امنیت

احسان الله احسان څرګندونه وکړه چې وسله وال د اسلام او پاکستان دښمنان دي

محمد آهل لخوا

احسان الله احسان (په منځ کې) په يو بې نيټې تصوير کې د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي چې د محمد خراساني په نامه ياديږي سره ښودل شوی دی. خراساني د احسان نه وروسته د وسله والو وياند دی. [د محمد آهل نه په مننه]

احسان الله احسان (په منځ کې) په يو بې نيټې تصوير کې د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي چې د محمد خراساني په نامه ياديږي سره ښودل شوی دی. خراساني د احسان نه وروسته د وسله والو وياند دی. [د محمد آهل نه په مننه]

پېښور -- د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند لیاقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د پاکستاني وسله والو سخته غندنه وکړه.

د وسله والو ګروپونو سره د يوې عشرې لپاره د مرستې نه وروسته، احسان، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار په باني غړو کې شامل وو، پاکستاني چارواکو ته تسليم شو او په نورو وسله والو يې غږ وکړو چې خپلې وسلې په ځمکه کيږدي.

په يو ناوړه اعترافې بيان کې چې د اپریل په مياشت کې خپور شو، هغه وويل، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او نور وسله والې ډلې مذهب د لوټمارۍ او بې ګناه خلک د اسلام په نامه د وژلو لپاره د يوې وسيلې په توګه استعمالوي.

احسان وويل، هغه د هغه وسله والو د کمانډرانو نه تنګ راغلی وو کومو چې د اسلام ايميج ته زيان رسولو او ځوانان يې د بې ګناه خلکو په وژلو باندې مجبورول او پاکستان يې بې ثباته کولو.

احسان په خپل اعترافي ويډيو، چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د اپریل په ۲۶مه خپره کړه، کې وويل: "تش په نامه 'جهاديانو' د اسلام په نامه خلک په ځانګړې توګه ځوانان ګمراهه کړي دي." "هغوی هيڅکله هم د اسلام په حقيقي ډول پيروي ونه کړه او هغه معیارونه یې خپل نه کړل د کومو چې دوی د نورو نه غوښتنه کوي."

هغه وويل، د ځوانانو او نورو ملکي وګړو په وړاندې د هغوی جرمونه، لکه په "عام ځايونو بمباري کول او په سکولونو او يونيورسټو باندې بريدونه کول" اسلامي تعليماتو ته زيان رسوي.

'د تروريزم پر ضد جګړه کې کاميابي'

شنونکي وايي، د وسله والو ډلو وحشت او د اسلام ضد کړنو په باره کې د احسان حیرانونکې څرګندونې د هغه ډلو د غړو لپاره ډير اهميت لري کوم چې له مخکې نه تقسيم شوي دي او د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې پټ دي.

هغوی وايي چې دا اعتراف د وسله والو هغه اصلي اړخ په ګوته کوي کوم چې اسلام ته زيان رسوي، د "جهاد" د ایډیالوژۍ ناوړه استعمال کوي او په دواړو هېوادونو کې بې ګناه ځوانان د وسیلې په توګه استعمالوي.

هغه زياته کړه چې دا څرګندونه دا هم ثابتوي چې د پاکستان د تروریزم پر ضد اقدامات کاميابۍ رامنځته کوي.

په پېښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د تروريزم پر ضد په جګړه کې یوه لویه کاميابي ده."

هغه وويل: "د احسان الله احسان تسليميدل د چارواکو لپاره ډیره مانا لري؛ هغه د طالبانو يو مهم کمانډر وو او هغه مهم معلومات ورکولی شي چې د پاکستان په ښاري او قبایلي سیمو کې د وسله والو نيټ ورکونه دړې وړې کړي."

هغه وويل، وسله والو د کلونو راهیسې په تيښته دي او په پاکستان او یا افغانستان کې د ژوندي پاتې کيدو لپاره ځای نه لري.

هغه وويل: "احسان، د نورو په څېر، تسليميدل غوره کړل." هغه زياته کړه، "ګڼ شمېر نور به هم د هغه تعقیب وکړي."

هغه د تسليميدلو په باره کې وويل: "دا د ټولو وسله والو جوړښت لپاره یو لوی ګوزار دی."

