تروريزم

پاکستاني چارواکي د ایران د فرقه يې لاسوهنې غندنه کوي

عبدل غني کاکړ لخوا

د ايران په قم سيمه کې ماتم کونکي د زينبيون بريګيډ د يو پاکستاني غړي تابوت وړي کوم چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی وو. [فايل]

د ايران په قم سيمه کې ماتم کونکي د زينبيون بريګيډ د يو پاکستاني غړي تابوت وړي کوم چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی وو. [فايل]

کوټه -- چارواکو او کارپوهانو خبرداری ورکړو چې په سوریه کې د ایران د لاسوهنو او د پاکستاني او د افغان شيعه مسلمانانو استخدام چې د بشار الاسد د رژیم په حمايت کې جګړه وکړي په سيمه کې فرقه يې تشدد ته لمن وهي.

عمران عبدالله، چې په اسلام اباد کې د پاکستان د استخباراتو يو چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ایران په سوریه کې د کورنۍ جګړې ملاتړ کوي، او د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول شيعه جنګياليانو ته وسلې، پیسې، او ستراتیژیکي او سیاسي مرسته برابروي."

هغه وويل: "فرقه يې کړکيچ په سیمه کې اورپکۍ ته هوا ورکوي."

"هغه وويل، د ايران د مقاصدو لپاره د پاکستاني او د افغان شيعه وسله والو استخدام یوه جدي اندېښنه ده. هغه زياته کړه، چې د پاکستان حکومت په فعاله توګه د دغه لاس وهنې څارنه کوي.

د ایران په قم کې يوماتم کونکی يو پليکارډ لري چې په هغې باندې د زينبيون بريګيد د پاکستانې غړي نوم او تصوير ښودل شوی دی کوم چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی وو. [فايل]

د ایران په قم کې يوماتم کونکی يو پليکارډ لري چې په هغې باندې د زينبيون بريګيد د پاکستانې غړي نوم او تصوير ښودل شوی دی کوم چې په سوریه کې په جګړه کې وژل شوی وو. [فايل]

په پاکستان کې د ايران سفير مهدي هونردوست د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د اپريل په ۱۹مه کتنه وکړه چې "په سیمه کې د امنیت په اړه بحث" وکړي. دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې په اسلام اباد کې د ايران سفارت خانې په يو بيان کې د وسله والو په بهرتۍ کې د ايران د لاس لرلو د "اوازې" رد کړې. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

په پاکستان کې د ايران سفير مهدي هونردوست د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د اپريل په ۱۹مه کتنه وکړه چې "په سیمه کې د امنیت په اړه بحث" وکړي. دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې په اسلام اباد کې د ايران سفارت خانې په يو بيان کې د وسله والو په بهرتۍ کې د ايران د لاس لرلو د "اوازې" رد کړې. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

عبد الله وويل: "د تروريزم سره د مبارزې او استخباراتي ادارو ته کار ورکړل شوی دی چې په پاکستان کې په شيعه ټولنه کې د ایران لاسوهنه په ګوته کړي." "موږ به هيڅکله خپل خلکو ته اجازه ورنه کړو چې د بهرني مقاصدو لپاره د پراکسۍ په توګه استعمال شي."

د هغه شيعه حاجيانو په کلکه څارنه کيږي کوم چې په ایران کې د سپيڅلي ځايونو د کتنې لپاره د کوټې- تفتان لاره استعمالوي. هغه زياته کړه، چې د مارچ په مياشت کې امنيتي ځواکونو "د شکمن شيعه حاجيانو یو زیات شمیر چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول سره اړيکې لري د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې ونيول."

هغه وويل، "يو شمېر عناصر چې د زينبيون بريګيډ سره تعلق لري د حاجيانو په جامه کې په پاکستان کې شيعه جنګياليان بهرتي کوي او هغوی منتقل کوي. " موږ په پاکستان او په ګاونډي افغانستان کې د شيعه وسله والو په استخدام کې د ایران د لاس لرلو تحقيقات کوو."

زينبيون بريګيډ په ایران کې اوسیدونکي پاکستاني شیعه ګان، په پاکستان کې اوسیدونکي د هزارې شيعه کډوال او د پاکستان نور شيعه ګان بهرتي کوي.

د ایران کلتوري مرکزونه په دې کې لاس لري

د پاکستان د فاع وزارت يو سينير چاروراکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "ایران په مستقیمه توګه په سوریه کې په نیابتي جګړه کې لاس لري او زه د دې تصديق کولی شم چې موږ شواهد لرو چې د پاکستان شيعه جنګياليانو يو زيات شمېر بهرتي شوی دی او سوریې ته د ایران د مقاصدو لپاره منتقل شوي دي."

هغه وويل: "زموږ استخباراتي رپوټونو تصديق وکړو چې [...] د هېواد په مختلفو برخو کې د ایران کلتوري مرکزونه د پوځي موخو لپاره د افغانستان او پاکستان د شيعه ځوانانو په پټه بهرتۍ کې ښکيل دي."

هغه وويل: "تحقيقات جاري دي او حکومت هر ممکن ګام اخلي چې په ترجيحي بنيادونو دا مسله حل کړي."

هغه وويل، چې ايران نه يوازي په سيمه ييزو چارو کې لاس وهي او د زينبيون بريګيډ لپاره استخدام کوي بلکې په نورو ناوړه کارونو کې هم ښکيل دی.

هغه وويل: "په دې وروستيو کې د يو پاکستانې نيول شوي تروریست عزير بلوچ په هکله دا څرګندونې چې هغه په پاکستان کې تاوتریخوالي او فرقه يې جګړې ته هوا ورکوله او د هغه سره په ايراني پاسپورت باندې دوبۍ ته په تلو کې مرسته کولو يو جامد ثبوت وړاندی کړی دی چې د ایران منفي رول په ګوته کوي."

