سپورټس

سوپر ليګ په فاټا کې د سولې د بيرته راتلو نښه ده

اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو ګډون کونکی ټيم په خيبر ايجنسۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳ مه) د ټې ټونټي سوپر ليګ د پرانستلو په ورځ د د میچ نه په مخکې مراسمو کې ګډون کوي. ځايي اوسېدونکي په ميدان کې د ټیم قيادت کوي. [اشفاق يوسفزۍ]

يو ګډون کونکی ټيم په خيبر ايجنسۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳ مه) د ټې ټونټي سوپر ليګ د پرانستلو په ورځ د د میچ نه په مخکې مراسمو کې ګډون کوي. ځايي اوسېدونکي په ميدان کې د ټیم قيادت کوي. [اشفاق يوسفزۍ]

پېښور -- په فاټا کې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳مه) په لومړي ځل د ټي ټونټي سوپر ليګ کرکټ ټورنمنټ پرانسته وشوه، چې په سیمه کې يې خلکو ته ډېره خوشحالي او تفريح برابر کړه.

دا ټورنمنټ د خيبر ايجنسۍ په جمرود تحصیل کې د دوشنبې په ورځ شروع شو او د اپریل د ديارلسمې نيټې پورې به جاري وي.

د پرانیستې په ميچ کې، د خیبر شين زمري شملور قبايل ته ماتی ورکړو.

ميچونه په خيبر، باجوړ او شمالي وزيرستان ايجنسو کې ترسره کيږي. په اصل کې دا ميچونه د کرم ايجنسۍ لپاره وو، خو چارواکو وروسته له هغې دا نورو درې ايجنسو ته منتقل کړل کله چې په پاړه چنار کې د مارچ په ۳۱ مه چاودنه رامنځته شوه او ۲۴ کسان په کې ووژل شول.

د فاټا د اولمپيک د ټولنې صدر شاهد شينواري پاکستان فارورډ ته وويل، "خلکو د فاټا سوپر ليګ له کبله ډير خوشحاله دي ځکه چې دوی دا د سولې د پرمختګ په لور يو ګام ګڼي."

هغه وويل، د پاکستان د پوځ لخوا په قبایلي سیمه کې وسله والو ته د ماتې ورکولو نه وروسته، په ټولو اوو قبايلي ډسټرکټونو کې د سپورټ فعاليتونه په زور او شور سره جاري دي. هغه زياته کړه، چې د لیګ ميچونه په سيمه کې د خلکو او د لوبغاړو لپاره يو رحمت دی.

شينواري وويل: "دا زمونږ ترجيح ده چې په سيمه کې سپورټ ته وده ورکړو او اورپکۍ که په هر شکل کې ده، د له منځه وړلو لپاره سپورټ د يوې وسيلې په توګه استعمال کړو."

د ۲۰۱۴ کال د جون راهيسې، پاکستاني ځواکونو د قبايلي سيمو نه د وسله والو په شړلو کې وروسته له هغې ډير پرمختګ کړی دی کله چې دوی په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پيل کړل.

په فاټا کې د سپورټ زيات استعداد موجود دی

د خیبر د کرکټ د ټولنې مشر، حاجي تيمور افريدي، وويل، په لاهور کې د مارچ په ۵ مه د پاکستان سپر ليګ فاينل ميچ (د ترهګرۍ نه پاک) نه وروسته، د پېښور زلمي بريالي ټيم دا ګام پورته کړو چې په فاټا کې د ټي ټونټي سپر ليګ انتظام وکړي.

د پېښور زلمي خاوند، جاوېد افريدي، وويل، تنظیم پلان لرلو چې په ټورنمنټ کې ۲۴ ټيمونه شامل کړي، چې په دې کې د فاټا لوبغاړي شامل دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په ټولیزه توګه په ۱۱ ورځنۍ لیګ کې به ۶۷ ميچونه ترسره شي."

هغه وويل، ګټونکي ټيم ته به ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ (۵،۷۲۳ امريکايي ډالره) او دوهم ټيم ته به ۳۰۰،۰۰ روپۍ (۲،۸۶۲ امريکايي ډالره) ورکړل شي.

