سوداګري

'میډ ان خیبر پښتونخوا' نمایش سرمايه کارۍ ته وده ورکوي او سوله بيا راژوندي کوي

د عديل سعيد لخوا

ليدونکي په اسلام آباد کې د مۍ په ۶مه د 'میډ ان خیبر پښتونخوا' په نمايش کې د يو سټال کتنه کوي چې په دې کې د لاسو زيورات او ځایي جوړ شوي څيزونه ښودل شوي دي. [د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو د خونو نه په مننه]

ليدونکي په اسلام آباد کې د مۍ په ۶مه د 'میډ ان خیبر پښتونخوا' په نمايش کې د يو سټال کتنه کوي چې په دې کې د لاسو زيورات او ځایي جوړ شوي څيزونه ښودل شوي دي. [د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو د خونو نه په مننه]

پېښور -- د سوداګرۍ ځایي مشران وايي چې 'میډ ان خیبر پښتونخوا' نمايش، چې په اسلام آباد کې د مي په ۶-۷ مه ترسره شو، دا ثابتوي چې د ترهګرۍ او د اورپکۍ د یوې لسیزې مودې وروسته سوله بيا بحال شوې ده او اقتصاد راژوندی شوی دی.

حاجي محمد افضل، چې د خیبر پښتونخواه د سوداګرۍ او صنايعو د خونو صدر دی او د دې نمايش انتظام يې وکړو، وويل: "د دې نمايش موخه دا ده چې د خیبر پښتونخوا ښه ايميج ته وده ورکړو او نړیواله ټولنه خبر کړو چې زموږ په سیمه کې تروریزم ختم شوی دی او چاپېريال د ځايي او بهرني دواړو سرمايه کارۍ لپاره ښه دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د اسلام آباد انتخاب د ځای په توګه ځکه وکړی شو چې خیبر پښتونخوا غواړي چې بهرنيانو او دیپلوماتانو ته لاس رسی ترلاسه کړي. مونږ غواړو چې د هغوی له لارې د خپلې صوبې ايميج ښه کړو، چې بهر نړۍ دا د وسله والو يو مرکز ګڼي."

هغه وويل: "د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ ټولنه د ډېرو ستونزو لکه د اورپکۍ، تښتونې او شوکې سره مخامخ وه، خو اوس حالات بدل شوي دي او زمونږ په سیمه کې سوله راغلي ده."

پوځي عملیاتو لکه ضرب عضب او رد الفساد عملياتو په زرګونو وسله وال وژلي دي او نور يې د پخواني پټنځايونو نه په تيښته مجبور کړي دي.

هغه زياته کړه چې د سوداګرو ټولنه، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له لارې، غواړي چې په هيواد دننه او بهر سرمايه کارانو ته په خيبر پښتونخوا کې د سرمايه کارۍ بلنه ورکړي چې دوی د خيبر پښتونخوا د اوبو له لارې د بجلۍ، د تیلو او د ګيس د اکتشاف، د منرالي سرچینو، د لاسي صنايعو او تازه مېوو نه ګټه پورته کړي.

خیبر پښتونخوا د سرمايه کارۍ لپاره يو خوندي ځای دی

صدر ممنون حسین د می په ۶ مه د دغه نمايش د پرانیستلو په موقع خبرې وکړې.

هغه وويل: د "میډن خیبرپښتونخوا نمايش انتظام کول په هېواد کې د اقتصادي ثبات د بيا راژوندي کيدو یوه نښه ده او دا وسله والو ته يو روښانه پيغام ورکوي چې خیبر پښتونخوا د سرمايه کارۍ لپاره خوندي ځای دی."

صدر ممنون حسين د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ مشرانو د صبر او زړورتيا ستاينه وکړه چې دوی د سختو او نامساعده حالاتو مقابله وکړه.

هغه وويل، د سوداګرو ټولنه د ستاينې وړ ده ځکه چې دوی په نره ثابته کړه چې ترهګر به پاکستانيانو ته ماتې ورنه کړي.

ذوالفقار علي خان، چې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو د خونود پخوانې صدر دی، د میډ ان خیبر پښتونخوا نمايش مفکوره وړاندې کړه.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې ډول پروګرمونو مقصد دا دې چې د صوبې ايميج ښه کړي."

