ځوانان

په خیبر پښتونخوا کې د سولې او پرمختګ لپاره تعليم ضروري دی

سيد انصار عباس لخوا

فضل ربي، ګس اړخ ته، چې د انګلستان د پښتونو د ټولنې صدر دی، په پېښور کې د اپريل په ۹ مه په زمونږ کور (Zamung Kor) يتيم خانه کې د کلاسونو کتنه کوي. [د کاروان تنظيم نه په مننه]

فضل ربي، ګس اړخ ته، چې د انګلستان د پښتونو د ټولنې صدر دی، په پېښور کې د اپريل په ۹ مه په زمونږ کور (Zamung Kor) يتيم خانه کې د کلاسونو کتنه کوي. [د کاروان تنظيم نه په مننه]

پېښور -- د سول سوسايټۍ تنظيمونه په خیبر پښتونخوا کې تعليم ته په وده ورکولو باندې تمرکز کوي چې د اورپکۍ مخه ونيسي او په سیمه کې سولې ته وده ورکړي.

په ځانګړي توګه دوه تنظيمونه -- کاروان تنظيم، چې په پېښور کې شتون لري، او د انګلستان د پښتونو ټولنه، چې په انګلستان کې شتون لري -- د ځواکونو سره يوځای کيږي چې د زده کړې کچه لوړه کړي، په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کړي، او هغوی د اورپکۍ، تاوتریخوالي او افراطیت نه لرې وساتي.

عامه پوهاوي او د خلکو ګډون لوړول

کاروان تنظيم د ۲۰۰۶ کال راهیسې کار کوي چې د ترهګرۍ مخنيوی وکړي او تعلیم ته وده ورکړي.

د دغه این جي او چيرمين خالد ايوب وويل، چې دا تنظيم ۴۰ کونسلونه لري چې په دې کې دانشوران او کارپوهان شامل دي او په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو کولو په کوششونو کې مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د خلکو د ګډون نه بغير، د حکومت د ادارو لپاره هيڅ يو کار هم ممکن نه دی." هغه د خیبر پښتونخوا د شخړو د حل کولو شوراګانو يو مثال ورکړو. هغه وويل، چې دا شوراګاني د کاروان د کوششونو له کبله جوړې شوې.

ايوب وويل: "په همدې ډول، کاروان، د عامو خلکو په ملاتړ، په حکومت زور ورکړو چې د استاذانو پی سکيل لوړ کړي."

هغه وويل: "اوس به موږ په هغه سیمو کې په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کوو کومې چې د افراطيانو او تروريستانو لخوا په ناوړه توګه ځپل شوي وې، او هغوی ته به د یوې سوله ییزه او پرمختللې ټولنې لپاره تعليم، مهارتونه او مثبت فعاليتونه برابروو."

د تعليم لپاره ګډ کوششونه کول

ايوب وويل: "موږ یوه ستراتیژي جوړوو چې هغه عوامل له منځه ويسو کوم چې بې ګناه ځوانان په تباه کونکي کړنو کې بوخت کوي." "د انګلستان د پښتونو ټولنې موافقه وکړه چې په دې ښه کار کې موږ سره ملاتړ وکړي."

د بې پي اې صدر فضل ربي، چې يو سول انجنير دی، له مخې، د انګلستان د پښتونو ټولنې په انګلستان کې د تيرو ۱۵ کلونو راهیسې د پښتنو ټولنې، په ځانګړې توګه ځوانانو او طالب علمانو، ته مرسته برابر کړې ده.

هغه وويل، بي پي ای فيصله وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې کار وکړي او د ټولنې هغه سوچ بدل کړي، د کومې نه چې سخت دريځو په شديده توګه ګټه پورته کړې وه.

هغه وويل: "موږ په ځوانانو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره ډير زيات ضرورت لرو چې هغوی د اورپکۍ، تاوتریخوالي او افراطیت نه لرې وساتو."

د فضل، چې په خيبر پښتونخوا کې د دير ډسټرکټ پيدايشي اوسيدونکی دی، په مشرۍ کې د انګلستان پر بنسټ د پښتنو ټولنې وفد د پاکستان ليدنه کوي. دغه وفد په ۱۰ کسانو باندې مشتمل دی.

هغه وويل، چې بي پي ای د خپل ګډ هدف ترلاسه کولو لپاره د کاروان سره اتحاد وکړو -- چې په خیبر پښتونخوا کې د طالب علمانو د تعليم د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.

فضل وويل: "موږ په خيبر پښتونخوا کې د ښه تعليم لپاره د تعليمي ادارو سره مرسته او ملاتړ کولی شو، چې دا به د طالب علمانو سره مرسته وکړي چې دوی د مستقبل د نوي چيلنجونو سره مقابله وکړي."

د افراطیت نه ځوانان خوندي ساتل

فضل وويل، د تعليم نه علاوه، ځوانانو ته د مهارتونو د ټريننګ ضرورت دی، کوم چې د روزګار، پرمختګ او د یو هوسا ټولنې رامنځته کولو سبب جوړيدی شي. هغه زياته کړه چې "بې وزله او بې روزګاره ځوانان په اسانۍ سره [د افراطیانو] په منګولو کې ورتلی شي."