داسې ښکاري چې د احسان د ويډيو پیغام د شاه د ارزونې ملاتړ کوي.

هغه وويل: "کله چې د پاکستان پوځ په پرچا او لعلپورې کې د جماعت الاحرار کيمپونه تباه کړل او د هغوی يو شمير جنګياليان یې ووژل، نو د هغوی مورال ټيټ شوی دی."

هغه وويل، "د هغوی ليډرشپ کمزوری شوی دی." "په کيمپونو کې ګڼ شمېر کسان غواړي چې د کيمپونو نه وتښتي. زه په هغوی زور ورکوم چې دوی دې وسلې په ځمکه کيږدي."

احسان په پای کې وويل، هغه د پاکستان ځوانانو ته مشوره ورکوي چې دوی دې د هغه وسله والو نه ځان لري وساتي کوم چې په سوشل ميډيا باندې ځوانان بهرتي کوي.

احسان د وسله والو ریښتینې مخ په ګوته کوي

په لاهور کې د امنیتي چارو کارپوه او د پنجاب يونيورسټۍ د سیاسي چارو کارپوه، پروفيسر حسن عسکري رضوي، وويل، چې د احسان تسليميدل او په نورو ترهګرو غږ کول چې د هغه پيروي وکړي يوه "لويه کاميابي" څرګندوي.

رضوي پاکستان فارورډ ته وويل، "هغه یو مهم غړی وو." "هغه به ډير زيات معلومات برابر کړي. هغه د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار د دواړو د جوړښت په اړه پوهه وو او حتی چې هغه بهرني جنګياليان هم پيژندل. د هغه مرسته به [د پاکستان امنیتي ځواکونه] وتوانوي چې د وسله والو جوړښت ته ډېره لاسرسی ترلاسه کړي."

هغه وويل: "د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار د ليډرشپ پر وړاندې د احسان تورونه ډير قوي دي." "دا به د هغه بې ګناه پاکستاني ځوانانو لپاره يو نعمت وي کوم چې د اسلام او د جهاد په نوم دوکه شوي دي. اوس چې دوی د وسله والو ریښتینې اړخ وپيژندو ... نو يو شمير کسان به د ځانمرګي بریدونو په خپله خوښه انتخاب ونه کړي."

د پېښور يونيورسټۍ د سولې او شخړې د مطالعاتو انستيتوت يو ټولنپوه او ډايريکټر، پروفيسر جميل احمد چترالي، پاکستان فارورډ ته وويل "دا د پاکستان د هغه ځوانانو لپاره يو نوی سباوون دی کوم چې دوکه شوي دي."

د پېښور يونيورسټۍ د سیاسي چارو کارپوه سيد حسين شهيد سهروردي وويل، د احسان تسليميدل او اعتراف د "پام وړ" دي.

هغه وويل: "نوموړی د دغو موسسو [تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، القاعدې او پنجابي طالبان] په اړه ډېر معلومات لري." "هغه به د دغو ډلو په ماتولو کې یو مهم رول ولوبوي."

له بلې خوا، د پاکستان په سوشل ميډيا باندې يو شمير پاکستانيانو د هغه يو کس په وړاندې د خپلو سختو احساساتو څرګندونه وکړه کوم چې د يو شمير کلونو راهیسې د ترهګرۍ سره مرسته کړې ده. هغوی وايې که د هغه اعتراف که هر څومره اهميت لري، هغه ته د معافۍ ورکولو ضرورت نشته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تروریستان زمونږ ځوانان تباه کړي دي. د احسان لخوا وسلې کيښودل یو هڅوونکی ګام دی.

ځواب

زما نقطه نظر د دې نه مختلف دی. زه فکر کوم چې هغه په یو خوندي ځای کې ساتل شوی وې. د هغه ميډيا يا نور چاتا وړاندې کول غلط دي ځکه چې تروريستان ډير زيات چالاک دي. هغوی به خپل نيټ ورک او ټول پټنځايونه تبديل کړي. پکار ده چې د هغه په معلوماتو په خاموشۍ سره کاروايي ترسره شوی وې او بيا ورووسته هغه ميډيا ته پيش کړل شوی وې.

