زغم

د مشعل خان څلويښتمه د زغم او عدم تشدد په ضرورت باندې ټينګار کوي

جاويد خان لخوا

يو خطاب کونکی د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې د مشعل خان د وژلو د څلويښتمې ورځ د لمانځلو په موقع د می په ۲۱مه يوې غونډې ته خطاب کوي. د عبدالولي خان يونيورسټۍ طالب علم د اپریل په ۱۳مه د يو هجوم لخوا د کفر د تورونو له کبله وژل شوی وو. [جاويد خان]

يو خطاب کونکی د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ډسټرکټ کې د مشعل خان د وژلو د څلويښتمې ورځ د لمانځلو په موقع د می په ۲۱مه يوې غونډې ته خطاب کوي. د عبدالولي خان يونيورسټۍ طالب علم د اپریل په ۱۳مه د يو هجوم لخوا د کفر د تورونو له کبله وژل شوی وو. [جاويد خان]

زيده -- په لسګونو پاکستانيانو د شنبې په ورځ (د مې په ۲۱ مه) راټول شول چې د مشعل خان د مرګ څلويښتمه ورځ ولمانځوي. يو غصه هجوم په مردان کې د يونيورسټۍ دغه طالب علم مشعل خان هغه وخت وژلی وو کله چې پ هغه د کفر تورونه ولګیدل.

اصلي څلويښتمه په خیبر پښتونخوا کې د صوابۍ ډسټرکټ په زيده کې د مشعل خان په ځايي کلي کې رامنځته شوه. نور پروګرامونه په پېښور، کوټه او په لرې پرتو سيمو لکه په کابل کې هم منعقد شول چې مشعل د پښتنو میراث په ګوته کوي.

خطاب کونکو او ګډونوالو په صوابۍ کې د سپیڅلي قرآن نه آياتونه ولوستل او د زغم، مذهبي آهنګۍ او په ټولنه کې د عدم تشدد پيغام يې خپور کړو.

د څلويښتمې د ورځ نه مخکې، د ډسټرکټ حکومت ستر ساين بورډونه نصب کړل چې عامو خلکو ته بلنه ورکړي چې په دغه پروګرام کې ګډون وکړي. د سوشل ميډيا استعمالونکو په دغه څلويښتمه کې د ګډون لپاره يو بل ته بلنه ورکړه.

پاکستانيان د مشعل خان د کورنۍ سره مرسته کوي

په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې د اپریل په ۱۳مه د يو ۲۳ کلن، چې د ژورناليزم ډیپارټمنټ طالب علم وو، د وژلو په ملي او نړیواله کچه غندنه وکړل شوه.

په سلګونو طالب علمانو مشعل خان بربنډ کړو، ووهلو او په ډزو يې وويشتلو او د يونيورسټۍ د هاسټل د دوهم منزل، په کوم ځای کې چې هغه وسيدو، نه يې وغورځولو. د مشعل په وړاندې د بې حرمتۍ تور ثابت شوی نه دی.

د هغه مور، میرمن محمد اقبال، پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږله پکار ده چې ګامونه پورته کړو چې هيڅ څوک په دومره وحشیانه طريقه سره هيڅ يوتن له لاسه ورنه کړي."

ماتم کونکو د مشعل په قبر باندې د ګلونو هارونه کېښودل، او ښځې د مشعل د مور او خویندو سره د قران د آيتونو تلاوت کولو لپاره یوځای شوې.

میرمن اقبال وويل: "زه ډيره مننه کوم چې دومره ډير خلک زما د زوی ملاتړ کوي."

زغم او عدم تشدد ته وده ورکول

یوه ستره غونډه په زيده کې د ماسپښين نه وروسته رامنځته شوه چې د مشعل د وژلو په کلکه غندنه وکړي.

په زيده کې په دغه پروګرام کې پارلماني غړو، سیاسي مشرانو، دانشورانو، وکيلانو، د مدني ټولنې غړو، ژورنالستانو، زده کوونکو، ښوونکو او نورو ګډون وکړو. زياتره کسانو چيغې ووهلې لکه "مشعل بې ګناه دی" او "مشعل یو شهید دی."

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی، سردار حسین بابک، په زيده کې دغه غونډې ته وويل، "تعليمي ادارو او په مجموعي توګه ټولنې له پکار ده چې زغم، سولې او مذهبي آهنګۍ ته وده ورکړي چې هيڅ څوک د مشعل په شان د مذهب په نوم ووژل نه شي."

