ټولنه

پاکستان د خیرات په نوم د بهتې اخيستلو په وړاندې خبرداری ورکوي

محمد شکيل لخوا

پاکستانيان په کراچۍ کې د تېر کال د اپریل په ۸ مه د يوې خيراتې ادارې نه خوراک ترلاسه کوي. پاکستاني چارواکي، د پاکستان د سولې ډلې په مرسته، د خيراتي مرستو په اړه پوهاوي رامنځته کوي چې د ترهګرو یا د مجرم عناصرو په لاسونو د پيسو د ورتلو مخه ونيسي. [اصف حسن/ اې ايف پي]

پاکستانيان په کراچۍ کې د تېر کال د اپریل په ۸ مه د يوې خيراتې ادارې نه خوراک ترلاسه کوي. پاکستاني چارواکي، د پاکستان د سولې ډلې په مرسته، د خيراتي مرستو په اړه پوهاوي رامنځته کوي چې د ترهګرو یا د مجرم عناصرو په لاسونو د پيسو د ورتلو مخه ونيسي. [اصف حسن/ اې ايف پي]

پېښور -- د پاکستان چارواکي ګامونه پورته کوي چې خلک د هغه جعلي چندو نه محفوظ وساتي کوم چې د ښه فکر لرونکو نه پيسې شوکوي.

د پاکستان د سولې ډلې، چې یو غیر انتفاعي سازمان دی او د اطلاعاتو د وزارت سره همکاري کوي، يو شمير د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي چې موخه يې د چندې ورکولو په اړه د وګړو رهنمايي کول دي.

د پاکستان د سولې ډلې "حق، د حقدار لپاره" سيمينارونه د چندې او خيرات په باره کې پوهاوي رامنځته کوي. دغه چندې د سخت دريځو او تروريستي ډلو لپاره د يو محاذ په توګه کار کوي.

د پروګرام په هلو ځلو کې د افراطیت او تروریزم په وړاندې د خلکو په منځ کې اتفاق رامنځته کول، ملي يووالی او په ټولنه کې سولې ته وده ورکول شامل دي.

د پاکستان د سولې ډلې چيف ايګزيکيټيو بشرا تسکين (ګس اړخ ته) په پېښور کې د فبرورۍ په ۲۲مه د معذورانو مرکز ته چنده ورکوي. [د پاکستان د مطبوعاتي اطلاعاتو اداره]

د پاکستان د سولې ډلې چيف ايګزيکيټيو بشرا تسکين (ګس اړخ ته) په پېښور کې د فبرورۍ په ۲۲مه د معذورانو مرکز ته چنده ورکوي. [د پاکستان د مطبوعاتي اطلاعاتو اداره]

د پاکستان د سولې ډلې چيف ايګزيکيټيو بشرا تسکين پاکستان فارورډ ته وويل، "نا راجستر شوي او غیر مجاز سازمانونه اکثر زموږ د آبادۍ يوه لويه برخه د پيسو لپاره ګمراه کوي او دغه برخه په معصوم او ساده خلکو باندې مشتمل ده ."

هغې وويل: "زموږ د څېړنې موادو دا څرګنده کړې ده چې ځیني سخت وسله وال سازمانونه او شکمن خلک د خیرات او د بشريت د خدمتونو په نامه د خلکو نه ډيرې زياتې پیسې شوکوي."

هغې وويل، د پاکستان د سولې ډلې موخه دا ده چې د دې کار مخنيوی وکړي، کوم چې دواړه شتمن او کم شتمن وګړي لوټ کړي دي. دغه کسان پوهه نه وو چې د دوی چندې د ډارونکي فعاليتونو سره مالي مرسته کوي.

لومړی تصديق وکړئ، بيا چنده ورکړئ

تسکين وويل، پاکستاني خلک هر کال د ۵۵۴ ميليارده روپو ( ۵.۳ ميليارده امريکايي ډالره) چنده مختلفو خيراتي تنظيمونو ته ورکوي.

هغې وويل، "دا تر ټولو د بد قسمتۍ خبره ده چې د چندې ٪۳۰ برخه غير تصديق شده سازمانونو ته ميلاويږي. هغې زياته کړه، د پاکستان د سولې ډلې موخه لري چې خلکو ته د قانوني خيراتي ادارو په اړه معلومات برابر کړي او همدارنګه په خلکو کې د ذمه وارۍ احساس پيدا کړي چې دوی سخت دريځو او ترهګرو ډلو ته د خپلې چندې ورکولو نه ځان لرې وساتي.

شبير انور، چې د پاکستان د سولې ډلې چيف کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "تر څو چې د هيواد هر يو کس او هر يو وګړی خپله دا ذمه واري و نه پېژني چې 'لومړی تصديق وکړي او بيا چنده ورکړي' ، نو دا ناممکنه ده چې د دې کوششونو نه د خپلې خوښې نتيجې تر لاسه کړو."

