تروريزم

د طالبانو ځانمرګي بريد کونکي په لاهور کې د سرشمېرنې ټيم په نښه کړو

اې ايف پي او د سټاف لخوا

د پاکستان امنیتي پرسونلو د اپریل په ۵ مه په لاهور کې د چاودنې د هغه ځای ناکه بندي وکړه په کوم کې چې په دغه ورځ د سرشمېرنې يو ټيم په نښه کړل شو. د تحریک طالبان پاکستان په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول. [عارف علي / اې ايف پي]

د پاکستان امنیتي پرسونلو د اپریل په ۵ مه په لاهور کې د چاودنې د هغه ځای ناکه بندي وکړه په کوم کې چې په دغه ورځ د سرشمېرنې يو ټيم په نښه کړل شو. د تحریک طالبان پاکستان په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول. [عارف علي / اې ايف پي]

چارواکو وويل، چې په لاهور کې د چهارشنبې په ورځ ( د اپريل په ۵ مه) د طالبانو په يو ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل او تر ۱۸ پورې کسان زخمي شول. دغه چاودنې د سرشمېرنې يو ټيم په نښه کړی وو.

شاهدانو څرګنده کړه چې دوی د سهر د ۸ بجو نه وروسته د چاودنې د اواز له کبله په ځمکه راغوزار شول او بيا د وینې، د مړو او د ژړا يوه نظاره رامنځته شوه.

تحریک طالبان پاکستان په بډيان سړک باندې د بريد مسوليت ژر تر ژره په غاړه واخيستو. پوځ تاييد وکړو چې دا يو ځانمرګی بريد وو. تحریک طالبان پاکستان وويل، چې دوی د امنيتي ځواکونو نه د انتقام اخيستلو لپاره دا برید ترسره کړو.

يو طالب علم فرحان اسلم وويل، هغه او د هغه پلار د خپل سايکل نه راغوزار شول.

هغه په هسپتال کې ای ايف پي ته وويل، "ما په دغه ځای کې دوه مړي وليدل او نورو چيغې وهلې."

امنيتي سرچينو ای ايف پي ته وويل، د پنجاب د صحت وزير خواجه عمران نذير تصديق وکړو چې پنځه تنه وژل شوي دي. په دوی کې درې سرتېرې او دوه نور ملکي وګړي شامل دي.

د ريسکيو ادارې وويل، لږ تر لږه ۱۸ کسان ژوبل شوي دي، چې په دې کې يو ماشوم شامل دی چې د هغه حالت نازک دی.

د پاکستان سټیټسټک بورډ تصديق وکړو چې بريد کونکي په يو ګاډي باندې بريد وکړو. دغه ګاډي پوځي پرسونل وړل کوم چې د سر شمېرنې د ټيم برخه وه.

د ۱۹۹۸نه وروسته، د پوځي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ ټیمونه د پاکستان د سرشمېرنې ترسره کوي. دا يو ستر او ډير ستونزمن کار دی چې دا به د پارلماني انتخاباتو نه مخکې د هیواد سیاسي نقشه بيا جوړه کړي.

په لاهور کې يو چارواکي عبدالله سنبل وویل: "سر شمیرنه يو ملي فرض دی، او موږ به دا کار تر سره کوو." "په امنیت کې څه کمی نه وو، خو تاسو پوهيږئ چې د ځانمرګي بريد کونکي سره مقابله کول څومره ستونزمن کار دی."

د سرشميرنې ستر کمشنر آصف باجوه ژمنه څرګنده کړه چې سرشمېرنې به د رکاوټ نه بغير جاري وي او په خپل وخت به ترسره کیږي.

پراخه غندنه

د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د برید په کلکه غندنه وکړه.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف په ټولو هغه کسانو ماتم وکړو کومو چې خپل ژوند له لاسه ورکړو او د پوځ د هغه پرسونلو ستاینه یې وکړخ کوم "چې هغه وخت په نښه شول کله چې دوی د ملي سرشميرنې ډيوټي تر سره کوله."

هغه متعلقه چارواکو ته هدايات ورکړل چې د صوبايي حکومت سره په بشپړه توګه مرسته وکړي.

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په یو بيان کې وویل چې د سرشمېرنې ترسره کول يو "ملي فرض" دی.

هغه وويل: "د شمير کونکو او د سرتېرو د قیمتي ژوند قرباني بې شکه يو ستره قرباني ده." "دا قربانۍ به يوازې زمونږ عزم قوي کړي او د ټول ملت په ملاتړ به موږ خپله خاوره د تروریزم د ګواښ نه پاکه کړو."

