارې خلکو ته په اسانۍ سره رسایي کوي.

د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه په پېښور کې په پاک آرمي پبلک سکول باندې د تحريک طالبان پاکستان لخوا د حملې نه وروسته د عمل ملي پلان جوړ کړل شو. د عمل ملي پلان په جنوري ۲۰۱۵ کال کې عملي کړی شو، چې موخه يې په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ شکمن کسانو په چټکۍ سره محاکمه کول او په پای کې د وسله والو سازمانونو او منع شوي ډلو ختمول دي.

په عمل ملي پلان کې د تروریزم پر ضد اقدامات لکه د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي اداره او د ترهګرۍ سره د مبارزې اغیزمن ځواک جوړل هم شامل دي.

۱۲،۹۶۸ ویب سایټونه بلاک کړل شوي دي

په مارچ کې، د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړو چې د عمل ملي پلان د عملي کولو راهیسې د دوی پرسونلو د منع شوي سازمانونو ۹۳۷ يو آر ايلونه او ۱۰ ويب سايټونه بلاک کړي دي.

ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان د مارچ په ۲۷مه راپور ورکړو چې د دې نه علاوه، د قانون پلي کوونکو ادارو ۱۷،۵۶۲ کيسونه رجسټر کړل او ۱۹،۲۸۹ شکمن کسان یې د عمل ملي پلان د اقداماتو لاندې ونیول چې د نفرت وینا، د افراطي ادیباتو او د لوډ سپکرو ناوړه استعمال مخنيوی وکړي.

په راپور کې راغلې چې سي ټي ايف په ټول پاکستان کې جوړ شوي دي -- ۵۰۰ په اسلام آباد کې، ۱،۱۸۲ په پنجاب کې، ۷۲۸ په سيند کې، ۱،۰۰۰ په بلوچستان کې، ۱۶۸ په ګلګت بلتستان کې، ۲۶۰ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې او ۲،۲۰۰ په خیبر پښتونخوا کې.

د اطلاعاتو، خپرونو او د ملي میراثونو وزارت او د پاکستان د ميډيا ريګوليټري اتهارټۍ (پمرا) د کورنیو چارو وزارت په شان د عمل ملي پلان بنديز د اعتراض وړ موادو په چاپ کولو او خپرولو باندې لګوي.

د اپریل په پای کې، د عمل ملي پلان د عملي کولو نه وروسته، د پاکستان د مخابراتو ادارې لټون وکړو او ۱۲،۹۶۸ ویب سايټونه يې بند کړل کوم چې افراطي مواد، د کرکې وینا او یا نور د کفر مواد لرل.

په دغه مبارزې باندې د حقونو ډلو تنقيد کړی دی.

د بشري حقونو د څار تنظيم د دې په هکله خپله انديښنه څرګنده کړه چې حکومت د انټرنټ د فعالیتونو ناوړه څارنه کوي، مواد بلاک کوي او د بيان د آزادۍ مخنيوی کوي.

خو د پاکستان چارواکي او شنونکي په دې باور لري چې دغه اقدامات به خلک د افراطي ډلو لخوا د آنلاین استخدام نه خوندي وساتي او د حملو نه وروسته د ترهګرو د کاميابۍ ادعا به خاموشه کړي.

د دنیا تلويزيون له مخې، د پولیسو سينير سپرنټنډنټ جنيد شیخ د می په ۱۸مه وويل، چې یوازی په تیره هفته کې، د سيند صوبې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د سوشل ميډيا لږ تر لږه ۷۰ داسې اکاونټونه وموندل کوم چې د داعش سره تعلق لرلو او د پاکستان نه به کنټرول کيدل.

د سوشل ميډيا څارنه يوه 'ستره' دنده ده

کرنل (ريټايرډ) جي بي شاه بخاري، چې په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه او کالم نګار دی، وويل، چې د ډیجیټل مخابراتو د کنټرول دنده تقريبا نا ممکنه خو ضروري ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "مختلف سوشل ميډيا د فیسبوک، ټویټر، سکایپ او نورو ایپلیکیشنو په ګډون زمونږ په ورځني ژوند داسې د پام وړ او شديد اثر کړی دی چې دا کنټرول کيدی نه شي."

هغه وويل: "د دې ستونزې لامل د کار ستر حجم دی."

