زغم

د پېښور ځوانانو د سولې لپاره د اتنړ له لارې یو موټی کيږي

جاويد خان لخوا

د هر عمر نارينه په پېښور کې د اپریل په ۷ مه د سولې لپاره یو ډله ايز اتنړ کوي چې نړۍ ته وښيي چې پښتانه سوله ايز او د موسيقۍ مينه وال خلک دی او هغوی د تروریزم او افراطیت سره تعلق نه لري. [د سولې لپاره د اتنړ د منتظمینو لخوا]

د هر عمر نارينه په پېښور کې د اپریل په ۷ مه د سولې لپاره یو ډله ايز اتنړ کوي چې نړۍ ته وښيي چې پښتانه سوله ايز او د موسيقۍ مينه وال خلک دی او هغوی د تروریزم او افراطیت سره تعلق نه لري. [د سولې لپاره د اتنړ د منتظمینو لخوا]

پېښور -- پښتنو ځوانانو په پېښور کې د جمعې په ورځ ( د اپريل په ۷ مه) په باغ ناران پارک کې يو ستر پروګرام "د سولې لپاره اتنړ" منعقد کړو چې د اورپکۍ او د تاوتريخوالي په وړاندې يووالې څرګند کړي.

دغه پروګرام ډير خوندور وو ځکه چې د ټول پېښور نه په احتمالي توګه ۵۰۰ کسان په حيات آباد ټاونشپ کې په يو پراخه پارک کې په اتنړ کې د برخې اخيستلو يا ليدلو لپاره راغلې وو. اتنړ د پښتنو يوه روايتي ګډا ده چې نارينه يې د خوشحالۍ په موقع ترسره کوي.

سندرغاړي ډهولونه وهي، په داسې حال کې چې د هر عمر نارينه په يوه کړۍ کې ګډا کوي. هلته کې يو شمېر ښځې راغلې وې چې د اتنړ حوصله افزايي وکړي او د سولې د پیغام سره مرسته وکړي.

د ځايي ميډيا له مخې، د کوټې، کندهار، پېښور او قبایلي سیمو د پښتنو ځوانانو يوې ډلې د دغه پروګرام انعقاد په لاهور کې د مارچ په ۲۱مه په پنجاب يونيورسټۍ کې د اتنړ په يو پروګرام کې د دوو زده کوونکو د ډلو تر منځ د تشدد جګړې په ځواب کې وکړو.

نارينه په پېښور کې د اپريل په ۷ مه د سولې لپاره یو ډله ايز اتنړ کوي. [د سولې لپاره د اتنړ د منتظمینو لخوا]

نارينه په پېښور کې د اپريل په ۷ مه د سولې لپاره یو ډله ايز اتنړ کوي. [د سولې لپاره د اتنړ د منتظمینو لخوا]

طارق افغان، چې په پېښور کې يو سماجي فعال او د اتنټر منتظم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ غواړو چې نړۍ ته د سولې پیغام ورکړو او نړۍ ته دا ووايو چې زموږ کلتور د سولې دی ځکه چې په پښتونولۍ [د پښتنو اخلاقي اصول] کې د افراطیت لپاره ځای نشته."

په تیره میاشت کې په پنجاب يونيورسټۍ کې جګړې ته اشاره کولو سره، طارق افغان وويل چې دا د پښتنو په کلتور يو بريد وو.

هغه وويل: "اتنړ د ډيرې مودې راهیسې زموږ د کلتور برخه ده، او هيڅ څوک موږ د دې نه منع کولی نه شي."

هغه وويل، د سولې لپاره د ستر اتنړ بنيادي مقصد د پښتنو کلتور ته وده ورکول او په ځوانانو کې د موسيقۍ او د ګډا د اهمیت په اړه پوهاوي رامنځته کول وو.

طارق افغان وويل: "موږ د پوليسو او خپلو کسانو له لارې مناسب امنیتي انتظامات کړي وو چې د پروګرام، کوم چې د افراطيت پر ضد منعقد کيږي، په دوران کې سوله يقيني کړو."