ځواب

د معاف کولو حق خو صرف د حقدار سره دی. د ای پي ايس پيښور تراجيدي ياده کړئ چې د يو سل څلور ديرش ماشومانو وينه په کې وڅښل شوه. د غم هغه وخت رایاد کړئ؟ هر څه شاته پريږدئ. د لږ وخت لپاره فکر وکړئ او هغه لیکل ولولئ کوم چې تاسو په خپله په دیوال لیکلي وې. د هغه ماشومانو وينو ته وګورئ په کومو کې چې تاسو خپلې ګوتې وهلې وې او تاسو پرې خپلې غوښتنې لیکلي وې. دغه رينګ ټون ته غوږ ونيسئ. په دغه غوسه ناک الفاظو باندې فکر وکړئ. په شیرنګ ریپ سره څنګه الفاظ غریږي. وژل، پهانسي ورکول، په بم الوځول، تباه کول، نوم او نښې ختمول، تباهي. آيا دا هغه ټولې خبرې نه دي کومې چې تاسو ويلې وې او ليکلې وې؟ بيرته راشئ. د يو سوال جواب ورکړئ. کله چې تاسو زخمي شئ، نو چا په غرور سره د دې مسوليت په غاړه واخيستو؟ چا ستاسو د مور په غم او ژړا باندې خندل؟ احسان الله احسان- تاسو احسان الله احسان پيژنئ؟ هغه يو کس چې د ټې ټې پي يو وياند وو. د ټې ټې پي دغه يو وياند. کوم چې د ټې ټې پي د تقسيميدو نه وروسته د ټي ټي پي د خراساني ډلې سره یوځای شو. هغه کس چې د کراچۍ په ایرپورټ کې یې تاسو ووژلئ. کوم چې په پېښور کې د سکول ته تلونکې ماشومانو په ګاډو باندې درې ځله برید وکړو. کوم چې د کوټې په عدالت کې د علم په ښار بريد وکړو. کوم چې په سيهون شریف کې د ګډا کونکې روحونه ژوبل کړل. مونږ ژړل. مونږ ویر کولو. نه؟ خو څه وشول؟ احسان الله احسان د معافۍ لپاره مطالبه وکړه او مونږ قبوله کړه. څه فرق راغی؟ هيڅ هم نه. مونږ هم ژوند کوو او هغه مونږ ته نږدې ناست دی او په اطمينان سره موسکا کوي.

ځواب

وروره! تا ته چا د پوځ د وکالت کولو ويلې دي؛ پوځ ستاسو په شان تش په نامه خلکو نه ډير زيات په هيواد باندې د حکومت کولو په باره کې پوهيږي؛ ستاسو په شان خلک خو د يو څو ډالرو لپاره د يهودیانو او عیسایانو سره خپل ایمان اجاره کوي.

ځواب

دا ټوله خبره په دې باندې د زیات انحصار نه کولو په باره کې ده او مونږ په خپلو استخباراتي ايجنسو باندې مکمل باور لرو او هغوی په دوامداره توګه خپل ژوندونه قرباني کوي. خو که چيرې د هغوی يووالی له منځه وړل کيدی شي، نو په دې کې هيڅ زيان نشته چې هغوی نه د دولتي شاهدانو په توګه ګټه پورته کړو. دا له مخکې نه په پاکستان کې يو روايت دی چې په بلوچستان کې فرار شوي کسانو ته معافي ورکړل کيږي.

ځواب

ډير ښه

ځواب

دا زموږ د ځواکونو ښه کوشش دی ... خو زه يقين نه لرم چې هغه د تحریک طالبان یو لوی مشر دی. نو بايد د هغه دې څارنه وکړی شي او په هغه دې باور ونه کړی شي .... الله دې زموږ د پاکستان پوځ په امان وساتي. آمين.

ځواب

انډيا دې خبر کړی شي، بس دا قيصه اوس ختمه ده. اوس به ګلبهشن ته په واګاه پوله په پريډ کې پهانسي ورکړل کيږي.

ځواب

ډير ښه احسان الله ستاسو معلومات زموږ لپاره نوي نه دي. د را په ملاتړ، ټول نيټ ورک د هغوی لپاره کار کوي او هغوی ته معلومات ورکوي. يو شمېر سياستدانان په ځانګړي توګه روبیش خان د هغوی ايجنټان دي کوم چې چې د تل لپاره د حکومت د پرمختیايي کارونو غندنه کوي.

ځواب

ډير ښه راپور

ځواب