هغه غواړي چې ځوانانو د ټولنې ګټور غړي جوړ شي او دوی د نفرت او د ترهګرۍ په کړنو کې د انرژي ضایع کولو پرځای په هغه فعالیتونو کې بوخت شي کوم چې د بشریت په ګټه دي.

هغه وويل: "سوله ايز وګړی په سوله راوستولو کې مرسته کولی شي." "اوس دا مناسب وخت دی چې د استحصال کونکو او د سولې د دښمنانو په اړه په ځوانانو کې پوهاوي رامنځته کړو."

هغه وويل، مذهبي مشران او د حجرې (د نارينو ټولنيزه غونډه) او جرګې (مشورتي غونډه) بحالول د دغو موخو ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.

هغه وويل: "تروریستان د خپلو ناوړه پلانونو لپاره ځوانان استعمالوي." هغه زياته کړه، چې دا یوه نړیواله ستونزه ده.

هغه وويل: "دا نه يوازې د خيبر پښتونخوا، فاټا او پاکستان لپاره د خطرې خبره ده، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره هم د خطرې خبره ده."

هغه وويل: "کاروان [غواړي] چې په مناسب او تعميري لارو د ځوانانو انرژي استعمال کړي."

هغه وويل: "موږ به په دې برخه کې د حکومت نه هم د مرستې غوښتنه کوو." هغه يو تجويز وړاندې کړو چې حکومت له پکار ده چې "د ځوانانو لپاره تفريحي مرکزونه، پارکونه، د لوبو ميدانونه او د لوبو مرکزونه جوړ کړي."

تعليمي او ټولنیز اصلاحات

طاهره ربي، چې د بي پي ای د ښځو څانګې صدره ده او د فضل ښځه ده، وويل، بي پي ای د تعليم په يو نوي ماډل باندې تمرکز کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "په ښه نمرو سره يوازې امتحان پاس کول او يا يوازې ډګرۍ ترلاسه کول زوړ سيسټم دی." هغې زياته کړه، "اوس موږ ته د تعليم د يو نوي طريقه کار ضرورت دی، چې د دې له لارې زده کوونکي په ټولنه کې یو اغیزمن او ښه رول ولوبوي."

طاهره، چې يوه معلمه ده، خپل خدمتونه وړاندې کړل چې د خيبر پښتونخوا سره په يو نتيجه لرونکې تعليمي سيسټم معرفي کولو کې مرسته وکړي.

هغې وويل: "د انګلستان په شان، دلته په پاکستان کې موږ کوشش کولی شو چې داسې يو تعليمي نظام معرفي کړو." "يوازې امتحان پاس کول مهم نه دي، بلکې د ټولنې لپاره کار کول ضروري دي."

شيراز پراچا، چې په مردان کې د عبدالولي خان يونيورسټۍ د ژورناليزم ډیپارټمنټ چيرمين دی، موافقه وکړه چې تعليمي نظام بيا جوړل د ځوانانو په سوچ کې د بدلون راوستلو لپاره ضروري دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په نصاب او تعليمي نظام کې د اصلاحاتو نه علاوه، پکار ده چې استاذانو ته مناسب تربيت ورکړل شي چې د زده کوونکو ضروريات پوره کړي."

پراچا وويل: "په سکولونو او کالجونو کې شخصیت او کردار ته وده ورکول ضروري دي." هغه زياته کړه: "يوازې ډګرۍ او زياتې نمري ترلاسه کول به په ټولنه کې بدلون رانولي."

'جګړه او تاوتريخوالی د حل لاره نه ده'

بشارت حسين، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سوشل ورک ډیپارټمنټ پخوانی چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "جهاد د جګړې نوم نه دی، بلکې دا يو ښه کار کول، خیریه کار کول، د نورو سره مرسته کول او په هر ښه فعاليت کې ګډون کول هم جهاد دی."

هغه د دې سوچ ستاينه وکړه چې ځوانان په مثبت فعالیتونو کې بوخت کړي.

حسين وويل: "د خيبر پښتونخوا او فاټا ځوانان تکړه دي، خو له بده مرغه، د رهنمايۍ او د روزګار د نشتوالي له کبله، [ترهګرو] هغوی ګمراه کړل." "د انفراسټرکچر د زيان نه علاوه، تروریزم په اقتصادي توګه خيبر پښتونخوا او فاټا تباه کړل."

هغه زياته کړه، د ټولنې مداخلت د سوله ايزې ټولنې لپاره اړين دی.

هغه وويل: "جګړه او تاوتريخوالی د یوې مسلې د حل لارې نه دي." "دوه اړخیزه درناوي، خبرې اترې، بحثونه او د ورکړې راکړې پالیسي هره يوه شخړه په ښه توګه حل کولی شي."

هغه وويل: "پکار ده چې ځوانان په تعميري کارونو کې برخه واخلي، او په پای کې ... به ټولنه ترقي یافته او سوله ايزه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پکار ده چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ او په نړۍ کې د عامو خلکو سره د بې انصافۍ په وړاندې یوځای شي او خبرې اترې وکړي. د بيوزلو خلکو په ژوند کې د خوشحالۍ راوستلو لپاره نړۍ ته د اقتصادي او سياسي اصلاحاتو ضرورت دی.

ځواب