جرم او انصاف

د شخړو د حل شوراګانو په خېبرپښتونخوا کې جرم او تشدد کم کړی دی

جاويد خان لخوا

د پېښور د پولیسو سپرنټنډنت سجاد خان (په منځ کې) په ګلبهار کې د اپریل په ۱۲مه د شخړو د حل د شوراګانو د يوې غونډې مشرتوب کوي چې د دې د کارکردګۍ بيا کتنه وکړي. [د پېښور د پولیسو نه په مننه]

د پېښور د پولیسو سپرنټنډنت سجاد خان (په منځ کې) په ګلبهار کې د اپریل په ۱۲مه د شخړو د حل د شوراګانو د يوې غونډې مشرتوب کوي چې د دې د کارکردګۍ بيا کتنه وکړي. [د پېښور د پولیسو نه په مننه]

پېښور -- د شخړو د حل شوراګانو د دښمنۍ ختمولو، او د جګړې د دواړو ډلو راضي کولو په برخه کې چې يو سوله ییز او چټک حل تلاش کړي، له لاری په خیبر پښتونخوا کې په تشدد او جرمونو کې په کمي راوستلو کې مرسته کړې ده.

د پېښور د پولیسو سينير سپرنټنډنټ سجاد خان پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ اوس د خلکو حوصله افزايي کوو چې د يو بل خلاف وسلې پورته کولو پرځای دوی خپلې مسلې د حل شوراګانو ته وړاندې کړي.

هغه وويل، يو شمير هغه کسان چې په کلونو اوږدو دښمنیو کې ښکيل دي جنايتکاران شو او ځينې وروسته د ترهګريز ډلو سره يوځای شول، چې په خیبر پښتونخوا او په ټول هيواد کې تشدد ته هوا ورکوي.

خان وويل: "د شخړو د حل شوراګانو په ټولنه کې تشدد او د ټوپک کلتور، جرم او تروریزم کمولو کې مرسته کړې ده."

د شخړو د حل شوراګانې د يو ښه حل په لټه کې دي

په پيښور کې د شخړو د حل درې شوراګانې خپل کار کوي: ګلبهار (په جنوري ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوه)، ګلبرګ (په می ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوه) او ټټارا (په مارچ ۲۰۱۷ کال کې جوړه شوه).

چارواکي په متره کې د کلیوالي سیمو د خلکو لپاره يوه شورا جوړوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راهيسې، په پېښور کې درې شوراګانو ۱،۶۸۱ کیسونه حل کړي دي.

د ګلبهار شورا ۱،۱۱۱ کيسونه حل کړي دي، په داسې حال کې چې د ګلبرګ شورا ۵۶۷ کيسونه حل کړي دي او په ټټارا کې۳ کيسونه حل کړی شوي دي.

د پوليسو له مخې، په ټول خیبر پښتونخوا کې، د شخړو د حل شوراګانو د نومبر ۲۰۱۶ او مارچ ۲۰۱۷ کال ترمنځ ۵،۷۵۳ کيسونه حل کړي دي. ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په دغه کيسونو کې، ۵،۴۰۴ کيسونه په مصلحت سره حل کړی شول، په داسې حال کې چې ۳۱۳ کيسونه نورو ادارو ته واستول شول.

د شخړو د حل شوراګانې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني انسپکټر جنرل ناصر خان دراني کارنامه ده. په اګست ۲۰۱۴ کال کې، د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په اګست ۲۰۱۴ کال کې د پوليسو په قانون کې ترميم وکړو چې د شخړو د حل شوراګانو ته يې په قانوني توګه د کار کولو اجازه ورکړه.

دراني د مارچ په مياشت کې ډان ته وويل، "د شخړو د حل شوراګانې پياوړي جرګې [شوراګانې] دي چې په دې کې غير جانبدرانه فيصله کيږي او دا د ټولنې مخورغړي او د پوليسو په بشپړه توګه ملاتړ لري."

د خیبر پښتونخوا د پوليسو نوی انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود ډسټرکټ افسرانو ته هدايات ورکړي دي چې د شخړو د متبادل حل په باره کې د پوهاوي کمپاین پیل کړي.

