ځوانان

نړيوال تهيټر فیسټیول یا جشن د پاکستان ځوانان خوشحاله کړل

آمنه ناصر جمال لخوا

ځوان اداکارانو په لاهور کې د اپریل په ۷ مه په "ګوجي اور جګنو کا تماشا" کې برخه واخيسته. [آمنه ناصر جمال]

ځوان اداکارانو په لاهور کې د اپریل په ۷ مه په "ګوجي اور جګنو کا تماشا" کې برخه واخيسته. [آمنه ناصر جمال]

لاهور -- پاکستاني ځوانانو او د هر عمر خلکو په تماشا فیسټیول ۲۰۱۷ کې د "نوي جذبې" سره د درې ورځني تهيټر، تفريح او ورکشاپونو نه خوند واخيستو.

په لومړي ځل د ماشومانو او ځوانانو لپاره د نړيوال تهيټر فیسټیول (آسيتيج) پاکستانۍ څانګې دا جشن، چې د اپریل په ۷-۹مه په لاهور کې رامنځته شو، منعقد کړو.

آسيتيج پاکستان د نړیوال آسيتيج يوه برخه ده کوم چې تهيټرونه، سازمانونو او کسان په ټوله نړۍ کې راغونډوي چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره تهيټر جوړ کړي.

د آسيتيج پاکستان غړو ليټل آرټ، چوټا موټا تهيټر، هرسکھ، ماس فاونډيشن او خپلواک تهيټر پاکستان د دې پروګرام کوربه توب وکړو او په جشن کې يې اداکاري ترسره کړه.

د هر عمر ليدونکي د اپريل په ۷ مه د تماشا فیسټیول د پرانيستلو په شپه د تهيټر ليدنه کوي. [آمنه ناصر جمال]

د هر عمر ليدونکي د اپريل په ۷ مه د تماشا فیسټیول د پرانيستلو په شپه د تهيټر ليدنه کوي. [آمنه ناصر جمال]

د آسټريليا، جاپان، جنوبي کوریا، سريلانکا او متحده عرب اماراتو نه د تهيټر د ټولنو استازو او کارکوونکو هم په دې جشن کې برخه واخيسته.

د ماشومانو د تهيټر د اداکارۍ نه علاوه، په دې فیسټیول کې د عامو خلکو لپاره تربيتي ورکشاپونه او د بحث مباحثې غونډې هم جوړې شوې.

د تهيټر له لارې ذهنونه پراخه کول

د ليټل آرټ جشن مشر او بنياد ایښودونکي، شعيب اقبال، وويل: "ډير زيات ليدونکو لکه ماشومانو، ځوانانو، لويانو او مشرانو په اخلاص او جذبې سره د دې کلتوري پروګرام قدرداني وکړه."

هغه پاکستان فاررډ ته وويل: "دا په پاکستان او په دې سیمه کې لومړی نړیوال پروګرام دی."

هغه وويل، "د جشن مفکوره دا وه چې داسې خبرې اترې رامنځته کړي چې خلک په يو پليټ فارم باندې راټول کړي کوم ځای چې دوی له يو بل سره نظرونه شريک کړي، چې ځوانانو ته توان ورکړي چې دوی په مستقبل کې دغسې ګامونه پورته کړي او په لاهور کې تهيټر او اداکارۍ ته وده ورکړي."

هغه وويل، ځوان خلک هغه کيسې اوريدل خوښوي کوم چې د هغوی په ژوند باندې په رښتيا اثر کوي او دوی پرې د خپلو همکارانو سره خبرې کولی شي.

اقبال په يو بيان کې وويل: "دا ډول کيسې د هوښيار، تفریحي او د تهيټر د مختلف کړنو سره ويلی کیږي کوم چې دا فیسټیول په ټوله نړۍ کې وړاندې کوي او دا يوه موقعه رامنځته کوي چې د دوی نړيوال نقطه نظر ته وده ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا فیسټیول په سوله ايز پاکستان جوړولو کې مرسته کوي او کوشش کوي چې په ټولنه کې سولې، زغم او احساس ته وده ورکړي."

هغه زياته کړه: "موږ هيله لرو چې دا به د ماشومانو لپاره يوه موقع وي چې د خپلو کورنيو سره د دې نه خوند واخلي او خپل تخليقي تصور ته وده ورکړي."

د فیسټیول مهمې پیښې

په دې فیسټیول کې په مکمله توګه ۸ اوږدې ډرامې وړاندې کړی شوې، چې د سکولونو ۲۱ ډلو په کې برخه واخيسته. په دې فیسټیول کې د ماشومانو، کورنیو او استاذانو لپاره د خبرو اتر ۱۰ ورکشاپونو وړاندې کړی شول.

ليټل آرټ "ګوجي اور جګنو کا تماشا" لپاره د لومړي کړنې پرده پرانيستلی شوه. دا کړنه په لاهور کې په دريم ځل ترسره شوه او دا د خپل رنګارنګ منظر او زړه پورې موسيقۍ سره د ماشومانو تر ټولو خوښ پروګرام دی.