هغه وويل، په ټولنه کې عدم برداشت د بې سوادۍ او د دین په باره کې د نا پوهۍ له کبله رامنځته کيږي.

بابک وويل: "تشدد به ختم کړی شي که چيرې موږ د اسلام او د پښتنو د کلتور په ریښتیني لارښوونو عمل وکړو."

هغه وويل، زده کوونکي، د مدني ټولنې غړي، سياسي مشران او عام خلک د خیبر پښتونخوا د پېښور او نورو ښارونو او حتی د اسلام آباد او پنجاب نه راغلي وو.

د افغانستان سفارت خانې یو وفد د مشعل د کورنۍ سره د پيوستون څرګندولو لپاره زيدې ته راغلې وو.

د انصاف په لټه کې

د مشعل پلار، محمد اقبال، په زيده کې د څلويښتمې ورځ په موقع په خطاب کې وویل چې حکومت له پکار ده چې د انصاف برابرولو لپاره خپل ښه کوشش وکړي.

هغه وويل: "حکومت قاتلين نيولي دي، خو موږ غواړو چې ټول هغه کسان دې ونيول شي او د هغوی دې تحقيقات وکړل شې کوم چې په يونيورسټۍ کې د تشدد رامنځته کولو په شا وو." هغه زياته کړه چې د هغه يواځينۍ غوښتنه دا ده چې يوه سوسايټي دې جوړه کړی شي چې په يونيورسټۍ کې د هیچا زوی په داسې وحشیانه ډول ووژل نه شي.

هغه وويل: "زموږ تعلیمي ادارو او زموږ ټولنې له پکار ده چې سولې او زغم ته وده ورکړي."

هغه وويل: "انصاف زما زوی بېرته راوستلی نه شي، خو دا به نور مشعلونه [د نورو پاکستانیانو زامن] بچ کړي."

ستوريا خان، د مشعل خور، وويل، چې حکومت ته ضرورت دی چې په کيمپسونو کې د سولې ساتلو لپاره ډېر ګامونه پورته کړي.

هغې په زيده کې ميډيا ته وويل، "پکار ده چې په تعليمي ادارو کې سوله وي چې هيڅ څوک بل مشعل مړ نه کړي." هغې د "مشعل" مانا مشال وکړه.

تيرو او اوسنيو ګڼ شمېر سياسي کسانو په زيده کې دې غونډې ته خطابونه وکړل چې په دوی کې پخوانی سنيټر افراسياب خټک، د پاکستان د وکیلانو د کونسل مشر نايب چيرمين عبدل لطيف آفريدي او نور کسان شامل ول.

دوی د خلکو څخه وغوښتل چې د التهابي اوازو نه ډډه وکړي کوم چې د دین په نوم خپرې شوي دي او د مشعل په وژلو کې د پاتې شکمن کسانو د نيولو غوښتنه یې وکړه.

مخکې، د صوابۍ ډسټرکټ اسمبلۍ په ورته ډول د دغه شکمن کسانو د نيولو غوښتنه وکړه او د مشعل خان د کورنۍ لپاره یې د معاوضې ورکولو او د يونيورسټۍ نوم د هغه په نامه کولو لپاره غږ وکړو.

د مردان ډسټرکټ د پولیسو افسر میا سعید احمد وويل، پوليسو ټول کسان نيولي دي خو په شکمن کسانو کې يو کس چې د پوليسو په ايف آی آر او / یا په ویډیو کې په ګوته کړی شوی دی، نه دی نيول شوی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، کيدی شې چې تېر پاتې شکمن، عارف، د خيبر پښتونخوا د پوليسو نه تښتېدلی وي."

څلويښتمه مذهبي زغم ته وده ورکوي

په ريلي کې ګډونکونکو، چې د مترقي ديموکراتيک ټلوالې منعقد کړې وه، غوښتنه وکړه چې حکومت دې دا کيس د پاکستان پوځي محکمې ته وسپاري.

د مشعل په سلسله کې ريلي او غونډې په کوټه او کابل کې د می په ۲۱مه منعقد شوی. ګډونوالو د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه چې په ټولنه او په ځانګړې توګه په تعليمي ادارو کې مذهبي آهنګۍ، زغم او سولې ته وده ورکړي.

د يونيورسټۍ پینځه کيمپسونه د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۲ مه) بيرته پرانستل شول. تمه کيږي چې پاتې دوه کيمپسونه به په دې هفته کې بيرته پرانستل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500