رمضان

پاکستان د روژې نه مخکې د "خوندي خیرات' په باره کې پوهاوي رامنځته کوي

ضياء الرحمن لخوا

د کراچۍ اوسيدونکي د ګرمۍ د اثر د مخنیوي مرکز کې، چې يوه ځايي خيراتي اداره ده، د می په ۵ مه اوبه څکي. يو شمير ځايي خيراتي ادارې او د سول سوسايټۍ تنظيمونه د روژې نه مخکې د باور وړ خيراتي ادارو په باره کې پوهاوي رامنځته کوي. [ضياء الرحمن]

د کراچۍ اوسيدونکي د ګرمۍ د اثر د مخنیوي مرکز کې، چې يوه ځايي خيراتي اداره ده، د می په ۵ مه اوبه څکي. يو شمير ځايي خيراتي ادارې او د سول سوسايټۍ تنظيمونه د روژې نه مخکې د باور وړ خيراتي ادارو په باره کې پوهاوي رامنځته کوي. [ضياء الرحمن]

کراچۍ -- د پاکستان د سول سوسايټو تنظيمونه کار کوي چې دا خبره يقيني کړي چې په روژه کې کومې چندې ورکړل کيږي هغه د وسله والو ډلو د جیبونو په پرتله اصلي خيراتي ګروپونو ته ورسي.

د هغوی د کوششونو مطلب دا دی چې په هغه پاکستانيانو کې پوهاوي رامنځته کړي کوم چې د مسلمانانو په مبارکه مياشت کې او د وړوکې اختر او لوی اختر نه مخکې په سخاوت سره خيرات ورکوي.

د پاکستان حکومت په تېر کال کې په افراطي تنظيمونو باندې د زکات او صدقه فطر یا فطرانه راټولولو بنديز لګولی وو. صدقه فطر يا فطرانه يوه صدقه ده چې په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه مياشت کې ورکړل کيږي.

څارونکي وايي، هغه چې وسله والې ډلي چې د مالي ستونزو سره مخامخ دي، نوي لارې چارې جوړوي چې مسلمانانو ته دهوکه ورکړي.

د پاکستانيانو د سخاوت نه ګټه پورته کول

په تاريخي لحاظ سره، طالبانو د روژې په مياشت کې د پاکستاني مسلمانانو د سخاوت نه ګټه پورته کړې ده.

وسله والې ډلې جعلي خيراتي ادارې جوړوي او د زکات او فطرانه راټولولو په لټه کې وي. دوی دا ظاهروي چې دوی د بې وزلو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې په حقیقت کې دغه پیسې د تروریزم او د وسلو اخيستلو لپاره استعماليږي.

د اينډويژول لينډ، چې په اسلام آباد کې يوه مدافعې ډله ده او د "خوندي خیرات" د پوهاوي کمپاین انتظام کوي، له مخې، په پاکستان کې د پرايويټ چندو سالانه اندازه ۵۵۴ ميليارده روپۍ (۵.۳ میلیارده امريکايي ډالره) ده، چې زياتره مدرسو او جوماتونو او بې وزلو او بې کورو خلکو ته ورکړل کيږي.

د آی ايل ډايريکټرې، ګل مينا بلال د می په ۳ مه د سيف چيريټي سیمینار، چې د کراچۍ د سوداګرۍ ادارې منعقد کړی وو، په موقع وویل: "نږدې ۷۸ فيصده پاکستانيان چنده ورکوي، په داسې حال کې چې ۶۹ فيصده چنده د پيسو په شکل کې وي."

هغې وويل: "زموږ د څیړنو په ترڅ کې، دا معلومات ترلاسه کول مشکل وو چې آيا د خلکو چندې صحیح تنظيمونو ته رسيږي او کنه."

هغې وويل، یوازې ٪۲ پاکستانیان خبر دي چې شاید د هغوی سخاوت د اورپکۍ په برخه کې مالي مرسته کوي. هغې زياته کړه، همدا ډول، ٪۲۶ خلک وايي چې دوی خبر نه دي چې څنګه اخیستونکي د هغوی چندې استعمالوي.

بلال په خلکو کې د پوهاوي د رامنځته کولو په اهمیت ټینګار وکړو او د حکومت او د سول سوسايټو نه یې غوښتنه وکړه چې د پاکستانيانو په حوصله افزيي کولو کې خپل رول ولوبوي چې یوازې په بشپړه توګه د مصدقه خیراتي ادارو سره مالي مرسته وکړي.