دا کمپاين موخه لري چې خلک خبر کړي چې څنګه د شخړو د حل شوراګانې د تشدد د کارولو په پرتله د دوی سره په مسلو حل کولو کې مرسته کولی شي. دا شوراګانې خلک هڅوي چې د روایتي جرګو په ځای د شوراګانو سره رابطه وکړي ځکه چې دغه جرګې رسمي واک او یا ملاتړ نه لري.

په تشدد او جرمونو کې کموالی

د صوابۍ ډسټرکټ د پولیسو افسر صهيب اشرف پاکستان فارورډ ته وويل، چې د شخړو د حل شوراګانو د جوړېدو نه وروسته، د تشدد په جرمونو کې کمی راغلی دی.

هغه وويل: "په صوابۍ کې د قتلونه کچه ٪۲۲ راټيټه شوې ده، په داسې حال کې چې د وژنې په کوششونو کې په تېرو دوو کلونو کې د شوراګانو د هڅو له امله ٪ ۱۶ کمی راغلی دی."

هغه وويل، په ۱،۱۷۴ کيسونو کې کوم چې د شخړو د حل شورا په صوابۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې ترلاسه کړل، د شخړو د حل شورا ۹۹۴ کيسونه حل کړل. پاتې کيسونه يا خو بيرته واخيستل شول او يا پوليسو ته د نورو اقداماتو لپاره واستول شول.

اشرف وويل، په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې، د صوابۍ شوراګانو ۱،۲۵۳ اور ۳۷۰ کيسونه په ترتيب سره حل کړل.

هغه وويل، په دې کيسونو کې کوم چې د صوابۍ شوراګانو حل کړل د دښمنۍ، مال، میراث او د کورنیو شخړو کيسونه شامل دي.

هغه وويل، د شخړو د حل شوراګانې په اوسط ډول "په ۳۰ ورځو کې" کيسونه حل کوي.

غير جانبدرانه او د درناوي وړ حلونه

زياتره هغه کسان کوم چې شوراګانو ته خپل شکايتونه وړاندې کوي د نتيجو په اړه خپل اطمينان څرګندوي.

مسعود احمد، ۳۰ کلن، پاکستان فارورډ ته وويل: "ما د خپلو وروڼو سره مالي شخړه لرله." "ما په ګلبهار کې د شخړو د حل شورا ته مراجعه وکړه، او دغې شورا په يوه مياشت کې دغه مسله حل کړه."

احمد د نورو کسانو حوصله افزايي کوي چې دوی دې هم د شخړو د حل شورا نه استفاده پورته کړي. هغه وويل: "فيصله کونکي زياتره تعليم يافته او ښه خلک دي. دوی د هغه زيات وسله والو کسانو نه ډير ښه دي کوم چې جرګې یوازې د خپلې ذاتي ګټو لپاره کوي."

د پېښور یو مشر او پخواني ناظم زاهد حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "ښه خبره دا ده چې [د شخړو د حل شوراګانې] قانوني حيثيت لري او د ضرورت په وخت کې سيمه ييز پوليس د دوی سره مرسته هم کوي."

هغه وويل، د شخړو د حل شوراګانو زياتره غړي غير سياسي او تعليم يافته خلک دي او ښه شهرت لري.

حسین وویل، "په دې شوراګانو کې يو شمير پخواني قاضيان، وکيلان، د پوليسو چارواکي او نور هغه کسان شامل دي کوم چې د دوو ډلو تر منځ د شخړو د حساسیت په اړه پوهه دي او هغوی دغه مسله په ښه انداز سره حل کوي." هغه د ښځينه پينل معرفي کولو ستاينه وکړه چې په دې سره به شورا ته د ښځو شکايت رسول ډير زیات آسان شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خیبر پښتونخواه حکومت او د هغې د چارواکو لخوا د وړو جرمونو د مخنیوي لپاره غوره کاري تګلاره.

ځواب

دا د شخړو د حل کولو لپاره یو مثبت ګام دی. تعليم يافته خلک باید مخکې راشي او د "وسله لرونکو" جرګه بدله کړي او کور په کور د خلکو شخړې حل کړي.

ځواب