جرم او انصاف

پاکستانيان د مشعل خان د وژلو غندنه کوي

جاويد خان لخوا

د پاکستان د مدني ټولنې غړو او د يونيورسټۍ طالب علمانو په اسلام اباد کې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۵مه د مشعل خان د وژلو پر ضد په احتجاج کې چيغي وهي او پليکارډونه لري. [فاروق نعيم / اې ايف پي]

د پاکستان د مدني ټولنې غړو او د يونيورسټۍ طالب علمانو په اسلام اباد کې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۵مه د مشعل خان د وژلو پر ضد په احتجاج کې چيغي وهي او پليکارډونه لري. [فاروق نعيم / اې ايف پي]

پېښور -- پاکستانيان د مشعل خان د کورنۍ سره د اظهار همدردۍ لپاره ولاړ دي. مشعل خان، ۲۳ کلن، په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې د ژورناليزم طالب علم وو چې د طالب علمانو يو هجوم د مقدساتو د سپکاوي په تور د اپریل په ۱۳مه ووژلو.

د ټول هېواد او بهر نه په زرګونو خلک د مشعل خان کورنۍ ته د مینې او درناوي پېغامونه رالېږي، او د حکومت نه غوښتنه کوي چې ککړ کسانو ته دې مثالي سزا ورکړی شي -- په دغه کسانو کې ځينې په هغه ويډيوګانو کې ښکاره شوې دي کومې چې په دې وروستيو ورځو کې په سوشل ميډيا باندې خپرې شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پوليسو د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۱۸مه) د مشعل خان د وژلو په اړه پاکستان سپريم کورټ ته وروسته له هغې يو مفصل راپور وړاندې کړو کله چې د دې پیښې نه دوه ورځې وروسته چيف جسټس ثاقب نثار د دې پيښې په اړه خبر واخيستو.

د راپورونو له مخې، پوليسو ۲۲ شکمن کسان نيولي دي. هغوی باور لري چې دوی په دې پېښه کې لاس لرلو. په دغه پيښه کې په سلګونو طالب علمانو د مشعل خان جامې وشلولی، هغه يې ووهلو، په ډزو يې وويشتلو او بيا يې مشعل خان د يونيورسټۍ د هاسټل د دوهم منزل، کوم ځای چې هغه وسيدلو، نه راغوزار کړ.

پاکستاني اوسيدونکي او د وژل شوي تن خپلواک د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴مه د خيبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ ډسټرکټ کې د مشعل خان تابوت وړي. [ايس ټي آر / اې ايف پي]

پاکستاني اوسيدونکي او د وژل شوي تن خپلواک د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۱۴مه د خيبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ ډسټرکټ کې د مشعل خان تابوت وړي. [ايس ټي آر / اې ايف پي]

ځايي پوليسو وويل، مشعل او عبدالله، يو بل طالب علم چې ډير زيات ووهل شو، په هغه باندې په انټرنټ باندې د مقدساتو د سپکاوي موادو پوسټ کولو تور لګيدلی وو.

پوليس وايي: د مقدساتو د سپکاوي هیڅ شواهد نشته

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود خبريالانو ته وويل، "پولیسو د سوشل ميډيا اکاونټونه ولټول، خو هغوی ته هيڅ هم په لاس ورنه غلل چې دا ثابته کړي چې مشعل خان د مقدساتو سپکاوې کړی دی." هغه زياته کړه، چې د فدرالي څېړنو ادارې ته ويلی شوي چې د دې پيښې تحقيقات وکړي.

وزير اعلی پرويز خټک هم وويل چې هيځ ثبوت په لاس نه دی راغلې چې دا ثابته کړي چې مشعل خان د مقدساتو سپکاوی کړی دی.

هغه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د اپریل په ۱۵مه وويل: "پوليسو د ځپل شوی کس د ټلیفون ريکارډ چېک کړی دی خو په دغه ريکارډ کې د اسلام خلاف هيڅ نه وو."

هغه وويل: "حکومت له مخکې نه فيصله کړې ده چې د دې ناوړه جرم عدالتي تحقيقات وکړي." هغه زياته کړه، چې دا ډول ظلم به ونه زغمل شي."

د مردان ډسټرکټ د پولیسو مشر میا سعید احمد وويل: ټول ځواک ډير زيات کوشش کوي چې ټول هغه کسان ونيسي کوم چې په دې پيښه کې ښکېل دي.

احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "د يونيورسټۍ د شپږ کارکوونکو په ګډون د ۲۲ تورن کسانو د نیولو نه علاوه د يونيورسټۍ څلور سينير چارواکي هم په دې تحقيقاتو کې شامل دي."

'يوه دسيسه'

وجاهت، لومړی تورن، په خپل رسمي بيان کې وويل، هغه ته وويل شول چې د اپریل په ۱۳مه د چيرمين دفتر ته راشه، کوم ځای چې د ۱۵ نه تر ۲۰ خلکو، چې استاذان، چارواکي او طالب علمان په کې شامل ول، يوه غونډه کړې وه چې "د مشعل خان د کيس په اړه فيصله وکړي."

پاکستان ټوډې راپور ورکړو چې د هغه د بيان له مخې، وجاهت وويل چې مشعل خان "به کله نا کله د مقدساتو سپکاوی کوو."

وجاهت وويل، هغه په خپله د مشعل خان نه او د هغه د ملګرو عبدالله او زبير نه اوريدلي وو چې هغه به "د اسلام او حضرت محمد (ص) خلاف خبرې کولی."

