ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کولو لپاره اقدامات کوي

محمد شکيل او عديل سعيد لخوا

پاکستاني لارۍ تورخم ته نژدې د افغانستان د پولې په اوږدو کې د اپريل په ۱۴مه ښکاري. [عبدالمجيد / ای ايف پي]

پاکستاني لارۍ تورخم ته نژدې د افغانستان د پولې په اوږدو کې د اپريل په ۱۴مه ښکاري. [عبدالمجيد / ای ايف پي]

پېښور -- پاکستان او افغانستان دوه اړخیزو اړیکو ته د ودې ورکولو او د پولې دواړو غاړو ته د اورپکۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخلي.

د پاکستان د لوړي کچې پارلماني وفد په کابل کې د اپریل د ۲۹ نه تر ۱ می پورې د افغانستان د چارواکو سره ليدنې وکړه، چې دغه ملاقاتونه په څارونکو کې د دې خبرې اميد رامنځته کوي چې دواړه هيوادونه د مرستې په لړ کې د يو نوې فصل پرانسته وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وويل، د دغه وفد موخه دا وه چې "هغه مسلې ختمې کړي د کومو له امله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نا باوري / لا تعلقي" رامنځته شوې ده.

هغه د اپریل په ۲۹مه د ټویټر له لارې وویل، د بحث مقصد به "هغه لارې په ګوته کول وي کوم چې به دوه اړخیزه تعلقات د يو بل شکايتونه او ناوړه مفکورې له منځه وړلو له لارې ښه کړي."

د پاکستان پارلماني وفد په کابل کې د اپريل په ۲۹ مه د افغانستان صدر اشرف غني سره خبرې اترې کوي. [په پاکستان کې د افغانستان د سفير عمر زاخیلوال/ ټویټر په مننه]

د پاکستان پارلماني وفد په کابل کې د اپريل په ۲۹ مه د افغانستان صدر اشرف غني سره خبرې اترې کوي. [په پاکستان کې د افغانستان د سفير عمر زاخیلوال/ ټویټر په مننه]

ښه تعلقات رامنځته کول

د پاکستان د ۱۷ کسيز وفد، چې په سياسي استازو باندې مشتمل وو، مشرتوب د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار آیاز صادق کوو.

د پاکستان د مسلم ليګ پارټۍ مشر، صادق، په اسلام اباد کې خبریالانو ته د می په ۱ د کابل نه په واپسۍ وويل، "دغه لیدنه د افغان صدر اشرف غني د بلنې په ځواب کې ترسره شو، او د دې لیدنې اصلي موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ تعلقات راژوندي کړي او ټولې اندیښنې ختم کړي."

هغه وويل: "د پاکستان ټول سیاسي ليډرشپ د پاکستان او افغانستان تر منځ د معني خيز همکارۍ د پراختیا لپاره په یو اواز خبرې وکړې." هغه دا لیدنه "ډېره کامیابه" وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې دا "به د پاکستان او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو کې یو نوی فصل پرانيزي.

صادق وويل: "موږ خپلو افغان وروڼو ته وويل چې پاکستان غواړي چې په سیمه کې سولې ته وده ورکړي او دا به د دې موخې ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

غلط فمهۍ لرې کول

د نيشنل پارټۍ د طرف نه د قومي اسمبلۍ غړی غلام احمد بلور په دغه وفد کې شامل وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا لیدنه ... ډېر ضروري وه او د غلط فهمیو په لرې کولو کې ډيره اغيزمنه ثابت شوه، چې مخکې له دې د دواړو هيوادونو تر منځ تعلقات د سرحد د انتظام د مسلو له کبله ناوړه ول."

هغه وويل، دواړو هيوادونو له يو بل سره په روښانه توګه خبرې وکړې.

بلور وويل، "افغان چارواکو د امنيت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې، او موږ خپل شکایتونه وړاندې کړل." بلور زياته کړه، چې د غني سره د وفد غونډه د شپږو ګهنټو پورې جاري وه.

هغه وويل: "بحث ډېر نتيجه خيز وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښه اړیکو راژوندي کولو باندې تمرکز وکړل شو." دا بحث به "د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو ښه کولو او همکارۍ کولو کې اوږد مهاله اثر وکړي.

هغه وويل: "هره شخړه د خبرو له لارې حل کيدی شي، او که موږ د يوبل سره مخامخ د خبرو عمل ته دوام ورکړو، نو زموږ تر منځ به غلط فمهۍ رامنځته نه شي."

یو نوی دور

د پېښور يونيورسټۍ د سياسي علومو د څانګې چيرمين پروفيسر ای.زيډ هلالي وویل، دا وزټ یو مثبت ګام دی او "د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د یو نوې دور په اړه پيش ګويي ورکوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې د وفد ځيني غړي د "خپلو افغان سیالانو سره ډېر دوستانه او ښه اړیکي" لري.

هغه وويل: "دې سياستدانانو د افغان چارواکو سره ډېر په آزادانه توګه بحثونه وکړل او هغوی يې په سیمه کې د سولې او امنیت ساتلو لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخيزې همکارۍ د اهمیت په اړه خبر کړل."