صدر ممنون حسين وويل: "د تروریزم او افراطیت ګواښ له منځه وړلو لپاره دا ډول بزدلانه بریدونه زمونږ ملي عزم ته زيان نه شي رسولی."

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف چارواکو ته هدايات ورکړل چې د چاودنې په اړه يو راپور وړاندې کړي او هغه وويل چې هغه کسان به د قانوني چلند سره مخامخ شي کوم چې د بېګناه خلکو په وژلو کې ښکيل دي.

د تروریزم پر وړاندې یووالی

د پاکستان وګړو د هر قسمه تروریزم او افراطیت په وړاندې يووالی څرګند کړو.

د عوامي پارټۍ جنرل سيکريټري میا افتخار حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "د ترهګرو له منځه وړلو لپاره پکار ده چې د هر مکتبه فکر وسله والو خلاف ګامونه پورته کړی شي."

هغه وويل: "وسله وال به هيڅکله هم د لاقانونيت په اجنډه خپرولو کې ... بریالي نه شي ځکه چې خلکو د خپلو امنيتي ځواکونو په حمايت کې د هغوی هر قسمه دلایل رد کړي دي."

هغه وويل: "وسله وال په غیر محفوظ خلکو باندې بريدونه ترسره کوي چې وښيي چې دوی اوس هم موجو دي." هغه زياته کړه چې عام خلک به د وېرې په يرغل کې رانه شي."

هغه وويل: "ټول ملت په یو اواز سره د بمونو او د ځانمرګي بريدونو غندنه کوي ځکه چې دوی د پوځ، پوليسو او د نيم پوځي ځواکونو غړي وژني کوم چې د نورو خلکو د ساتنې لپاره خپل ژوند قرباني کوي."

د فاټا د زده کوونکو سازمان يو غړي محمد زبير وويل، چې وسله والو د سرتيرو او عام پاکستانيانو د وژلو له کبله د غندلو وړ دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د فاټا څه دپاسه ۸ ميليونه اوسيدونکو ژوندونه او ملکیت د اورپکۍ له کبله تباه شوي دي." "د يوې عشرې اوږد بغاوت په قبايلي سيمو کې د تعليم او صحت نظام ته ډير زيات زيان رسولی دی. په دغه سيمه کې هيڅوک د وسله والو سره مرسته نه کوي."

هغه وويل، ضرب عضب عملیات "د بې ځايه شويو خلکو لپاره د اميد يوه رڼا ده او اوس هغوی د وسله والو د شړلو نه وروسته خپلو سیمو ته بيرته راځي. هغه د جون ۲۰۱۴ کال راهيسې په شمالي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان په وړاندې د پوځ عملیاتو ته اشاره وکړه.

په پېښور يونيورسټۍ کې د سياسي علومو يو طالب علم محمد جنید مهمند "په عامو خلکو باندې د وسله والو د بېرحمۍ غندنه وکړه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ضرب عضب عملياتو له کبله د فاټا نه د وسله والو د شړلو نه وروسته، اوس هغوی د نرم اهدافو په لټه کې دي." "حکومت له پکار ده چې د تاوتریخوالي جوړونکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي چې يوه سوله ایزه ټولنه رامنځته کړي کوم ځای چې به د قانون حاکمیت وي."

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وويل، "ټول ملت په یو ټکي یو موټی دی:، چې د تروریزم سره په سختۍ سره مبارزه وشي."

هغه هیله څرګنده کړه چې پاکستان د سولې په لور دی.

هغه وويل: "په خیبر پښتونخوا صوبه کې په ځانګړې توګه په ترهګريز پېښو کې کمی راغلی دی." "امنیتي ځواکونو د خلکو په ملاتړ د وسله والو سره په نره جګړه کړې ده."

[په پېښور کې اشفاق يوسفزۍ په دغه راپور کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خدای لپاره، د پاکستان د خلکو د احساساتو سره لوبې مه کوئ. د خپل ویب سايټ د مشهورۍ لپاره تاسو زاړه خبرونه پوسټ کوئ او دغه خبرونه د خفګان د پيښو نه ډک وي. ولې؟ آيا تاسو ماشومان، کورنۍ او مينه نه لرئ؛ تاسو ولې د پاکستان ايميج ته زيان رسوئ او د خلکو سکون بربادوئ؟ آيا تاسو دومره لالچيان يئ. موږ د حريص سپو په هکله اوريدلي دي، خو نن زه پوه شوم چې انسانان هم د دوی نه زيات حريص دي.

ځواب