د دې نه وروسته، راکې جميل په ستار، اکمل قادري په لوټ، مزمل احمد په ستارانو باندې پنجابي او ولسي شعرونه وويل او ساره کاظمي د پنجابي ادب نه غوره شعرونه وويل.

عایشې، چې يوه مور او ليدونکي ده، وويل: "موږ په ځانګړې توګه " ګوجي او جګنو کا تماشا" لیدلو لپاره راغلي وو. "زما ماشومانو د دې شو سره مينه لري او مونږ خوشحاله وو چې دا دلته بيا ترسره کيږي."

د فیسټیول يوه بله پيښه دا وه چې په دې کې د سریلانکا دواړو ناديکا تارنګاني او ګياني اتپاله ګډون وکړو. دوی دواړو ډراماتیکې ګډا د ټهاله په روايتي انداز سره وکړه.

سولې او خير خواهۍ ته وده ورکول

سيو هانګ کيم، د جنوبي کوریا یو اداکار، وويل، هغه خوشحاله شو چې هغه د پاکستان د خلکو نه د سولې او خير خواهۍ پیغام ترلاسه کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د سوله ايز نړۍ په لور يو ښه ګام دی. دا به يو خوندي چاپېريال رامنځته کړي چې هر يو کس ته د يو بل منلو او تسليمولو موقع ورکړي. دا به په يو فیسټیول کې د هغه خبرو اترو حوصله افزايي وکړي په کوم کې چې د ملت، کلتور، ژبې، معذورۍ، او داسې نور اختلافات موجود وي." .

په لاهور کې يو ۲۵ کلن اوسيدونکي فخر علي، وويل: "په هر ځای کې د ماشومانو لخوا، دا فیسټیول خلک يو موټی کوي چې دوی د ماشومانو او ځوانانو لپاره په تهيټر کې د پوهې او مشق علم له يوبل سره شريک کړي او تفاهم ته وده ورکړي، نوي مفکورې او نوي کارونه رامنځته کړي."

فخر زياته کړه، "دا فیسټیول نه يوازې د سولې د پروسې لپاره يوه ستره بریا ده بلکې دې ته وده هم ورکوي."

ماه رخ، چې په فیسټیول کې یې ګډون وکړ، وويل، " يو شمير ګډون کونکي راغونډ شول چې د دې فیسټیول انتظام وکړي، اوږدې او وړې ډرامې وړاندې کړي، په ورکشاپونو کې ګډون وکړي، د تهيټر په بېلابېلو سکولونو کې اړيکي رامنځته کړي، د تهيټر په اړه زده کړه وکړي او د فعال، پرمختګ کونکي او خوځنده کسانو يوه ټولنه رامنځته کړي.

د کړنو په پرتله، په دې فیسټیول کې معلوماتي او ابتکاري ورکشاپونه هم شامل وو چې آی څنګه د سکول په نصاب کې فنکاري او تهيټر شامل کړي.

اصغر ندیم سيد، يو پاکستانې ډرامه نګار، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ له پکار ده چې هر کال د داسې فیسټیولو انتظام وکړو چې ماشومانو او ځوانانو ته د لوړ کیفیت تهيټر برابر کړو او داسې یو ځای او ماحول برابر کړو چیرې چې دوی د کورنیو او ملګرو سره مختلف معلومات شریک کړي."

هغه وويل: "دا ډول پیښې تخليقي خلک پيدا کوي کوم چې په مختلف فیسټیولو کې د برخې اخيستلو له لارې سیمه ییز او نړیوال نظرونه په پراخه کچه لري او دوی په فعاله توګه د نورو خلکو سره هم همکاري کولی شي."

د ايشيا ۷ مه کلنيزه غونډه

اسيتيج پاکستان هم د اپريل په ۶ مه د ايشيا ۷مه کلنيز غونډي کوربه توب وکړو چې په دې کې د جرمني، آسټريليا، سریلانکا، نیپال او متحده عرب اماراتو د تهيټر مسلکي کسانو ګډون وکړو. دوی په پاکستان کې د فنکارۍ د مستقبل لپاره د احتمالي همکارۍ خبرې وکړې.

اقبال وويل: "دا غونډه نه يوازي د ملي مرکزونو په منځ کې په سيمه ايزه همکارۍ تمرکز کوي بلکې د آسيتيج د غړو او د ګډ کمپاينونو او تربيتي امکاناتو تر منځ په همکارۍ هم تمرکز کوي."

سيو ګيلز، چې د آسټريليې فني ډايريکټره/ د پولي ګلاټ تهيټر شريک ستره مشره ده، وويل، "دا يو نوی نيټ ورک دی د کومې چې آسيتيج پاکستان يوه ستره نوي برخه ده." پولي ګلاټ تهيټر د آسيتيج د نړيوالې مشرې کميټۍ يوه برخه ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "چې دا تهيټر کارکوونکي د ايشيا سيمو ته راټولوي." "دا د ذهنونو يوه غوره غونډه وه او د خبرو اترو يوه موقع وه چې څنګه هر هغه کس له يو بل سره منسلک کړي کوم چې د فن په دې ښه فيلډ کې کار کوي او چې څنګه په ټول ايشيا کې د ماشومانو لپاره داسې زيات پروګرامونه رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500