جرم او انصاف

پاکستان د عمل ملي پلان په باره کې پرمختګ کړی دی

عديل سعيد لخوا

د پرمختګ يو راپور چې د مارچ په مياشت کې خپور شو ښيي چې د پاکستان امنیتي پرسونلو د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۱۵مه په کوټه کې نيول شوي وسلې او ګوله بارود ښيي. امنیتي ځواکونو د تروریزم خلاف د عمل ملي پلان باندې تمرکز کړی دی. [بنارس خان / ای ايف پي]

د پرمختګ يو راپور چې د مارچ په مياشت کې خپور شو ښيي چې د پاکستان امنیتي پرسونلو د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۱۵مه په کوټه کې نيول شوي وسلې او ګوله بارود ښيي. امنیتي ځواکونو د تروریزم خلاف د عمل ملي پلان باندې تمرکز کړی دی. [بنارس خان / ای ايف پي]

پېښور -- د پرمختګ يو وروستۍ راپور ښيي چې پاکستان د عمل ملي پلان د نوې تمرکز سره عملي کوي.

د عمل ملي پلان د پرمختګ د راپور چې ډان ترلاسه کړی دی له مخې، پاکستاني ځواکونو په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د دغه پلان د عملي کولو نه وروسته ۱،۸۶۵ ترهګر وژلي او ۵،۶۱۱ شکمن کسان نیولي دي.

په راپور کې ویلی شوي چې چارواکو د پاکستان د جزا قانون او د تروریزم ضد قانون تر لاندې لږ تر لږه ۴۱۴ ترهګر پهانسي کړي دي.

د کورنیو چارو وزير بليغ رحمان د مارچ په ۱۰مه سنيټ ته دغه راپور وړاندې کړو.

حکومت په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د وسله والو د بريد نه وروسته د عمل ملي پلان عملي کړو، چې موخه يې د ترهګرۍ په وړاندې ګامونه پورته کول او د روان پوځي عملياتو سره مرسته کول وو. په دغه بريد کې نږدې ۱۵۰ ماشومان او ښوونکي وژل شوي وو.

د کرکې وینا او د افراطیت مخنیوی کول

د يو شمير ترهګرو د وژلو او نيولو نه علاوه، وفاقي حکومت او صوبايي چارواکو په انټرنټ باندې د کرکې وینا او د افراطي ادبياتو د خپريدو خلاف ګامونه پورته کړل.

په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان د مواصلاتو ادارې او د اطلاعاتو وزارت ۹۳۷ انترنیتي سرچینې او ۱۰ ويب سايټونه چې د منع شوي تنظيمونو سره يې تعلق لرلو بند کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ۹۸.۳ ميليونه ګډون کوونکو د هویت ماډیول (سیم) کارډونه هم بند کړي دي او د ټولو نوي سیم کارډونو لپاره یې بايومټريک ويريفيکيشن سيسټم پلي کړو.

په راپور کې ويلی شوي چې چارواکو ۲،۴۶۵ کسان ونیول او هغه ۷۰ دوکانونه یې بند کړل کوم چې د کرکې وینا او يا موادو په خپرولو کې تورن وو.

د منع شوي تنظيمونو د بيا بحالۍ د مخنيوي لپاره، صوبايي چارواکو ۶۴ کسان په ګوته کړل، درې کسان يې تر څارنې لاندې راوستل او ۸،۳۰۹ کسان يې د تروريزم سره د ضد قانون په څلورم جدول کې شامل کړل.

په راپور کې راغلې چې د عمل ملي پلان په ميډيا باندې د ترهګرو د تعظیم باندې هم بنديز ولګوو. د اطلاعاتو او خپرونو وازرت او د پاکستان د اليکټرانک ميډيا اتهارټۍ په جدي توګه په هغه خپرونې بنديز لګوي کوم چې د منع شوي سازمانونو او د هغوی د فعالینو سره تعلق لري.

د ترهګرۍ د تمويل مخنيوی کول

وفاقي حکومت هم د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې په مبارزې باندې تمرکز کوي.