هغه وويل، چې اصلي ستونزه دا ده چې ترهګرو دغه پليټ فارمونه استعمالوي چې خلک دهوکه کړي، د دروغو د کامیابۍ ادعا وکړي او د خپلو کړنو د جواز لپاره د ګمراهۍ نه ډک مذهبي مواد پوسټ کړي.

بخاري وويل: "د دروغو دې بیانونو او جعلي کاميابیو د بهرتۍ او افراطیت لپاره لاره هواره کړې ده." هغه د حکومت د اقداماتو ستاينه وکړه چې د افراطیانو لپاره د ډیجیټل ميډيا لاره بنده کړي.

هغه وويل، په ډیجیټل ميډيا باندې د ترهګرو مخنيوی کول به هغوی منع کړي او هغوی به نه شي کولی چې په اسانۍ او ارزانه توګه هرې کورنۍ ته رسایي وکړي.

بخاري حکومت ته تجويز وړاندې کړو چې د وسله والو په وړاندې د هغوی د سوشل ميډيا تاکتیکونه استعمال کړي.

هغه وويل: "نتيجې به ښه او موثره وي که چيرې د افراطيانو او وسله والو خلاف د ډیجیټل اړیکو کارولو له لارې د مبارزې ستراتیژي په وخت پيل کړی شي."

د آنلاین استخدام مخنيوی کول

جنرل (ريټايرډ) راحیل شريف، د پوځ پخوانی مشر، په جنورۍ کې په ډيوس کې په نړيوال اقتصادي فورم کې د دې موضوع په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "ترهګر د شکل بدلولو توان لري او دوی دا ډېر په چټکۍ سره کولی شي." هغه زياته کړه، چې ترهګر "ډېر په موثره توګه" سوشل ميډيا او نور ډیجیټل پليټ فارومونه استعمالوي.

هغه وويل، "د هغوی مالي مرسته کونکي، ملګري، سهولت کاران، پټ ګروپونه او د هغوی خواخوږي -- ټول په دې کې لاس لري." هغه زياته کړه چې "موږ له پکار ده چې د دې نه د خلاصي لپاره په اقداماتو کې زیاتوالی راولو."

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل: "د حکومت اقدامات، چې ویب سايټونه بلاک کړي، به خامخا د هغه وسله والو سازمانونو د عملياتو حلقه کمه کړي کوم چې د ډیجیټل اړیکو له لارې د بيګناه خلکو په بهرتۍ کې بوخت دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ډیجیټل اړيکو نيټ ورکونو اکثریت ... استعمالوونکو ته د بيان او پيغام رسولو وړيا او مستقيمه آزادي ورکوي." د سوشل ميډيا شهرت او پراخه استعمال وسله والو سازمانونو ته د خلکو په ذهنونو کې د بدلون راوستلو لپاره يوه اسانه لاره برابر کړې ده."

محمود وويل، د منع شوي تنظيمونو ويب سايټونو او يو آر ايلونو بلاک کولو فيصله به په هغه وسله والو باندې فشار راوړوي، کوم چې هميشه تر څارنې لاندې دي، او هغوی به د يوې موقعې نه محرومه کړي چې د ځوانانو استخدام وکړي او د ځوانانو ذهن سازي وکړي.

د ډیجیټل ميډيا دروازې تړل

سهيل علي، چې په پېښور کې د ټکنالوژۍ متخصص دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د مخابراتو غير روايتي وسيلې کارول د مخابراتو روايتي طريقو په پرتله ډير زيات آسان او خوندي، چټک او ارزان دي."

هغه وويل: "يو کس په خپل دفتر، کور او یا په یو ځای کې د يو بټن په وهلو سره بې شمیره خلکو ته پیغام رسولی شي."

هغه وويل: "د استخدام يا تعظیم لپاره، د مخابراتو عصري لارو چارو بنسټپالو ته د خپلو پيغامونو خپرولو يوه آسانه لاره برابر کړې ده."

علي وويل: "هغه ګامونه، چې حکومت اخیستې دي چې په ډیجیټل میډیا باندې د سخت دريځو لپاره دروازې بندې کړي، د ستايني وړ دي، ځکه چې اوس به دا د هغوی لپاره ستونزمنه وي چې د انټرنټ له لارې بې شميره خلک دهوکه او کنټرول کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500