پاکستان ټوډی راپور ورکړو چې د ګډ تحقیقاتو يو رپوټ چې د سيند هوم ډپارټمنټ ته د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۲۹مه وړاندې شو، له مخې، عزير، يو بدنام پاکستانې ګينګسټر " په جاسوسۍ کې ښکيل وو او هغه به بهرني ايجنټانو ( د ايران د استخباراتو افسران) ته د پوځ د تاسیساتو او چارواکو په اړه پټ معلومات ورکول."

مذهبي جګړې ته لمن وهل

غلام توحيدي، چې په بلوچستان کې په پشين ډسټرکټ کې يو ديني عالم دی او د منځني ختیځ د چارو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ایران نه يوازي د شيعه ځوانانو په استخدام باندې تمرکز کوي بلکې دا د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د شيعه ديني عالمانو له لارې خپله اجنډا پر مخ وړلو کې هم لاس لري."

هغه وويل: "د ایران په ملاتړ عالمان په سوریه کې جګړې ته د یوې مذهبي جګړې په توګه هوا ورکوي."

هغه وويل، "يو شمېر شيعه عالمان د ايران په ملاتړ په خپلو مدرسو کې د ایران د اجنډې تبليغ کوي او هغوی په پټه هم د زينبيون بريګيډ سره مرسته کوي چې په پاکستان کې د ایران د مقاصدو لپاره جنګياليان بهرتي کړي." هغه زياته کړه، چې دا ديني عالمان د ایران په ملاتړ په راولپنډۍ، اسلام آباد، پنجاب، سيند، پاړه چنار، ګلګت بلتستان، کوټه، لاړکانه او د پاکستان په نورو برخو کې عملیات ترسره کوي."

توحيدي وويل: "بهرنۍ مالي مرسته تر ټولو ستره وجه ده چې په پاکستان کې افراطیت او په سوريه کې جګړې ته وده ورکوي. ایران د ځايي شيعه ګانو له لارې مالي مرسته کوي چې د اسلام ناوړه ايميج وړاندې کړي او اورپکۍ ته وده ورکړي."

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام اباد کې يو سينير امنيتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل "بې شکه، بهرني هيوادونه زموږ خاوره د خپلو مقاصدو لپاره استعمالوي."

هغه وويل، "د ضروري احتساب نه بغير د بهرني سرچينو مالي مرسته په پاکستان کې د سولې ضد د عناصرو د ناوړه پلانونو سره مرسته کوي." هغه زياته کړه چې حکومت له پکار ده چې دغه ډول لاسوهنې ته ګړندی ځواب ورکړي ځکه چې "د ايران په ملاتړ پاکستاني شيعه جنګياليان پاکستان ته په بيرته راتلو سره په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کولی شي."

هغه وويل: "ایران هڅه کوي چې نورو اسلامي هېوادونو ته هم خپل انقلاب منتقل کړي. هم دا وجه ده چې دا په پراخه توګه په سوریه کې په جګړه کې بوخت دی."

توحيدي وويل: "په سوریه کې روانه جګړه د دين جګړه نه ده." "بلکې، دا د سیاسي موخو او د ټولو هغو کسانو جګړه ده کوم چې د اسد د رژیم سره مرسته کوي. دوی هڅه کوي چې د ایران مقاصد ترلاسه کړي."

هغه وويل: "پاکستان په داسې پوزیشن کې نه دی چې د نورو په جګړه کې برخه واخلي." "موږ له پکار ده چې د داسې کوششونو سره د مبارزې لپاره د خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړو."

په ایران کې د زده کوونکو استخدام

هاشم عابد، چې په تفتان کې د ملي دفاع د وزارت یو ريټايرډ چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول په عمده توګه هغه بې وزلي پاکستاني شیعه ګان بهرتي کوي کوم چې په ايران کې د کډوالۍ په حالت کې دي." د راپورونو له مخې، د زينبيون ګڼ شمېر جنګياليان هم هغه پاکستاني طالب علمان بهرتي کوي کوم چې د ایران په قم کې په شيعه ديني مدرسو کې تعليم ترلاسه کوي."

هغه وويل، په قم کې د المصطفی نړيوال يونيورسټي تر ټولو ستره يونيورسټي ده چې بهرني شيعه عالمانو او تبليغ کونکو ته د ایران د انقلابي اجنډې په اړه ځانګړي تعليم برابروي.موږ راپورونه لرو چې د پاکستان د شيعه جنګياليانو لومړۍ ډله چې د زينبيون بريګيډ سره یوځای شوه د المصطفی يونيورسټۍ د طالب علمانو يوه ډله وه."

هغه وويل، "دا يونيورسټي په پاکستان کې يو څو مدرسې او کلتوري مرکزونه چلوي او هڅه کوي چې [دلته] د ایران د تاوتریخوالي ایډیالوژي منتقل کړي." هغه زياته کړه، د هغه بهرني شيعه ګانو، چې د ايران د مقاصدو پيروي کوي، استخدام د المصطفی يونيورسټۍ د داخلې څانګي کليدي دنده ده.

هغه وويل: "پاکستان تل په سیمه ایز سیاست کې یو خپلواک رول لوبولی دی." هغه زياته کړه چې د پاکستان مشرانو له پکار ده چې په پراخه کچه د ملي فايدی لپاره مناسب ګامونه واخلي چې په پاکستان کې د ایران د لاسوهنې مخنيوی وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دوی دې باید څارنه وشي او مجرمانو ته باید پهانسي ورکړل شي .... دوی د اسلام له پیل څخه د مسلمانانو دښمنان دي ..

ځواب