هغه وويل: "زموږ د څیړونکو او مشاورينو کار هم په ډاګه کړه چې د چندې زياته برخه ناراجستر سازمانونو ترلاسه کوي او په ځینو کيسونو کې په ذاتي تجارت کې استعماليږي."

هغه وويل: "زموږ د کمپاين موخه دا ده چې خلکو ته د هغو چندو د ناوړه استعمال په اړه یو روښانه تصوير وړاندې کړو چې دا د حق او باطل تر منځ په فرق کولو په ضرورت باندې زور ورکوي."

هغه وويل، حق د حقدار لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه، د عامه سيمينارونو نه علاوه، د پاکستان د سولې ډلې ویډیو ډاکومینټرۍ او د دوو منټونو پيغام په راډيو خپروي.

انور وويل: "دا مسله ډيره ناوړه او ستونزمنه ده او دې ته د انرژۍ او د سرچینو ضرورت دی."

هغه وويل، په فيصل اباد، بهاولپور، راولپنډۍ، حيدراباد، کوټې، کراچۍ، قلات او ګلګت بلتستان کې حق د حقدار لپاره کمپاین ترسره شوې دی، چې د ټولنې په هر يو پاکستاني غږ کوي چې په دې کې ګډون وکړي.

دا پروګرامونه د ډسټرکټ په کچه ترسره کيږي چې زيات خلک په کې ګډون یقیني کړي.

وسله وال بې خبره خلک په نښه کوي

د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انستيتوت ډایریکټر، محمد امیر رانا، د ۲۰۱۵ کال د جون په ۲۸مه د ډان خبري اژانس لپاره په اداريې کې وليکل، "وروسته له هغې چې په دوی بنديز ولګيدو، يو شمير (وسله والې) ډلې د خيراتي تنظيمونو په توګه رامنځته شول چې په ولس کې خپل ايميج ته وده ورکړي او همدارنګه د حکومت د پابندو نه ډډه وکړي."

هغه وويل: "دې پلان نه يوازې د هغوی سره په سماجي قبولیت کې مرسته کړې ده بلکې هغوی يې په دې جوګه کړل چې د خپلې مرستې برخه پراخه کړي." نوموړي زياته کړه چې وسله والې ډلې د خپلو فنډونو د ٪۵۵ نه ٪۶۵ پورې د ځايي مرسته کونکو نه ترلاسه کوي."

هغه وويل: "يو شمېر ډلې د خيرات په نامه نه صرف د تجارتي مرکزونو نه چندې ترلاسه کوي بلکې کور په کور کمپاین کې هم چنده راټولوي، خو زیاتره دا د وسله والو سازمانونو لپاره د پيسو راټولولو د برخو په توګه کار کوي."

"خلک په سخاوتمندانه ډول دې کمپاينونو ته ځواب ورکوي، په ځانګړې توګه د روژې په مياشت کې."

د ترهګرۍ سره د مالې مرستې د مخنيوي او د قانون او نظم ساتلو لپاره، د کورنیو چارو وزارت په تېر جون کې په ۶۰ افراطي سازمانونو باندې د چندې او خيرات راټولولو بنديز ولګوو.

په پېښور کې "د انصاف په تحقيق کې"، چې يو غير انتفاعي سماجي او فلاحي سازمان دی، نايب چيرمين، خالد احمد داور، وويل، که څه هم د پوهاوي کمپاینونو او قانوني کوششونو کاميابي ترلاسه کړې ده، خو دا پیغام لرې پرتو کلو ته نه رسيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دوکې چانسونه به زيات وي کله چې هدف ناپوهه وساتل شي." هغه زياته کړه، چې وسله والو ډلو او ناراجستر سازمانونو دا ستراتيژي اختيار کړې ده."

هغه وويل: "د دغه موضوع حساسيت او اهمیت دا غوښتنه کوي چې د پوهاوي دا ډول پروګرامونه په کلي او يونين کونسلونو [ښارګوټو] کې منعقد کړی شي چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته تعليم او شعور ورکړی شي."

هغه وويل: "د حکومت دا نوښت [...] د ستاينې وړ دی، خو مونږ باور لرو چې د مناسب فنډونو مختص کولو نه علاوه دا نوښت دې د هېواد په هر ګوټ کې خپور کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر چا له پکار ده چې د خپلې چندې په باره کې معلومات ترلاسه کړي چې دا کوم ځای ته استولی شي او پکار ده چې دا معلومه کړي چې آيا دا کمپني ښه ده که نه.

ځواب

زه د دې ستاينه کوم.

ځواب