جرم او انصاف

د خیبر پښتونخوا د پوليسو نوي مشر د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې جاري ساتلو ژمنه وکړه

جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخوا د پولیسو نوې انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود په پېښور کې د اپريل په ۳ مه ميډيا ته خبرې کوي. هغه ژمنه وکړه چې هغه به د پوليسو په ځواک کې د کرپشن لپاره صفر زغم وښيي او د تروریزم په وړاندې مبارزه به تيزه کړي. [جاويد خان]

د خیبر پښتونخوا د پولیسو نوې انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود په پېښور کې د اپريل په ۳ مه ميډيا ته خبرې کوي. هغه ژمنه وکړه چې هغه به د پوليسو په ځواک کې د کرپشن لپاره صفر زغم وښيي او د تروریزم په وړاندې مبارزه به تيزه کړي. [جاويد خان]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا د پوليسو نوي انسپکټرجنرل صلاح الدین خان محسود ژمنه کړې ده چې هغه به د ترهګرۍ په وړاندې جګړې ته دوام په جوش او جذبې سره ورکړي.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د مارچ په ۳۰ مه محسود وټاکلو چې په ناکراره صوبه کې د پوليسو د ځواک چارج په غاړه واخلي. هغه د پخواني آی جي پي ناصر خان دراني په ځای مقرر کړی شو. ناصر خان دراني د سروس نه د مارچ په ۱۶مه ريټاير شوی وو.

دراني د خېبرپښتونخوا په پولیسو کې د اصحلاحاتو او په خېبرپښتونخوا کې د تروریزم په مخنيوي کې د مرستې کولو له کبله کريډټ ترلاسه کړو.

دراني، چې د درې نيمو کلونو پورې یې د پوليس ځواک مشري وکړه، پاکستان فارورډ ته وويل، "صلاح الدین محسود یو داسې افسر دی چې هغه د ليډرشپ ټول صفتونه لري چې په هر ډول ستونزمن حالت کې د [خیبر پښتونخوا] د پولیسو مشري وکړي."

هغه وويل: "هغه يو تکړه افسردی او هغه به د خیبر پښتونخوا د پولیسو په ښه ډول مشري وکړي."

محسود، چې د ۲۱ ګريډ افسر دی، مخکې د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د دوو کلونو نه زیاتې مودې پورې مشري وکړه او د پاکستان په پولیس سروس کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې ډيوټي ترسره کوي.

محسود په خپل دفتر کې د آی جي پي په توګه د کانفرنس نه وروسته پاکستان فارورډ ته د اپریل په ۳ مه وويل، "د خېبرپښتونخوا پولیسو په تیرو لسو کلونو کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې خپل ۱،۵۰۰ کسان قرباني کړي دي."

هغه وويل، دا ځواک ژمن دی چې په لا زياته مسلکي جذبې سره به په دغه صوبه او هېواد کې د امن بحالولو لپاره د تروریزم سره مبارزه وکړي.

هغه وويل: "پوليسو په تېرو څو کلونو کې د تروریستانو په وړاندې بې شمیره کاميابۍ ترلاسه کړي دي."

محسود، چې د تروريزم له کبله د دوو ماشومانو له لاسه ورکولو د غم نه ډير ښه خبر دی، وويل: "پوځ او فرنټير کور په قبایلي سیمو کې د ترهګرو په وړاندې عملیات په کاميابۍ سره ترسره کړل، په داسې حال کې چې پوليس په خیبر پښتونخواه کې د يو فرنټ لاين ځواک په توګه بوخت دي."

په دسمبر ۱۹۹۵ کال کې په پېښور کې په يوې چاودنه کې د هغه د دوو زامنو په ګډون ۳۵ کسان ووژل شول.

هغه په خپل لومړني کانفرنس کې ژمنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو نوی منظور شوی قانون ۲۰۱۷ به په هر ډول عملي کیږي.

هغه وويل: "د شخړو د حل شوراګاني، د پوليسو د مرستې هاټ لاين، پوليسو ته د لاسرسي سروس، نوي جوړ شوي سکولونه او د خوندیتوب کمیسیونونه به نورهم پياوړي شي."

هغه خبرداری ورکړو چې هغه به په کرپشن کې ښکيل افسرانو ته په سزا ورکولو باندې روغه جوړه ونه کړي. هغه زياته کړه چې هغه کسان کوم چې ښه ډيوټي ترسره کوي هغوی ته به په سمه توګه انعام ورکړی شي.

هغه وويل: "ځواک ته امر ورکړی شوی دی چې د هغه کسانو د کورنيو غړو خيال وساتي کوم چې د ډيوټۍ په دوران کې مړه شوي دي."

هغه وويل، د پوليسو او د عامو خلکو تر منځ اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره، افسرانو ته سخت امر ورکړی شوی دی چې د هر هغه تن احترام وکړي کوم چې پولیس سټيشن ته رادننه شي يا د چيک پوسټ نه تيريږي.

محسود وويل: "د پوليسو کارکردګي نوره هم ښه کولو لپاره به د حکومت د نورو ادارو سره همغږي کولی شي."

محسود يو پاک او ژمن افسر دی

د پولیسو سينير افسرانو او د امنیت شنونکو پاکستان فارورډ ته وويل، د پوليسو نوی مشر به د خپل پيشرو پالیسیو ته دوام ورکړي او په پوليسو کې د اصلاحاتو لپاره به ژمن وي.

د پېښور مرکزي ښار د پوليسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وويل، "د پولیسو د نوي مشر سره به د جرمونو او د تروريزم تجزيه، د لوړ پوړو او نورو کيسونو لټول او حل کول ښه شې." هغه وويل، چې محسود د يو "پاک او ژمن" افسر په توګه شهرت لري.

قيصر خان، چې په پېښور کې د جرمونو او د ترهګرۍ د خبريالانو فورم جنرل سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "[محسود] په فعاله توګه د [خیبر پښتونخوا] د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د اوږدې مودې لپاره مشري کړي ده، او هغه په دې پوهېږي چې ځواک ته د سولې لپاره د څه ضرورت دی."

خان وويل، چې نوی آی جي پي به د پولیسو هغه اصلاحاتو ته دوام ورکړي کوم چې له هغه عامو خلکو سره مرسته کوي چې شکایت لري چې د پولیسو سترې انتظامیې ته لاس رسي ولري.

د پېښور يو اوسېدونکي، ذوالفقار احمد، وويل، هغه هيله لري چې نوی آی جي پي به په پوليسو کې د کرپشن خلاف مبارزې ته دوام ورکړي او په پولیس سټيشنونو کې به د خلکو سره چلند ښه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په تېرو څو کلونو کې د پوليسو چال چلند ډېر ښه شوی دی." "زه هیله لرم چې نوي انتظاميه به دا نور هم ښه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه، ډير اعلی.

ځواب

ډیر ښه

ځواب