هغه وويل: "په خیبر پښتونخوا کې تجارتي وده کمزوري ده ځکه چې د نورو سیمو سودګران او هیوادونه په دغه صوبه کې سرمايه کاري نه غواړي."

هغه وويل: "موږ فيصله وکړه چې د يو داسې نمايش انتظام وکړو چې په دې سره به نه یوازې دا چې بهرنیانو ته خپل مصنوعات وښایو بلکې دا به زموږ ايميج به هم ښه کړي." هغه زياته کړه چې د سرمايه کارانو ځواب ښه وو.

هغه وويل، چې تير کال، د سوداګرۍ ۶۰ سټالونو په پرتله سږ کال ۱۲۰ سټالونه په دې نمايش کې بک شوي وو.

د خېبرپښتونخوا مصنوعات او د سوداګرۍ موقعې په ګوته کول

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو د خونو سينير نايب صدر محمد اقبال وويل: "په زرګونو خلکو د نمايش لیدنه وکړه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ هيله نه لرله چې خلک به د خیبر پښتونخوا په مصنوعاتو کې دومره ليوالتيا وښيي." هغه زياته کړه، چې سرمايه کارانو او کورنیو هم د دې نمایش ليدنه وکړه او په بېلابېلو سټالونو کې يې لېوالتيا څرګنده کړه."

هغه وويل، په اسلام اباد کې د برطانيې د عالي کمیسیون، د سپين سفارت خانې او د منځنۍ آسیا سفارتخانو يو شمير استازو او نورو دیپلوماتیکو ماموریتونو په دغه نمايش کې ګډون وکړو.

د عوامي نيشنل پارټۍ سنيټر الیاس بلور د وفاقي حکومت نه غوښتنه وکړه چې د يو نوي مالي پيکيچ اعلان وکړي چې د ترهګرۍ ځپلي سیمه کې د سوداګرۍ ټولنې سره ملاتړ وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ترهګرۍ پر وړاندې په نړیواله جګړه کې د خيبر پښتونخوا سوداګرو چې کومې قربانۍ ورکړي دي هغه مثالي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ترهګرۍ سره په مبارزه کې، د خیبر پښتونخوا کاروبار قربانیو ته په پام کولو سره، دا د نړیوالې ټولنې ذمه داري ده چې د سیمې اقتصاد سره مرسته وکړي."

بلور، چې د پاکستان د سوداګر فورم صدر هم دی، وويل، چې میډ ان خیبر پښتونخوا د سيمې د مصنوعاتو د ښودلو او د دې پیغام څرګندولو لپاره يو مناسب فليټ فارم دی چې پاکستان ترهګري ختموي.

سوله د پرمختګ لپاره ډيره مهمه ده

د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو فيډريشن پخوانی صدر سنيټر حاجي غلام علي وويل: "تروریزم په عمومي توګه پاکستان او په ځانګړي ډول د خیبر پختونښوا اقتصاد ته ستر زيان رسولی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په پښتونخوا کې د تروریزم له کبله د اقتصاد زيان په دغه صوبه کې په زرګونو ځوانان ... د کار لپاره نورو هیوادونو ته مهاجرت وکړو."

هغه وويل، سوله د پرمختګ او د نړیوالې سرمايه کارۍ راجلبولو لپاره ډير اهمیت لري.

هغه پيش ګويي وکړه: "میډ ان خیبر پښتونخوا نمایش به د خيبر پښتونخوا د مخ نه د هشتګردۍ په داغ لرې کولو کې ډیره مرسته وکړي."

د خیبر پښتونخوا د اقتصادي زونونو د پراختیا او مدیریت کمپنۍ چيرمين غلام دستګير، وويل: "دا ډول پروګرامونه زمونږ په سیمه کې د سولې او د اقتصاد د ودې په اړه نړیوالې ټولنې ته د پیغام ورکولو لپاره ضروري دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخوا د اقتصادي زونونو د پراختیا او مدیریت کمپني پلان لري چې په ایبټ آباد کې د سرمايه کارۍ د يو فورم انتظام وکړي، چې په دې کې به دا ۲۵ هېوادونو سرمايه کارانو ته بلنه ورکړي چې د خېبرپښتونخوا ليدنه وکړي.

هغه وويل: "د خيبر پښتونخوا د تجارتي فعالیتونو یو مرکز جوړ شوی دی، او اوس دا ضروري ده چې د ترهګرۍ داغ لري کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500