د دغه پېښو په اړه د خفګان څرګندولو او چارواکو ته د ثبوت ترلاسه کولو نه وروسته، وجاهت وويل چې د يونيورسټۍ چارواکو له پکار وه چې په لومړي سر کې یې دغه غونډه نه وې کړی.

هغه وويل: "که چيرې ما ته د [مشعل او د هغه د ملګرو په وړاندې] د دسیسې په اړه خبر شوی وې،" نو زه به يونيورسټۍ ته نه وم راغلی. "که چيرې ما د هغوی خلاف بيان نه وې ورکړی، نو کيدی شې چې هجوم منتشر شوی وې."

هغه وویل، "په دې ټوله پيښه کې زما رول دا دی چې ما بيان ورکړو چې مشعل خان د مقدساتو سپکاوی کړی دی. زه اوس په هغې پښېمانه يم، ځکه چې دا د هيواد قانون دی چې داسې ستونزې حل کړي، نه چې خلک او يا د يونيورسټۍ انتظاميه."

ملګرو: موږ بې ګناه يو

ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې عبدالله وويل، هغه هم د ژورناليزم ډپارټمنت ته راوغوښتل شو چې ګواهي ورکړي چې مشعل د مقدساتو سپکاوی کړی دی او د اسلام پر وړاندې "ناوړه پلانونه" لري.

عبدالله په خپل بيان کې وويل: "خو ما انکار وکړو، ځکه چې ما هيڅکله هم د مشعل د خولې نه غير پارلماني، د رسوايۍ او همدارنګه د کفر خبرې نه دې اورېدلې."

د مشعل خلاف د الزاماتو او د عبدالله انکار چې د هغه خلاف بيان ورکړي طالب علمان غوسه کړل، او درې ښوونکو عبدالله په غسل خانه کې بند کړو چې د هغه ساتنه وکړي.

کله چې غوسه هجوم جوړ شو، نو دوی د غسل خانې دروازه ماته کړه او عبدالله يې ووهلو، خو سيمه ييز پوليسو او يو شمېر خواخوږي زده کوونکو هغه بچ کړو.

په دغه وخت کې، مشعل د يونيورسټۍ په هوسټل کې وو. هجوم په هغه بريد وکړو او هغه يې ووژلو.

عبدالله دا څرګنده کړه چې دوه ورځې مخکې، هغه، مشعل او نورو ملګرو د يونيورسټۍ د انتظاميې د لوړ فيس، د سهولتونو د نشتوالي او د واک د ناوړه استعمال په وړاندې خبرې کړې وې.

هغه په خپل بيان کې پوليسو ته وويل، "زه نه يوازي د ځان لپاره بلکې د مشعل خان او نورو بې ګناه کسانو لپاره انصاف غواړم."

د مشعل لپاره انصاف

په سلګونو خلکو په صوابۍ ډسټرکټ کې د مشعل د قبر او د هغه د کورنۍ کور ليدنه کړې ده چې د هغه لپاره دعا وکړي او د هغوی سره مرسته وکړي.

د صوابۍ ډسټرکټ د پولیسو افسر شعيب اشرف پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د هغه کورنۍ ته امنیت برابر کړی دی ځکه چې د خلکو زيات شمېر د لاس نيوې لپاره د هغه د کور ليدنه کوي."

د ټول پاکستان نه خلکو هم په زيده او نورو ښارونو کې لاريونونه ترسره کړل چې د مشعل لپاره د انصاف غوښتنه وکړي.

د قومي وطن پارټۍ مشره، نيلم ګيلاني او يو شمير ښځینه کارکوونکو چې د هغه د کور لیدنه وکړه، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د مشعل خان د قبر ليدنه وکړه چې د هغه لپاره دعاګاني وکړو او وروسته د هغه کور ته لاړو چې د زړورې کورنۍ سره د یووالي او ملاتړ څرګندونه وکړو."

د پاکستان سياسي مشرانو، چې په لومړی سر کې د الزاماتو د حساسيت له کبله د پېښې په هکله خبرې ونه کړې، وروسته د دې پيښې غندنه وکړه.

د پاکستان وزیر اعظم میا محمد نواز شریف، پخوانې صدر آصف علي زرداري، د نيشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان او نورو يو شمير سیاسي مشرانو د دغه وژلو غندنه وکړه او د انصاف لپاره یې د کوشش ژمنه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وويل، هغه "په مردان کې د طالب علم د ناوړه مرګ" په اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر سره په رابطه کې وو.

هغه په يو ټويټ کې وويل، چې "د ځنګل د قانون اجازه به ورنه کړو."

خان په يو پريس کنفرانس کې د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۱۸مه) وويل، "دا زمونږ لپاره د عبرت خبره ده او دا به يقيني کړو چې هيڅ څوک بيا د خلکو د وژلو لپاره د مقدساتو د سپکاوي قانون استعمال نه کړي."

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د "مشعل خان په وحشيانه قتل باندې" شديده انديښنه څرګنده کړه او ژر تر ژره یې د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د جمعيت علماء اسلام (ص) پارټۍ مشر، مولانا سميع الحق، خبريالانو ته د اپریل په ۱۵مه وويل، "پکار ده چې هيڅوک تش د الزاماتو په بنياد ووژل نه شي."

د پاکستان وزیر اعظم میا محمد نواز شریف په مارچ کې چارواکو ته امر وکړو چې په سوشل ميديا باندې ټول د "کفر" مواد لري کړي او د هغه کسانو کوم چې دا پوسټ کوي خلاف د سخت اقداماتو ژمنه یې کړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مشال پلان شوی قتل د ډیرې غندنې وړ دی..

ځواب