دین

امام کعه وايي چې اسلام افراطیت او تاوتریخوالی منع کوي

عديل سعيد لخوا

پاکستانيان په خیبر پښتونخوا کې په نوښار ډسټرکټ کې د جمعيت علماء اسلام (ف) پارټۍ د سليزې تقريباتو په ترڅ کې د جمعې په ورځ (د اپریل په ۷مه) دعا کوي. په دغه غونډه کې امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم ګډون وکړو. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

پاکستانيان په خیبر پښتونخوا کې په نوښار ډسټرکټ کې د جمعيت علماء اسلام (ف) پارټۍ د سليزې تقريباتو په ترڅ کې د جمعې په ورځ (د اپریل په ۷مه) دعا کوي. په دغه غونډه کې امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم ګډون وکړو. [جمعيت علماء اسلام (ف)]

پېښور -- په ټوله نړۍ کې د مقدس جومات امام په پاکستانيانو او مسلمانانو زور ورکوي چې د خپل دين د سولې او مينې پېغام قبول کړي او تشدد او افراطیت رد کړي.

امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم (په سعودې کې د مکې د مقدس جومات امام) د خیبر پښتونخوا په نوښار ډسټرکټ کې د خلکو يوې لوېې غونډې ته د جمعې د ورځې (د اپریل په ۷ مه) خطبه ورکړه.

هغه په دې غونډه کې په خپل خطاب کې وویل، "اسلام د سولې دین دی او په جدي توګه په ټولنه کې تاوتریخوالی او ګډوډي منع کوي."

دغه پيښه د جمعيت علماء اسلام (فضل) پارټۍ د درې ورځني اوږد (د اپریل ۷مې نه ۹مې پورې) د سليزې تقريباتو برخه وه. جمعيت علماء اسلام (فضل) يوه ديني او سياسي پارټي ده.

امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم (په سعودې کې د مکې د ستر جومات امام) د جمعې په ورځ (د اپریل په ۷ مه) د خیبر پښتونخوا په نوښار ډسټرکټ کې خلکو ته خطاب کوي. [عدیل سعيد]

امام کعبه شیخ صالح بن محمد ابراهيم (په سعودې کې د مکې د ستر جومات امام) د جمعې په ورځ (د اپریل په ۷ مه) د خیبر پښتونخوا په نوښار ډسټرکټ کې خلکو ته خطاب کوي. [عدیل سعيد]

د تروریزم غندنه کول

بل يو کس چې په دې غونډه کې ګډون وکړو د سعودي عرب د اسلامي چارو وزیر صالح بن عبدل عزيز بن محمد الشیخ وو. هغه د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او ګډوډۍ غندنه وکړه او وې ويل چې دا د هر يو قوم لپاره د زغم وړ نه دي."

دغه دوه کسانو په یو اواز سره د تروریزم د شر په اړه خبرې وکړې.

امام کعبه وويل، "هغه کسان چې د اسلام په نوم تاوتريخوالي، افراطيت او بې نظمۍ ته هوا ورکوي د خپلو مقاصدو ترلاسه کولو لپاره ګډوډي او انتشار رامنځته کوي."

هغه وويل، هغه عناصر چې په اسلامي احکامو کې يې تحريف وکړو د افراطيت په نوم نفرت خپور کړی دی او د امت (اسلامي ټولنه) د بې استحکامۍ سبب جوړ شوي دي.

هغه په کلکه وويل چې "اسلام د تاوتریخوالي او یا افراطیت سره اړيکې نه لري." هغه زياته کړه چې افراطيان په غلطه دي.

هغه په يووالي باندې زور ورکړو

امام کعبه په خپلو اوریدونکو باندې زور ورکړو چې دوی دې د اسلام د بينر لاندې یو موټی شي او د قران او د سنتو پیروي دې وکړي.

د تشریح لپاره، هغه د قران د يو آيت تلاوت وکړو: "ټول په ګډه د الله رسۍ ټينګه ونيسئ او په خپل منځ کې درز مه را منځ ته کوئ."

امام کعبه په ديني عالمانو غږ وکړو چې دوی دې د مينې، سولې او برابرۍ پيغام خپرولو له لارې د مسلمانانو په اتحاد رامنځته کولو کې خپل رول ولوبوي.

هغه وويل، عالمان د اسلام حقيقي ساتونکي دي. هغه دا خبره نوټ کړه چې دوی د "غوره" تدريس ذمه داري لري.

امام کعبه هم د جمعې د لمانځ امامتي وکړه او د اسلامي يووالي، د زغم او د انسانيت حالت ښه کولو لپاره یې دعا وکړه.

الشیخ، چې د سعودي د اسلامي چارو وزير دی، په خپل بيان کې وويل، "مونږ په ګډه سره د خپل مذهبونو او هیوادونو د هر ډول چيلنجونو سره مقابله کولی شو."

هغه زياته کړه، پاکستان او سعودي عرب ډير ښه تعلقات لري او د یو بل لپاره ډير زيات احترام لري.

د جمعيت العلماء اسلام (ف) پارټۍ مشر مولانا فضل الرحمان خلکو ته په خپل بيان کې وويل، چې دا پارټي، چې د خپل سليزې غونډه کوي، د حقوقو لپاره د سوله ايزې مبارزې حمايت کوي او د تشدد غندنه کوي.

هغه وويل، د ترهګرۍ سره د جګړې لپاره یووالې ډیر ضروري دی. ترهګري د نړۍ تر ټولو لويه ستونزه ده.

هغه زياته کړه، جمعيت العلماء اسلام (ف) د سليزې غونډه دا کوشش کوي چې د پارټۍ د عزم تجديد وکړي چې اسلامي اقدارو ته وده ورکړي او هغه تاوتریخوالی او افراطیت ختم کړي، کوم چې د اسلام ايميج ته زيان رسوي.

څارونکي د امام کعبه ستاينه کوي

په خیبر پښتونخوا کې څارونکو د سعودي ديني عالم د زغم او د سولې د پيغام ستاينه وکړه.

پروفيسر ډاکټر قبله آیاز، چې يو ديني عالم دی او د پېښور يونيورسټۍ پخوانی وايس چانسلر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د امام کعبه خطبه به د تاوتريخوالي په لور د سوچ مخنيوي کولو کې زموږ په مبارزې باندې یو ډیر تل پاتې اثر ولري." "خلک د مقدس جومات د مشر لپاره غوره درناوی لري."

آیاز وويل، په امت (اسلامي ټولنه) کې د امام کعبه شخصيت اورېدونکو ته د هغه د تعليماتو ضمانت ورکوي.

آیاز زياته کړه: "که چيرې هغه اعلان وکړي چې په اسلام کې د تاوتریخوالي او د افراطیت لپاره ځای نشته، نو مومنان به د هغه وينا د خپل دين د يو ریښتیني پيغام په توګه قبول کړي."

په پېښور کې د شيخ ذاهد اسلامي مرکز پخوانی مشر، پروفيسر عبدل غفور، پاکستان فارورډ ته وويل: "ديني عالمان جرات نه لري چې د امام کعبه سره د اختلافاتو څرګندونه وکړي."

هغه زياته کړه: "د هغه په شان د شخصیت له طرفه د تشدد منع کول په اسلامي ټولنه کې د امن د اهمیت څرګندونه کوي."

هغه پيش ګويي وکړه چې د امام کعبه وینا به د افراطیانو په سوچ کې په بدلون راوستلو کې مرسته وکړي او په ټولنه کې به د ورورولۍ او عدم تشدد لپاره لاره هواره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500