د خوندي خیرات پوهاوي کمپاینونه

ابو بکر يوسفزۍ، چې په کراچۍ کې د دوامدارې سولې او پرمختګ سازمان سره کار کوي، وويل، پاکستاني مسلمانان په کال کې په ميلياردونو روپۍ د زکات، عشر او فطرانې په شکل کې ورکوي. دغه تنظيم هم د خوندي خيرات د کمپاينونو انتظام کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "اصلي چيلنج دا دی چې خيرات ورکونکي د پيسو راټولولو ډلو او يا د هغې پيسو چې د څه مقصد لپاره استعماليږي په اړه کافي معلومات نه لري."

هغه خبردای ورکړو چې وسله والو نورې لارې په ګوته کړي دي چې د هغوی په پيسو راټولولو باندې د حکومت موثره بنديز ته دهوکه ورکړي.

هغه وويل، د بېلګې په توګه، دوی د يوې خيراتي ادارې په توګه کار کوي چې کور په کور، په دکانونو او د استوګنې په سيمو کې پيسې ترلاسه کړي.

هغه وويل: "دا صحيح وخت دی چې خلکو ته تعليم ورکړو."

هغه وويل، د دې مقصد لپاره، سپیډو او د سول سوسايټۍ نوې ډلي د ځايي ټاکل شوي چارواکو، مشرانو، د ځوانانو ډلو او پولیسو سره غونډې کوي، او همدارنګه په تعليمي ادارو کې د سیمینارونو او لکچرونو انتظام کوي.

د سپیډو يو ټيم په کراچۍ کې په هجرت کالوني نيبر هوډ کې د می په ۳ مه د ټاکل شوي ځايي چارواکو سره کتنه وکړه چې په هغوی کې د "خوندي خيرات" په اړه پوهاوي رامنځته کړي چې دوی د روژې نه مخکې خلکو ته دا معلومات ورکړي.

د هجرت کالونۍ د يونين کمیټۍ نايب چيرمين عبدالقيوم سالارزۍ وويل، خلکو ته ضرورت دی چې د هغه تنظيمونو او یا کسانو په باره کې معلومات وکړي کوم چې د هغوی پيسې اخلي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په هېواد کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره، د پاکستان مسلمانانو له پکار ده چې يوازې صحیح خيراتي ادارو يا مدرسو ته خپل خيرات ورکړي." "د ټاکل شوي استازو په توګه، موږ به په خپله سيمه کې د اوسيدونکو سره مرسته وکړو چې دوی صحيح ډلي په ګوته کړي."

وسله وال د مالي بحران سره مخامخ دي

د سيند د هوم ډپارټمنټ يو چارواکي پاکستان فارورډ ته وويل، په ټول هيواد کې په منع شوي تنظيمونو باندې د چندې راټولولو بنديز لګيدلی دی. هغه د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه ځکه چې هغه د ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نه لرله.

پاکستان فارورډ مشاهده کړې ده چې په تیرو وختونو کې، افراطي ډلو به په کراچۍ کې په روژه کې د خيرات راټولولو کيمپونه کول، خو په تېرو دريو کلونو کې داسې کيمپونه نه دي ښکاره شوي.

"د تروریستانو او تروریستي تنظيمونو سره په مالي مرسته باندې بنديز لګول د عمل ملي پلان په ۲۰ موضوع ګانو کې يوه موضوع ده. حکومت د ترهګرۍ ضد تګلاره وروسته له هغې عملي کړه کله چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې طالبانو يو وژونکی بريد وکړو.

امنیتي شنونکي وايي چې دې او نورو اقداماتو د وسله والو توان ختم کړی دی چې دوی د ستر تروریستي بریدونو لپاره فنډونه برابر کړي.

په کراچۍ کې د امنيت يو شنونکي تجزيه نګار احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "د طالبانو ډلې د پاکستاني چارواکو د اقداماتو، چې هغوی د چندې راټولو نه منع کړي او د هغوی په بهر کې د مالي مرستو منبع ختم کړي، له کبله د سخت مالي بحران سره مخامخ دي."

یوسفزۍ وويل: "د حکومت بندیز او نورو اقداماتو واقعي هغه خيراتي ادارو ته توان ورکړی دی چې چندې راټولې کړي او د ټولنې محرومو برخو ته فايده ورسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500