هغه وويل: "په قبايلي خلکو کې ډير زيات ټيلنټ موجود دی." هغه زياته کړه، چې هغه هيله لري چې دا ټورنمنټ به ډیر لیدونکي راولي. "دا د فاټا د باصلاحیته کرکټرانو لپاره يوه ښه موقع ده چې په ملي او نړیواله کچه شناخت تر لاسه کړي."

افريدي په يو بيان کې چې د مارچ په ۲۹مه خپور شو وويل: "د دې ټي ټونټي ليګ کاميابي به په سيمه کې نور هم نورمال حالات رامنځته کړي."

په دغه بيان کې راغلي، ملي کرکټران لکه د ملي ټيم پخوانی کپتان سلمان بټ، عمر امین، محمد رضوان او نور کسان به د دې ټورنمنټ په "قدار او اهميت" کې اضافه وکړي.

د بيان له مخې، "د پاکستان پوځ او سياستدانان به په بشپړه توګه د دې ليګ ملاتړ وکړي."

د وسله والو لپاره پټنځایونه نشته

د باچا خان ټرسټ ايجوکيشنل فاونډيشن ډايريکټر، خادم حسین، وويل، چې د سپورټ ټولې پيښې او لوبي خلکو ته تفريح برابروي، چې دا دوی ته توان ورکوي چې دوی خوشحاله او سوله ايز پاتې شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په تېر وخت کې، وسله والو په فاټا کې پټنځايونه وموندل ځکه چې هلته کې روغ فعاليتونه نه وو او خلکو اورپکۍ طرف ته رجحان لرلو." "کله چې د سپورټ پروګرامونه وي، نو خلک به سټيډيمونو ته ځي او هلته به وسله وال موقع نه لري چې خلک بهرتي کړي."

د کرکټ مينه وال ډير زيات خوشحاله دي چې پاکستان او په ځانګړې توګه فاټا، چې مخکې د طالبان وسله والو پټنځای وو، ته ستر ملي ټورنمنټونه راغلي دي.

په باجوړ ايجنسۍ کې، ۱۷ کلن، محمد اکرم، وويل، د فاټا سپر ليګ د سپورټ راژوندي کولو او اورپکۍ ختمولو په لور يو ستر ګام دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د لوبغاړو لپاره يوه ستره موقع ده چې په ملي کچه وپیژندل شي." دغه راز، ځايي خلک د کرکټ ليدلو لپاره تږي دي."

په خيبر ايجنسۍ کې د هايي سکول يو طالب علم، رئيس شينواري، وويل، فاټا سپر ليګ به په "فاټا کې د سپورټ دور رامنځته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا به د حکومت د کوششونو سره مرسته وکړي چې د فاټا مثبت او سوله ايز ايميج ته وده ورکړي."

سپورټ د سولې لپاره استعمالول

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا پخوانی امنيتي سيکريټري دي، وويل، چې دغه پيښه په يو ښه وخت رامنځته شوه او ګټوره ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ له پکار ده چې د سولې لپاره سپورټ استعمال کړو. په سيمه کې د زياتې لوبو مطلب سوله او سوکالي ده."

هغه وويل، پکار ده چې په قبایلي سیمو کې د سپورټ پيښې "جاري وساتل شي چې زيات ځوانان بوخت کړي او د طالبانو د بهرتۍ کولو مخه ونيول شي."

د خیبر پښتونخوا د اولمپيک د ټولنې صدر سيد عاقل شاه وويل، چې سپورټ په نړیواله کچه په سوله راوستلو کې مرسته کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا يوه ښه فېصله ده او دا به په مسقبل کې په فاټا کې ترهګري په له منځه وړلو کې مرسته وکړي."

هغه وويل، د فاټا اوسیدونکو په فزيکي توګه فټ دي. "په تیرو څو کلونو کې، د فاټا جينکو او هلکانو په ملي مقابلو کې ايوارډونه ګټلي دي، چې دا د هغوی ټيلنټ ثابتوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500