زغم

پاکستاني عالمانو په دې خبره زور ورکړی دی چې دوی دې په ټولنیز زغم کمولو کې فعال رول ولوبوي

آمنه ناصر جمال لخوا

د پاکستان د تروریزم د مبارزې کارپوهان په یو بحث کې ګډون کوي چې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ په اسلام آباد کې د مارچ په ۲۰ مه منعقد کړی وو. [آمنه ناصر جمال]

د پاکستان د تروریزم د مبارزې کارپوهان په یو بحث کې ګډون کوي چې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ په اسلام آباد کې د مارچ په ۲۰ مه منعقد کړی وو. [آمنه ناصر جمال]

اسلام آباد -- هغه څارونکي کومو چې وليدل چې څنګه پاکستان د يوې عشرې نه د زياتې مودې د تروریزم او تشدد نه خلاصی ترلاسه کړو په دیني عالمانو او ښوونکو غږ کوي چې دوی دې د زغم په نظريه کې د بدلون راوستلو لپاره مرسته وکړي.

پاکستان د وحشيانه تروریستي بریدونو سره مخامخ شوی دی چې په دې کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمي پبلک سکول کې د ۱۵۰ نه د زیاتو ماشومانو او ښوونکو وژل شامل دي.

د زياتيدونکې بدامنۍ په ځواب کې، حکومت پوځي بريدونه، د استخباراتو پر بنسټ عملیات او د پوليسو مبارزې پيل کړې چې په دې کې ضرب عضب عمليات چې په جون ۲۰۱۴ کال کې شروع شول، د عمل ملي پلان چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې او رد الفساد عمليات چې په فبروري ۲۰۱۷ کال کې شروع شول، شامل دي.

رحم او زغم ته وده ورکول

تجزيه کاران لکه په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري رضوي وايي، دې ګامونو هیواد د پخوا کلونو په پرتله خوندي کړی دی، خو پرمختګ به دایمي نه شي تر څو چې د هیواد خلکو په خپل ذهنیت کې بدلون نه وي راوستلی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې مذهبي نه زغم "د پاکستان ټولنیز جوړښت ته نه جوړيدونکې زيان رسولی دی." هغه هغه چال چلند ته اشاره وکړه کوم چې هجوم مجبوره کړو چې هغه کسان ووژني کوم چې د مقدساتو په سپکاوي کې تورن دي او يا هغه افراد کوم چې په دهوکې سره ځوانان د ترهګرو د ډلو سره یوځای کوي.

هغه وويل: "ځوانان په ځانګړې توګه د زياتيدونکې افراطي ايډيالوژۍ سره مخامخ دي." "دې ته ... د څو اړخيزو هيوادونو د وفادارۍ ضرورت دی کوم چې د شهريت په تصور کې بدلون راولي."

هغه وويل، افراطیت "د بغاوت کلتور ته وده ورکړې ده چې د ټولنيزې ګډوډۍ سبب جوړيږي."

رضوي وويل، چې پاکستانيانو له پکار ده چې یوه بدله لاره په ګوته کړي، يوه داسې لاره چې د هيواد په اړه د بنسټ ايښودونکو په اصلي لید باندې تمرکز کوي.

هغه وويل: "موږ له پکار ده چې د اسلام د فکري او زړه سواندې اړخ تشهير وکړو."

ديني عالمانو او حکومت له پکار ده چې په دې اړه ګامونه پورته کړي

رضوي وويل، چې پوهانو له پکار ده چې د "مختلفو دينونو تر منځ مشترکات په ګوته کولو او د عصري تابعیت، چې د زغم، انصاف او هم آهنګۍ سره سم وي، په اړه پوهاوي رامنځته کولو له لارې د نه زغم سره مبارزه وکړي.

هغه وويل، ښوونکي باید کوشش وکړي چې د اسلام په اړه د تروريستانو غلط بياني د "خلکو لپاره نا قابل قبول وګرځوي." هغه د يو بنسټيز ارزښت په توګه د مذهبي تنوع د پرمختګ لپاره غوښتنه وکړه.