په راپور کې ویلی شوي چې حکومت د هنډۍ او د حوالې د ناوړه استعمال په لړ کې ۶۸۱ کيسونه درج کړل، ۹۳۱ شکمن کسان يې ونیول او ۸۸۵.۵ میلیونه روپۍ (۸.۵ ميليونه امريکايي ډالره) یې ترلاسه کړې. د دې نه علاوه، چارواکو ۲۸۳ د پیسو مینځلو کيسونه درج کړل او ۴۱۴ کسان يې ونیول.

په راپور کې راغلي چې "د ترهګرۍ سره د مبارزې مالیې يونټونه د تروریزم سره د مبارزې په صوبايي ادارو کې جوړيږي، او سي ټي ډيز د ترهګرۍ ضد قانون لاندې سي ټي ايف د څېړنې يوه مهمه برخه جوړه کړې ده." هغه زياته کړه چې په مستقبل کې به د پیسو د مینځلو ضد قانون لپاره د قانون مسوده تياره شي.

په اسلام آباد کې په سې ټي ايف کې نږدې ۵۰۰ امنيتي پرسونل، په پنجاب کې ۱،۱۸۲، په سيند کې ۷۲۸، په بلوچستان کې ۱،۰۰۰، په خيبر پښتونخوا کې ۲،۲۰۰، په ګلګت بلتستان کې ۱۶۸ او د پاکستان د کنټرول لاندې کشمیر کې ۲۶۰ امنيتي پرسونل شامل شوي دي.

د فرقه يي تروريزم د مخنيوي لپاره د عمل ملي پلان تر لاندې چې کوم ګامونه پورته کړی شوي دي هغې ډيرې مثبت نتيجې رامنځته کړي دي: لکه په ۲۰۱۲ کال کې ۱۸۵، په ۲۰۱۳ کال کې ۱۲۷، په ۲۰۱۴ کال کې ۱۷۶، په ۲۰۱۵ کال کې ۷۹ او په ۲۰۱۴ کال کې ۳۴ کيسونه درج شوي دي.

د عمل ملي پلان د کاميابۍ ستاينه کول

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محموم شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانې سيکريټري دی، وويل: "د عمل ملي پلان کامیاب تطبیق په عمومي توګه په هيواد کې او په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د اورپکۍ ځپلی شوي خلکو سره مرسته وکړه."

شاه د هغه اقداماتو په اړه اطمينان څرګند کړو کوم چې د قانون پلي کوونکي ادارې د عمل ملي پلان عملي کولو لپاره اخلي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د عمل ملي پلان د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو جامع لارښود برابر کړی دی، او د دې اغیزمن تطبیق به د اوږدې مودې لپاره کاميابۍ رامنځته کړي."

نور څارونکو په ورته ډول دغه نتيجو ته هرکلی وکړو کوم چې د عمل ملي پلان رامنځته کړي دي.

د این جي او پيمان الومني ټرسټ، چې په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د افراطیت سره جګړه کوي، ايګيزيکيټيو ډايريکټرې مسرت قديم پاکستان فارورډ ته وويل، پوځي عمليات کوم چې د عمل ملي پلان ترلاندې ترسره شول د افراطيت او تروريزم مخه نيولو لپاره ډير مهم وو.

هغې د ترهګرۍ د تمویل او د مدرسو د ناوړه استعمال د مخنيوي لپاره په کلکه غوښتنه وکړه.

په پېښور کې يو خبریال شمیم شاهد وويل، چې د عمل ملي پلان مثبت نتيجې دا دي چې "سخت دريځ جرمونه لکه په بمي چاودنو، هدفي وژنو او د پيسو لپاره په اغواګانو" کې کمې راغلی دی.

هغه "د عمل ملي پلان په ټولو ۲۰ نقطو" پلي کولو او يوازي په ترهګرو نه بلکې د ترهګرۍ سره د مالي مرسته کونکو باندې په تمرکز کولو زور ورکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500