جرم او انصاف

د پوليسو ځانګړي سکولونه د خيبر پښتونخوا په زرګونو افسرانو ته تربيت ورکوي

جاويد خان لخوا

د پولیسو افسران د اکتوبر په مياشت کې په حيات آباد کې د پوليسو په يو تحقيقاتي سکول کې زده کړه کوي چې څرنګه شواهد ترلاسه کړي او تحقیقات شروع کړي. [د خیبر پښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

د پولیسو افسران د اکتوبر په مياشت کې په حيات آباد کې د پوليسو په يو تحقيقاتي سکول کې زده کړه کوي چې څرنګه شواهد ترلاسه کړي او تحقیقات شروع کړي. [د خیبر پښتونخوا د پولیسو نه په مننه]

چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو تر اوسه د پوليسو په شپږو ځانګړې سکولونو کې ۱۲،۴۰۰ افسرانو ته تربيت ورکړی دی. دغه سکولونه د پوليسو د ظرفيت لوړلو لپاره په تيرو درې کلونو کې پرانستل شوي دي.

د ډیره اسماعیل خان د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل سيد فدا حسن پاکستان فارورډ ته وويل، "لومړۍ اداره چې د خېبرپښتونخوا پولیسو د خاص ټريننګ لپاره جوړه کړه د تحقيقاتو هغه سکول وو کوم چې د پيښور په حيات آباد کې په جون ۲۰۱۴ کال کې پرانستل شوه."

له هغې وروسته، پنځه نورې ادارې جوړې شوې: په ایبټ اباد کې د استخباراتو سکول (جولای ۲۰۱۴) په نوښار کې د چاوديدونکو توکو سمبالولو سکول (فبروري ۲۰۱۵)، په مردان کې د عامه بې نظمۍ او بلوا د انتظام سکول (اپریل ۲۰۱۵)، په پېښور کې د معلوماتي ټکنالوژۍ سکول (سپټمبر ۲۰۱۵) او په پېښور کې د تاکتيکونو سکول (اګست ۲۰۱۵).

د نارينو او ښځو لپاره ښه تربيت

حسن، چې په ۲۰۱۶ کال کې د داخلي احتساب او ټريننګ د ډي آی جي په توګه ډيوټي ترسره کړه، وويل: "د پوليسو په ۱۲،۴۰۰ افسرانو کې ۴۶۰ ښځې وې چې په دې ادارو کې یې تربيت ترلاسه کړو."

هغه وويل، چې د پوليسو هغه افسرانو کومو چې په دې مرکزونو کې زده کړه کړې ده، هغوی ته د مختلفو امنيتي عصري مفاهمو په باره کې ښه تربيت ورکړی شوی دی.

هغه وويل: "د هغوی د پریزینټشن په مهارتونو کې ښه والی راغلی دی." "په ځانګړي سکولونو کې د خپل کورسونو مکمل کولو نه وروسته، هغوی د استخباراتي معلوماتو راغونډولو، د تحقیق، د چاودېدونکو توکو او د عامه بې نظمۍ سمبالولو په باره کې ډير زيات معلومات لري."

هغه وويل، چې دا سکولونه د تحقيق د اصلي مهارتونو، د جنس په لحاظ سره پوليسي کولو او د ماشوم لپاره حساسي تحقیق کولو، او همدارنګه د بنيادي او پيچيده چاودېدونکي توکو سمبالولو، او نورو متعلقه کورسونو په باره کې تعليم ورکوي.

هغه زياته کړه، پوليسو په دغه سکولونو کې زیاتره د حکومت نه د اضافي فنډونو ترلاسه کولو نه بغير جوړ کړل.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ټول سکولونه جوړ شول چې د پولیسو ظرفيت لوړ کړي او په اړوندو برخو کې د هغوی مهارتونو ته وده ورکړي."

هغه وويل، دې سکولونو ټولو نارینه او ښځینه افسرانو ته ضروري ټريننګونه ورکړي دي چې د استخباراتي معلوماتو راغونډولو، د تحقيقاتو او د چاودیدونکو موادو د سمبالولو په اړه اساسي پوهه زیاته کړي.

هغه زياته کړه، کارپوهان د سکولونو په منظمه توګه ليدنه کوي او درسونه ورکوي. هغوی د افسرانو سره په ټريننګ کې د هغوی د ظرفیت لوړولو په توګه خبرې اترې کوي.

مستقل اصلاحات

دراني وويل: "دې سکولونو ته د خیبر پښتونخوا د پولیسو په قانون ۲۰۱۷ کې مناسب قانوني حثيت ورکړی شوی دی، نو ځکه دا نوښتونه منسوخ کيدی نه شي."

په پيښور کې د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ او د تحقیقاتو په سکول کې پخوانې تربيت ورکونکي، طاهر خان پاکستان فارورډ ته وويل، "د پولیسو افسران د خيبر پښتونخوا د تحقیقاتو په سکول کې د ټکنالوجۍ د استعمالولو، د ښه عامه اړیکو، په مشهور ځايونو کې د پولیسي کولو، د طبي قانوني راپور ورکولو، د ډي اين اې [ترلاسه کولو]، د فون [تليفون] فورنسک ترلاسه کولو، د ګوتې نښې او نورو موضوعاتو په باره کې ټريننګ ترلاسه کوي."

خان زیاته کړه، دې عصري او تخصصي کورسونو د پولیسو افسران دې ته جوګه کړي دي چې د تحقیقاتو او د شواهدو راټولولو مناسب عصري طريقې زده کړي.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د مارچ په ۱۶مه په پيښور کې په ملک سعد شهيد پولیس لاين کې د دراني، چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو ريټاير کيدونکی مشر وو، په الوداعي غونډه کې وويل، "په ټول خيبر پښتونخوا کې د ځانګړي سکولونو جوړلو راهیسې ... په صوبه کې د پوليس ځواک تربيت ښه شوی دی."

خټک وويل: "د ټريننګ، د ظرفيت لوړولو او د صفر سیاسي مداخلت له امله، د خیبر پښتونخوا د پولیسو معيار لوړ شوی دی."

چارواکي وايي، چې د ځانګړي سکولونو نه علاوه، د پولیسو د بهرتۍ مرکزونو په خپلو کورسونو کې مختلف بدلونونه راوستې دي چې د ټريننګ معيارونه ښه کړي.

ډي آی جي فصيح الدين، چې په هنګو کې د پوليسو د ټريننګ کالج کمانډنټ دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د مهررانو لپاره (هغه افسران کوم چې کيسونه درج کوي او د پوليس سټيشنونو داخلي معامالات سمبالوي) ځانګړي ټريننګونه تيار کړي دي چې دوی ته تعليم ورکړل شي چې څنګه به دوی يو شکايت ثبت کړي او څنګه به ریکارډ خوندي وساتي."

هغه وويل: "موږ په عدالتونو کې د کار کوونکي پولیسو افسرانو لپاره هم کورسونه تيار کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ ما ته معلومات راکړئ

ځواب