دین

جمعيت علماء اسلام (ف) په سليزه غونډه کې د ترهګرۍ غندنه او د سولې غوښتنه کوي

عديل سعيد لخوا

د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند په سليزې تقريباتو کې د اپریل په ۷ مه په نوښار کې خلکو ته خطاب کوي. خطاب کونکو د تروریزم غندنه او د سولې لپاره غوښتنه وکړه. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند په سليزې تقريباتو کې د اپریل په ۷ مه په نوښار کې خلکو ته خطاب کوي. خطاب کونکو د تروریزم غندنه او د سولې لپاره غوښتنه وکړه. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

پېښور -- ترهګري ردول او سوله او زغم رواستل د جمعيت علماء اسلام (ف)، چې يوه مذهبي سياسي پارټي ده، په دې وروستيو کې د اختتام شوي سليزې تقريباتو نعره وه.

د جمعيت علماء اسلام په سلګونو زره پیروان د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د اپریل په ۷-۹مه د پارټۍ د سليزې تقريباتو لمانځلو لپاره راټول شول.

د مختلفو بيان کونکو پیغام يو وو: هم آهنګي قبوله کړئ او تروریزم رد کړئ.

په ګډونوالو کې امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم، (د مکې د ستر جومات امام)، او د سعودي عرب د اسلامي چارو وزیر صالح بن عبدالعزيز بن محمد الشیخ شامل ول.

په سلګونو زره پاکستاني مسلمانانو د اپریل په ۸ مه د جمعيت علماء اسلام (ف) د درې ورځنۍ سليزې تقريباتو لمانځلو په وروستۍ ورځ په نوښار کې په دعاګانو کی بوخت وو. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

په سلګونو زره پاکستاني مسلمانانو د اپریل په ۸ مه د جمعيت علماء اسلام (ف) د درې ورځنۍ سليزې تقريباتو لمانځلو په وروستۍ ورځ په نوښار کې په دعاګانو کی بوخت وو. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

غیر مسلمو هم په دې تقريباتو کې ګډون وکړو، چې په دوی کې نذير عالم، د پاکستان د متحده کلیسا بیشپ، شامل وو.

د جمعيت علماء اسلام مشر او امام کعبه د تروریزم غندنه وکړه.

د جمعيت علماء اسلام مرکزي امير، مولانا فضل الرحمان، د غونډې په اختتامي بيان کې د اپریل په ۹مه وويل: "اسلام د سولې دین دی او په دې کې د تروریزم او افراطیت لپاره ځای نشته."

هغه وويل، په نوښار کې دا تاريخي غونډه نړيوالې ټولنې ته د امید او د سولې یو پیغام ورکوي.

دا پېغام غوښتنه کوي چې خلک دې "د هغه اسلامي ایډیالوژۍ په کلکه پيروي وکړي، کومه چې د مينې، ورورولۍ، هم آهنګی، متقابل ګډ ژوند او د عدم تشدد تعليمات ورکوي."

هغه وويل، جمعيت علماء اسلام (ف) د نړۍ د يووالي لپاره کمپاینونه ترسره کوي او د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره په سوله ايز کوشش باندې باور لري.

د هغه اختتامي الفاظ دا وو: "موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو ... چې په پاکستان کې مذهبي هم آهنګۍ ته زيان ورسوي او یا دلته ګډوډي او انتشار رامنځته کړي."

امام کعبه د سولې لپاره د فضل الرحمن د ژمنې سره موافقه وکړه.

هغه د اپريل په ۷ مه په يوه غونډه کې وويل: "په اسلام کې د تشدد، ترهګرۍ او يا فرقه واريت لپاره ځای نشته." "دا د قرآن کريم او د پيغمبر (ص) سنت هغه څرګندوي، کوم چې د مینې او د درناوي لپاره غوښتنه کوي."

شیخ صالح د هغه کسانو غندنه وکړه کوم چې اسلام د ترهګرۍ سره لينک کولو لپاره کوشش کوي.

هغه وويل: "ترهګري تباهي رامنځته کوي ... چې دا د ګډوډۍ، انتشار، اقتصادي ناانډولۍ او ټولنیزې نابرابرۍ سبب ګرځي."

هغه په مسلمانانو زور ورکړو چې په اسلام کې د تحریف په وړاندې هوښیار ووسئ. هغه زياته کړه: "هغه کسان چې د اسلام په غلطه طريقه تشریح کوي ترهګر بلل کيږي."

هغه وويل، ديني عالمان د اسلام د مینې او د سولې د ریښتیني پیغام خپرولو سره خپل رول لوبولی شي.

په آخره کې، امام کعبه د جمعيت علماء اسلام (ف) د مسلمانانو د یوه داسې غټې غونډې منعقد کولو له کبله ستاينه وکړه. هغه وويل، چې دې پروګرام نړیوالې ټولنې ته د "د سولې او پيوستون" يو پيغام ورسوو.

د مسلمانانو او غیر مسلمو تر منځ یووالی

د غير مسلمو د ټولنې ګډنوالو او نورو بهرني عالمانو د زغم د غوښتنې سره موافقه وکړه.

په دې غونډه کې خلکو ته په خپل بيان کې، بیشپ نذير د دې پیغام خپرولو ژمنه وکړه چې اسلام تشدد ردوي. هغه وويل: "دا د سولې، مينې او ورورولۍ پيغام ورکوي."

بیشپ وويل, هغه د جمعيت علماء اسلام (ف) په سليزې تقريباتو کې ګډون ځکه وکړه چې هغه د مذهبي آهنګۍ او متقابل ګډ ژوند استازيتوب وکړي.

مولانا شوکت علي قاسمي، د دارالعلوم ديو بند يو ديني عالم، وويل: "اسلام د ترهګرۍ سره هيڅ تړاو نه لري."

ترهګري او فرقه واريت ردول

د پاکستان د پارلمان پخواني او اوسني غړو هم خلکو ته خطاب وکړو. هغوی هم په زغم او د تروریزم په غندلو زور ورکړو.

ميا رضا رباني، چې د پاکستان د سنيټ چيرمين دی، ګډون کوونکو ته وويل، مسلمانانو له پکار ده چې نړيوالی ټولنې ته دا خبره ثابته کړي چې دوی د زغم او ورورولۍ د اقدارو درناوې کوي او تروریزم او فرقه واريت ردوي.

مفتي کفايت الله، د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړی، وويل چې تروریزم د اسلام ايميج ته زيان رسولی دی.

هغه وويل، نړی ته اسلام په غلطه وړاندې شوی دی. هغه زياته کړه چې د ترهګرۍ سره مذهب تړل نه يوازې غلطه خبره ده بلکې غلط فهمي ده.

هغه وويل: "ديني عالمانو او مسلمانانو له پکار ده چې نړۍ په دې خبر کړي چې زموږ دين په بشپړه توګه له هر ډول تشدد او تاوتریخوالی منع کوي او د سولې، مینې، ورورولۍ او د هر مذهب او عقيدی لرونکو خللکو د يووالي غوښتنه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500