د حکومتي شمېرو له مخې، په پاکستان کې نږدې ٪۹۵ مسلمانان دي، چې په دې کې د شيعه ګانو برخه په لسو کې یوه ده.

رضوي وويل، په زغم کې د زياتوالي راستلو لپاره، "صوبايي او وفاقي حکومتونو له پکار ده چې په ځانګړې توګه په طبقاتي تقسيم ختمولو، انصاف ورکولو، د حکومتدارۍ په ښه والي، د طبیعي وسايلو په عادلانه وېش، نورې طبیعي سرچینې موندلو او د نفوس په فشار باندې تمرکز وکړي."

هغه وويل، چې سياسي پارټۍ پلاتفورمونه لري چې د دغه ستونزو په اړه خبرې وکړي، خو "دا د هغه پارټو لپاره مهمه ده کومې چې په صوبو کې حکومت کوي او په مرکز کې دي چې ضروري ګامونه پورته کړي."

هغه وويل، وسله والو ته د ماتې ورکولو لپاره د اساسي قانون په هدایاتو باندې تکیه کول دي. هغه د آيين هغه برخو ته اشاره وکړه کوم چې ټول پاکستاني وګړو ته برابر حقوق ورکوي او د ذاتي پوځ یا ملېشې ساتل منع کوي.

د وسله والو د زهرجن ایډیالوژۍ سره مبارزه کول

عالمانو او کارپوهانو چې په اسلام آباد کې د مارچ په ۲۰ مه په يو سيمينار کې راټول شول، موافقه وکړه چې د اوږدې مودې لپاره تروریزم ته د ماتې ورکولو لپاره هيواد ته د زيات زغم ضرورت دی.

په اسلام آباد کې يو تينک ټينک د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټوټ د دغه سيمينار انتظام وکړو چې ۱۵ دیني عالمانو او ټولنیزو پوهانو په کې ګډون وکړو.

خطاب کونکو موافقه وکړه چې هغه وسله وال د آبادۍ نه جدا کړي کوم چې غواړي چې هغوی ته دهوکه ورکړي. هغوی وويل، د دې لپاره، پاکستان ته ضرورت دی چې وسله والو ته د نظريو په ميدان کې چيلنج ورکړي. هغوی زیاته کړه، په اسلامي عالمانو باندې د تعليم او د ميډيا له لارې غږ کول به د وسله والو د زهرجنې نظريې سره مقابله وکړي.

یو نظريه دا وه چې د ملي او صوبايي خبرو اترو فورمونه، لکه تنيک ټينک او د ميډيا هاوسز، جوړ کړي، او په يونيورسټو کې د ايريا سټډي موجود سنټرونو ته وده ورکړي چې پاکستانيان د نورو دينونو او مذهبونو په اړه ډېر څه زده کړي.

د زغم او سولې لپاره تعليم ضروري دی

سيد جعفر، چې په کراچۍ يونيورسټۍ کې د ايريا سټډي سنټر پخوانی چيرمين دی، په کانفرنس کې په خپل خطاب کې وويل: "تعليم يوازينۍ لاره ده." "په ټولنه کې د افراطيت ختمولو لپاره، موږ له پکار ده چې په ملي نصاب، په ځانګړي ډول په ټولنيزو علومو کې بدلون راولو."

هغه وويل، حکومت له پکار ده چې نه يوازې د ديني عالمانو سره بلکې د ديني دانشورانو سره هم همکاري وکړي چې يو داسې نصاب جوړ کړي کوم چې افراطي وينا کموي، تنقيدي تفکر رامنځته کوي او د زغم مذهبي اقدارو، ترحم او د تنوع درناوي ته وده ورکوي.

د لاهور ملا راغب نعيمي پاکستان فارورډ ته وويل، "د عقيدې پر بنسټ د سولې بحالي د شخړو په مخنيوي او حل کولو کې د مذهب په رول باندې ټینګار کوي."

هغه وويل: "په تاریخ کې مذهب په ناوړه توګه استعمال شوی دی چې خلک راپار کړي." "موږ له پکار ده چې په پاکستان کې د عقيدې په بنياد سوله بحال کړو چې د اوږدې مودې لپاره افراطیت کم کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500