تروريزم

پاکستانيان په پاړه چنار کې د طالبانو لخوا د 'بې رحمه' بمي چاودنې غندنه کوي

د اې ايف پي او سټاف لخوا

پاکستانيان د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار کې د مارچ په ۳۱مه د يو موټر د چاودنې ځای ته راټول شول. د تحریک طالبان پاکستان يوې ډلې جماعت الاحرار د دې چاودنې مسوليت منلی دی. په دې چاودنه کې چې په يو بازار کې رامنځته شوه لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول. [اې ايف پي]

پاکستانيان د کرم ايجنسۍ په پاړه چنار کې د مارچ په ۳۱مه د يو موټر د چاودنې ځای ته راټول شول. د تحریک طالبان پاکستان يوې ډلې جماعت الاحرار د دې چاودنې مسوليت منلی دی. په دې چاودنه کې چې په يو بازار کې رامنځته شوه لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول. [اې ايف پي]

پاړه چنار -- په ټول پاکستان کې خلکو د موټر د بمي بريد غندنه وکړه. دغه بريد د پاکستان په قبايلي سيمه کې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۳۱مه) د شيعه ګانو په سيمه کې په يو بازار کې رامنځته شوه، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان په کې ووژل شول او ۵۷ کسان ژوبل شول.

بچ شوي کسانو څرګنده کړه چې د يوغټ اواز د اوريدو نه وروسته دوی په دوکانونو کې دننه پټ شول، بيا په دوړه کې تیندکونه خوړل او په مړو راغورځیدل په داسې حال کې چې دوی د کورم ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې په بوخت بازار کې د ژوبل شوي کسانو په لټه کې وو.

دغه بريد په ټول پاکستان کې د فبرورۍ په مياشت کې د هغه وسله وال تاوتریخوالي د څپې نه وروسته رامنځته شو چې ۱۳۰ کسان په کې وژل شوي ول.

يو دوکاندار سردار حسين اې ايف پي ته وويل، "خلکو د مرستې لپاره چیغې وهلې ... کله چې زه بیرته ګورم نو هر يو څيز د دوړو ډک وو."

هغه زياته کړه، هغه خپل پلار "په وينو او دوړو کې ډوب" وليدو، په داسې حال کې چې دوه ګاهکيان په فرش مړه پراته وو.

د سيمې يو اوسېدونکی، محمد علي چې د چاودنې په وخت په يوې هټۍ کې وو، اې ايف پي ته وويل: "ما یو لوړ آواز واورېدو، او خلکو چيغې وهلې."

"موږ دروازې بندې کړې ... ځکه چې موږ فکر کولو چې کېدې شي دوهمه چاودنه رامنځته شي، خو موږ په داسې حال کې د ډزو آوازونه واورېدل او خلکو چيغې وهلې، نو موږ بهر ته راووتلو."

علي وويل، چې هغوی د غم يوه نظاره وليدله او هغه څرګنده کړه چې نژدې کسانو به ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو د رارسیدو پورې هسپتالونو ته وړل.

په يو ځایي سرکاري هسپتال کې يوې سرجنې معین بیګم اې ايف پي ته وويل، "موږ دلته په هسپتال کې ۲۲ مړي او ۵۷ ژوبل شوي کسان لرو، چې په دوی کې ښځي او ماشومان هم شامل دي."

د پاړه چنار پوليټيکل ايجنټ شاهد علي خان تاييد کړه چې دغه چاودنه د موټر بمي چاودنه وه.

د وسله والو د بې رحمۍ غندنه کول

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د چاودنې غندنه وکړه او هغه وویل چې دا زموږ "فرض" دی چې په پاکستان کې ترهګري "په بشپړه توګه ختم" کړو. هغه د سیمه ایزو چارواکو د مرستې امر وکړو.

په پېښور کې يو دیني عالم مفتي کريم حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د ټولو مذهبونو نه خلاف خبره ده چې خلک د څه وجې نه ‌‌‌بغير ووژل یا زخمي کړل شي." "وسله وال عموماً د جمعې په ورځ ترهګريز عملونه ترسره کوي."

حسین د وسله والو لخوا د ښځو او ماشومانو "په بې رحمۍ" سره د نښه کولو غندنه وکړه.

په پېښور کې په يو جومات کې يو پيش امام، مولانا جوهر علي، پاکستان فارورډ ته وويل، چې وسله والو په غلطه د اسلام نوم استعمالوي چې د خپلو تروریستي اعمالو جواز وړاندې کړي، او دا يوه لويه ګناه ده چې دوی يې ارتکاب کوي."

هغه وويل، ټولو مسلمانانو "له پکار ده چې د ترهګرو په وړاندې ودريږي او د هغوی دغه کوششونه ناکامه کړي چې د خپلې مرضۍ اسلام پلي کړي.

د امنیت د ناکامۍ تنقيد کول

د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار په چټکی سره اې ايف پي ته په یو پیغام کې د برید مسوولیت ومنلو.

دا ډله د بریدونو د هغه څپې يوه برخه وه کومې چې د فبرورۍ په مياشت کې هېواد ولړزولو. په دې بريدونو کې په لاهور کې يو ځانمرګی بريد هم شامل وو چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي ول.

د فبرورۍ د مياشتې په بريدونو کې په سيند صوبه کې په يو صوفي زيارت باندې ځانمرګي بريد شامل وو چې ۹۰ کسان په کې ووژل شول. د دغه بريد مسوليت داعش منلی وو.

په تشدد کې اوسني زياتوالي وروسته له هغې هغه خوشبینۍ ته زيان ورسوو کله چې هېواد د اورپکۍ په وړاندې سترې کاميابۍ ترلاسه کولې.

د پاکستان پوځ عمليات پيل کړل او د افغانستان سره یې پوله په عارضي توګه بنده کړه. پاکستان تور ولګوو چې دا پوله هغه وسله والو ته پناه ورکوي کومو چې دا بریدونه ترسره کړي وو.

البته، چارواکو او خلکو د مارچ په ۲۰مه د افغانستان او پاکستان د پولې د بیا پرانستلو هرکلی وکړو او دا اقدام يې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي يوه نښه وګڼله.

سیاست دانانو هم رايې ورکړه چې پوځي عدالتونه دې جوړ کړی شي چې د ترهګرۍ په تور د ملکي کسانو فيصلې وکړي.

غوسه شيعه مشرانو او ځايي اوسيدونکو د ناکامۍ تور په امنيتي ځواکونو ولګوو او په پاړه چنار کې د جمعې د چاودنې ژر وروسته وړې مظاهرې وشوې.

د يو شيعه سياسي تنظيم مشر، علامه راجه ناصر عباس، په اسلام اباد کې اې ايف پي ته وويل، "ترهګر چې د لسګونو پوسټونو نه تيريږي او بريدونه ترسره کوي، دا د امنیتي ادارو په پرمختګ باندې يو سواليه نشان دی."

پاړه چنار په پاکستان کې په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي ستر بريد ځای و. د جنورۍ په ۲۴مه په يو بل مارکيټ کې يو بم ۲۴ کسان وژلي وو. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

[د پېښور نه اشفاق يوسفزۍ په دغه راپور کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500