هغه وويل، پاکستان او افغانستان دواړه د تروریزم سره مخامخ دي او دواړه هیوادونه ورته ستونزې لري. دا ستونزي د نورو نه علاوه نا امني، بې روزګاري او کمزوری اقتصاد دی.

هلالي هم هیله څرګنده کره چې د پارلماني وفد وزټ به د دواړو هېوادونو تر منځ د تل پاتې سولې او دوستۍ لپاره لاره هواره کړي.

د هاټ لاين په مرسته امنيت

شنونکي وايي، دوه اړخیزه اړیکي د اپریل په لومړيو کې هغه وخت ښه شوې کله چې د دواړو خواوو پوځي هاټ لاين جوړ کړل شو چې د پولو په امنیت کې له يو بل سره مرسته وکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وويل، چې د اپریل په ۴ مه د افغانستان او پاکستان پوځي افسرانو په لومړي ځل په هاټ لاين باندې د پولې د حالاتو په اړه بحث وکړو.

د پاکستان لیفټننټ جنرل امير رياض او د افغانستان لیفټننټ جنرل داود شاه وفادار د هاټ لاين جوړولو په اړه اطمينان څرګند کړو او د داسې ډول نورو خبرو اترو کولو ژمنه يې وکړه.

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، دا هاټ لاين: "یو میکانیزم دی چې د عامو اندیښنو په اړه اختلافات ختموي."

شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "د افغانستان د پوځ عملیاتي تجربه د خپل سيال [پاکستان] په نسبت ډيره کمه ده، او ستراتیژۍ جوړول چې د يو خوندي او چټک چینل له لارې حادثاتي ستونزي حل کړي به د دواړو هېوادونو ته توان ورکړي چې دواړه خواوې په یو بل باور وکړي."

هغه وويل، د مواصلاتو يو لينک به دواړه هېوادونه وهڅوي چې د خوندیتوب، بقا او د سولې د ټینګښت جدي مسایل حل کړي.

شاه وويل، "دا هڅې اغیزمن اثرات رامنځته کولی شي او دا به ښه اړيکو ته وده ورکړي." شاه زياته کړه، دواړو هيوادونو ته د اخلاص او شفافيت ضرورت دی."

تل پاتې سوله رامنځته کول

عقيل يوسفزۍ، چې په پېښور کې يو امنیتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل "د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هره ورځ ښه کيږي، چې د ستاینې وړ ده او يو ښه فال هم دی ځکه چې دابه ... په سیمه کې د تل پاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

هغه وويل، دواړه هېوادونه، چې مفادات يې د جغرافيايي نږدوالي له کبله يو دي، به د دې پرمختګونو نه وروسته په ښه پوزيشن کې شي چې له يو بل سره همکاري وکړي.

هغه وړانديز وکړو، "پکار ده چې د پولې دواړو غاړو ته د درناوي ادعا کوونکو پښتنو څخه استفاده وکړل شي چې له یو بل سره د خلکو اړيکي ښه کړي او باور رامنځته کړي."

هغه وويل: "د اړيکو ښه والی به ګاونډي هېوادونه يو بل ته نژدې کړي او هغوی سره به د هغوی د شخړې، [کومې چې] د خبرو اترو او د بې باورۍ له امله راپورته شوي دي، حل کولو کې مرسته وکړي."

د پولو پرانستل

په خيبر ايجنسۍ کې د تورخم او بلوچستان کې د چمن د پولې بيا پرانستلو نه وروسته، پاکستاني چارواکو هم په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د انګور اډې چې په شمالي وزيرستان کې د تګ راتګ لاره ده د پولې د پرانستلو اعلان وکړو.

په پيښور کې د کسټم کلکټر قربان علي اسوسي ايټډ پريس آف پاکستان ته د اپریل په ۲۰ مه وويل، انګور اډه اوس خلاصه ده.

پاکستان د افغانستان سره خپلې پولې وروسته له هغې بندې کړې کله چې د فبرورۍ په مياشت کې په تروريستي بریدونو کې زياتوالی راغی او له دې امله امنيتي اندېښنې رامنځته شوې. د پولې د بنديدو له کبله، د پولې دواړو غاړو ته په زرګونو خلک ګير شول او سوداګري پر ځای ودريده.

ضيا الحق سرحدي، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې نايب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل "هر هيواد ... په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه له يو بل سره اړيکې لري."

هغه وويل، په دې حالاتو کې، سوداګریز همکاران "په پرله پسې توګه کوششونه ... کوي چې خپل اقتصادي حالت پیاوړی کړي."

هغه وويل، کله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله بنده شوه، نو دواړو حکومتونو او پرايويټ سوداګرانو د میلیاردونو روپو نقصان وکړو."

سرحدي د پولې د پرانستلو او هاټ لاين جوړولو ستاينه وکړه.

هغه وويل: "د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د یو مستقیم ارتباط لينکونه جوړول به نه یوازې د کوچني مسايلو په وخت حل کولو کې مرسته وکړي بلکې دا به د دواړو هېوادونو په خلکو کې، کوم چې ګډ مذهب، کلتور او روايات لري، باور رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500