د خوشحالۍ ورځ

زيات شمېر نندارچيانو او ګډونوالو په باغ ناران کې وويل چې دغه پروګرام د هغوی په مخونو موسکا رامنځته کړه.

ياسر حسين، چې د سيمې يو اوسېدونکی دی او د دغه پروګرام کتنه يې کوله، وويل: "دا يو ښه کار دی او پکار ده چې په وار وار ترسره شي."

حسین وویل هغه د پروګرام نه خوند واخيستو، که څه هم هغه د ګډا کونکو په اړه تنقيد لرلو. هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ګډا انتظام په ښه ډول نه وو شوې، پکار ده چې د داسې مهمې موقعې لپاره د دې انتظام به ډير په ښه توګه شوی وې."

خو د دې نه علاوه، نور پروګرام نړۍ ته د سولې پیغام ورکولو له کبله د پام وړ وو.

په پيښور کې يو دانشور او ماهر تعليم، ډاکټر خادم حسین، وويل: "اتنړ د پښتنو په مجموعي توګه ښايست څرګندولو کې يو مهم رول لوبوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په ټوله نړۍ کې، پښتانه ټوپک لرونکي خلک ګنلې شي چې د ژوند د ښکلا نه خوند ترلاسه کولو نه محرومه دي." "د سولې لپاره اتنړ به یقینا د پښتنو ايميج ښه کړي."

د افراطیت مزاحمت کول

د اتنړ يو بل ستر پروګرام په اسلام اباد کې د شنبې په ورځ (د اپریل په ۸ مه) د هغه کسانو سره د مرستې کولو لپاره رامنځته شو کوم چې په پېښور کې د دغه پروګرام انتظام کړی وو. دغه ډول پروګرامونه د سولې د پیغام خپرولو لپاره په کراچۍ، لندن او نورو ښارونو کې په دې وروستيو کې رامنځته شول.

د پېښور ايمل خټک، چې يو سماجي فعال دی او د يو سیاستدان او د پښتو ژبې مشهور شاعر محمد اجمل خټک زوی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په پېښور کې د سولې لپاره اتنړ د پښتنو ځوانانو يوه ښه هڅه وه، او دوی ډېر په سوله ایزه او په قوي توګه د افراطیت خلاف د خپل مزاحمت څرګندونه وکړه."

د مارچ په ۲۱مه په پنجاب يونيورسټۍ کې جګړې ته په اشاره کولو سره، خټک وويل چې اتنړ د افراطیت او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره د يو ډېر پياوړي کلتوري وسيلې په توګه رامنځته کيږي ځکه چې دا د عدم تشدد مزاحمت تر ټولو يو ښه شکل دی.

خټک وويل: "موږ په ټول هيوا کې د اتنړ پروګرامونه کتلي دي چې د افراطيت خلاف په کلکه غندنه وکړو او احتجاج وکړو." هغه زياته کړه چې کلتور سولې ته د وده ورکولو لپاره تر ټولو ښه وسیله ده.

هغه وويل، په پېښور کې اتنړ وښودله چې څه رنګه د پښتنو کلتور توان لري چې د افراطیت او د تاوتريخوالي موجوده کلتور سره مقابله وکړي.

هغه وويل: "موږ وليدل چې څنګه د سولې لپاره اتنړ زموږ په ټولنه کې د يووالي، تنوع او پیوستون نښه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه! ستاسو ډيره مننه، چې تاسو د پښتنو د ملي ګډا او موسيقۍ راژوندي کولو لپاره د داسې روايتي او تاريخي پروګرامونو انعقاد وکړو. مونږ مسلسل کوشش کوو چې د هغه کسانو نه خپله آزادي ترلاسه کړو کوم چې زمونږ په رواياتو او کلتور باندې بريد کوي. که الله راضي شي، نو موږ به د خپل نوي نسل لپاره آزاد پښتونستان جوړ کړو. اتنړ زمونږ د زړورتيا، آزادۍ او ملي کلتور نښه ده. Stab me for the support of Afghans As I am Khushal Khattak of the age that supports its friends Rule over one's own land

ځواب