جرم او انصاف

خیبر پښتونخوا د فورنسک ساينس ليب ښه کوي

جاويد خان لخوا

په حيات آباد کې ساينسدانان د اپریل په ۳ مه د خیبر پښتونخوا د پولیسو فورنسک ساينس ليبارټرۍ کې د هغه ثبوتونو معاينه کوي کوم چې د جرمونو د مختلفو ځايونو نه راټول شوي دي. [جاويد خان]

په حيات آباد کې ساينسدانان د اپریل په ۳ مه د خیبر پښتونخوا د پولیسو فورنسک ساينس ليبارټرۍ کې د هغه ثبوتونو معاينه کوي کوم چې د جرمونو د مختلفو ځايونو نه راټول شوي دي. [جاويد خان]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا پولیسو د فورنسک ساينس ليبارټري ښه کړې ده چې د ستر کيسونو، په ځانګړي ډول د تروریستي بریدونو، تحقیقات ګړندي کړي.

زمونږ د اپ ګریډ کولو پروجيکټ د مارچ په مياشت کې په پای ته ورسيدو او بل پروجیکټ د اپریل په مياشت کې شروع شو او تر نن ورځي پورې جاري دی.

د پوليسو سينير سپرنټنډنټ، ربنواز خان، چې د خیبر پښتونخوا د ايف ايس ايل ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په تېرو شپږو مياشتو کې، ايف ايس ايل ۲۵،۰۰۰راپورونه تيار کړل او پوليسو ته يې وسپارل چې د دوی سره د کيسونو په ښه توګه تحقيقات کولو کې مرسته وکړي."

د خیبر پښتونخوا پولیسو د صوبايي حکومت نه د نورو زياتو ساينسدانانو بهرتي کولو غوښتنه کړې ده چې د کيسونو سمبالول ګړندی کړي او تحقيقاتو ته وده ورکړي.

خان وويل: "په نتيجه کې، موږ د ګوتې د نښو، د کیمیاوي او چاودیدونکي توکو معاينې، او نورو برخو لپاره کارپوهان بهرتي کوو."

خان وويل: "موږ په ايف ايس ايل کې یوه ځانګړې څانګه جوړوو چې د هغه چاودېدونکي توکو معاينه وکړي کوم چې ترلاسه شوي دي او په بېلا بېلو تروریستي بریدونو او په ناکامه شوي بريدونو کې استعمال شوي دي چې د دې کيسونو تحقیقات وکړو."

هغه وويل، پخوا به پوليسو چاودېدونکي توکي او نور شواهد په لاهور کې ايف ايس ايل ته استول ځکه چې په خيبر پښتونخوا کې د فورنسک ليارټري نه وه.

هغه زياته کړه، چارواکي هم د سایبر جرمونو لپاره په ايف ايس ايل کې یوه ځانګړې څانګه جوړوي.

يوه مصروفه ليبارټري

خان وويل، "د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې، کارپوهانو په ايف ايس ايل کې د ۷،۸۹۰ نشه يي توکو نمونو، د ۱،۸۰۹ وسلو، د وينې ۲،۲۴۲ کيسونو، د ۴۳۸ شکمن ګاډو او د مني د ۲۰۱ نمونو معاينه کړې ده."

هغه وويل، د ايف ايس ايل کار کوونکي په تېرو څو مياشتو کې ټول زیر التوا کيسونه پای ته ورسول او خپل پروسس يې د فورنسک راپورونو ورکولو لپاره ښه کړو.

هغه وويل، لږه موده مخکې، کارکوونکو په پيښور کې په حيات آباد کې د ايف ايس ایل د ودانۍ مرمت وکړو. هغه زياته کړه چې چارواکي د ليبارټرو شميره زياتوي او د هغوی ټکنالوژي ښه کوي.

هغه وويل، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د پېښور ايف ايس ايل د مرمت لپاره مالي مرسته برابر کړه او وروسته يې وویل چې په لاهور کې د ايف ايس ایل نه وروسته دا په پاکستان کې دوهمه غوره فورنسک ليبارټري ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود د ايف ايس ايل د کارکردګۍ په اړه د اپريل په نيمايي کې بريفينګ ترلاسه کوي.

هغه وويل: "د ايف ايس ايل مرمت کولو سره، د بيلابيلو کيسونو د تحقيقاتو معيار به نور هم ښه شي." هغه زياته کړه چې هغه د نوي برخو او د ليبارټرۍ د نوي کولو مننه وکړه.

په سوات کې د فورنسک نوي ليبارټري

د خیبر پښتونخوا پولیسو له مخکې نه په سوات کې د ايف ايس ايل پرانيستلو تياری مکمل کړی دی چې په ټول ملاکنډ ډويژن کې تحقيقات ګړندي کړي.

د سوات ډسټرکټ د پولیسو افسر اعجاز احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "په سوات کې د دغه ليبارټرۍ مشري به د پولیسو ډپټي سپرټنډنټ کوي او په پېښور کې د ايف ايس ايل لاندې به کار کوي."

هغه وويل، چې نوي ايف ايس ايل به په ټول سوات او ملاکنډ ډويژن کې د یو شمیر کيسونو تحقيقات ګړندي کړي.

د پوليسو افسران وايي، ايف ايس ايل په تحقيقاتو کې مهم رول لوبوي.

عامر محمد، چې په پيښور کې د پولیسو سب انسپکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ايف ايس ايل د کيس په تحقيقاتو کې ډېر مهم دی ځکه چې موږ ژر تر ژره هغه شواهد چې د جرم د ځای نه یا د تروریستي پېښې نه راټول شوي وي ليبارټرۍ ته د معاينې لپاره استوو."

محمد وويل، د ايف ايس ايل کارپوهان "په ځانګړي کاغذ باندې د ايف ايس ايل مهر سره" خپل رپوټونه ورکوي. هغه زياته کړه، چې په دې ډول کاغذونو کې جعل سازي او يا ترميم کول ناممکن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د ايف ايس ايل لپاره څنګه درخواست جمع کولی شو

ځواب